وزن کمول او خوراک؛ ډوډۍ، ورو که په تېزۍ وخورو؟

ساخت وبلاگ

ژباړه: بشر دروېش

د وزن زیاتیدو او کمیدو په بحث کې خوراک خاص رول لري.
دا به مو ډېر اوریدلې وي، چې هغه خواړه د وزن زیاتیدو او دغه د وزن کمیدو سبب کیږي؛ خو دلته به ولولئ چې د خوراک بڼه( په   تېزۍ   او سستۍ سره خوراک کول) د وزن زیاتیدو او کمیدو په برخه کې څه نقش لري:

څېړنې څه وایي؟
د طبي څېړنو، خاصتاً د تغذیو د اړوندو هغو له مخې د تېز یا چټک خوراک په نسبت وروـ ورو خوراک کول د وزن   کمول  و لپاره ضرور او ګټور دي.
دا ډول خوراک تاسې ته د مړښت احساس درکوي او سبب کیږي، چې د زیات خوراک پرځای پر لږ خوراک اکتفا وکړي.

د زر خوراک په اړه ویل شوي، چې د چاغښت یو لوی دلیل دی.
د دې نظر دلیل دا دی، چې له زر خوراک سره مناسبه تغذیه نه شي کیدای؛ یانې انسان نه شي کولای خوړونکي خواړه په سمه توګه خپل وجود ته جذب او هضم کړي.
د ډاکټرانو په مختلفو څېړنو کې یو شمېر چاغ کسان پوښتل شوي، چې په تېزۍ سره که وروـ ورو خوراک کوي؟
دوی په ځواب کې ویلي، چې عادتاً له پخوا نه په تېزۍ سره خوراک کوي.
په همدې ډول هغه کسان، چې د همدغو چاغو خلکو هومره د خوراک امکانات لري او همغومره خوراک کوي؛ مګر وزن یې زیات نه دی، پوښتل شوي، چې د دوی د نه چاغوالي دلیل څه دی؟
دا ډله خلکو د نورو عادتونو ترڅنګ یې ویلي، چې دوی د خوراک پر وخت عجله نه کوي، وروـ ورو خوراک کوي.

د وروـ ورو خوراک ګټې
ـ وروـ ورو خوراک د لږ خوراک سبب کیږي.
ـ دا ډول خوراک ستاسې اشتها او د کالریو جذب کنټرولوي.
ـ داسې خوراک کول ستاسې هغه هورمونونه کنټرولوي، چې زیات خوراک ته مو هڅوي.

څو نورې سپارښتنې
ـ هڅه وکړئ چې خوړونکي خواړه مو زیات وژوئ، دا تجربه در ته ښيي چې ستاسې اشتها کنټرولیږي او له زیات خوراکه زړه نیسئ.

ـ د خوراک د کنټرول لپاره ښه ده، چې د کاشوغې پرځای له خپلو لاسونو کار واخلئ. د کاشوغې استعمال ستاسې د خوراک سرعت زیاتوي.

ـ له خوراک نه مخکې معمولاً یو ـ دوه ګیلاسه اوبه هم وڅښئ. د اوبو څښل هم ستاسې د اشتها د کنټرول او درته د مړښت د احساس په درکولو کې مرسته کولای شي.

ـ د خوراک پر وخت ژورې ساه ګانې هم اخلئ. دا هم درته د همدغه ډول احساس په درکولو کې مرسته کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 289 تاريخ : دوشنبه 10 دی 1397 ساعت: 14:33