د سټریس او فشار ختمولو ۷ ساده لاري

ساخت وبلاگ

ژباړه: نوراحمد فضلي

آیا احساسوئ چي   سټریس   لرئ؟ آلبته چي هو. که ښه دقت وکړئ، وینئ چي د زیاتو کاري ضرب الاجلونو، ګڼ کارونو- چي ټول درته لومړیتوب لري- او ددې هڅه چي باید خپل کارونه په مناسب کیفیت ترسره کړئ، سره مخامخ یاست.

پر سټریس باندي د غلبې اغېزناک اقدامات:
دا د عصري ژوند فطرت دئ. دا شونې نه ده چي داسي کسب پیداکړئ چي خلک په هغه کښي د ورځي په جریان کي د مکررو   فشار  ونو سره لاس او ګرېوان نه وي. د خلکو فرق دلته یوازي له فشارونو سره د هغوی په مخامخ کېدا کښي دئ او دا چي څنګه پر هغه باندي غلبه وکړي.
له شک پرته د سټریس او فشار لوړه سطحه په مستقیم ډول په سازمانونو کي د خلګو د ګټي اخیستني په کچي پوري تړاو لري. څېړني او موندي ښيي چي سټریس لرونکي کسان په اداراتو کي په لاندي برخو کي له جدی ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي:
– د وخت مدیریت؛
– له خلګو سره ارتباطات او اړیکي ټینګول؛
– پر کارونو تمرکز؛
– جسمي او رواني سلامتیا؛
په دې لیکنه کي ټول هغه اغېزناک اقدامات چي کولای سي پر سټریس باندي د غالبه کېدو په موخه ستاسي سره مرسته وکړي؛ وړاندي کېږي:

۱.د ځان سره مهربان اوسئ.
د ځان سره مهربان اوسېدل، په حقیقت کي جدی نه نیول دي. که کله په کار کي سهوه یا تېروتنه کوئ او یا نیمګړتیاوي لرئ، همېشه ځان مه رټئ. څېړني ښيي کوم کسان چي تر نورو زیات د ځانو سره مهربان دي، خوشحاله، خوشبین او په ژوند کي ډېر کم سټریس او فشار تجربه کوي، آلبته دا د حیرانتیا وړ نه ده خو دومره ده چي کېدلای سي پر یادي موضوع باور ستونزمن وي چي دا ډول کسان اکثره وخت په بریالیتوب سره عمل کوي.
موږ ډېری داسي فکر کوو چي د یوې کاري مطلوبي پایلي په لاس راوړلو په موخه باید ځانو ته دېري سختۍ ورکړو، خو ډاډه اوسئ کوم کسان چي په دې باور دي سل په سلو کي تېروتي دي.

۲.خپل ستر انځور په یاد ولرئ.
معمولاً د هر کار له پاره چي غواړئ ترسره ئې کړئ، نوري حل  لاري   هم سته. کله چي تاسي” خپل ستر تصویر “ خپل ذهن ته وسپارئ، په ځان کي به د ورځنیو کوچنیو مسالو څخه سبب سوي سټریس څخه د وتلو په موخه لازمه او کافی انرژي ولرئ.

۳. پر خپلو ورځنیو کارونو تکیه وکړئ.
که له تاسو وپوښتل سي چي په تاسو کي د سټریس راڅرګندېدو اکثره لاملونه چشي دي؛ احتمالاً به له خپلو کاري ضرب الاجلونو، د کار ډېرښت یا له خپل بداخلاقه رئیس یادونه کوئ. تاسي احتمالاً د خپلو سټریس زیاتوونکو لاملونو په لیست کي” د کارونو له پاره تصمیم نیول “ له خپل قلمه غورځوئ. په داسي حال کي چي د سټریس ایجادولو یو له خورا مهم ترینو لاملونو څخه تصمیم نیول دي. هر وخت چي غواړئ نوی کس وګمارئ، له خپل مشر سره د مذاکرې له پاره مناسب وخت هماهنګ کړئ یا د پېرولو له پاره لباس انتخاب کړئ، تاسي تر فشار لاندي یاست!
ځکه نو د سټریس کمولو په موخه له موثرو اقداماتو څخه یو هم د ورځنيو تصمیمونو شمېر راکمول او پر خپلو ورځنیو کارونو تکیه کول دي. بارک اوباما په خپله وروستۍ مصاحبه کي ویلي ول:” که ښه ځير سئ زه ډېری وختونه خاکي یا خاکستري انګیا اغوندم، ولي چي په دې برخه کي تصمیم نیول د سټریس پر ایجاد سربېره، زما څخه انرژي سلبوي! “

۴. لږترلږه د ورځي ۱۰ دقیقې ځان ته ورکړئ.
که پوه سئ چي خپل موټر ته د یوې آلې په ور نصبولو سره کولای سئ چي ۱۰۰ کیلو متره زیات حرکت وکړئ، په قوي احتمال سره له هغې آلې استفاده کوئ، البته که ستاسي موټر په دې طریقه سره حرکت هم ونکړي، ډاډه اوسئ چي د ورځي ځان ته ۱۰ دقیقې ورکول کولای سي چي ستاسي پر ورځنیو فشارونو غلبه وکړي. په دې وخت کي کوشش په کار دئ چي داسي کار وکړئ چي ستاسي له پاره خوندور، مفرح یا سکون ورکوونکی وي.

۵. د خپلو ورځنیو کوونکو اقداماتو (to do list) لست ولرئ.
د سټریس د سطحې کمولو په موخه یو له خورا مناسبو روشونو څخه د ورځنیو اقداماتو لستول دي. د غذايي رژیم، ورزښ او وخت د کنټرول په باره کي د ۲۰۰ پا شاوخوا کي څېړني ښيي چي له دې طریقې استفاده کول د نتیجې په ترلاسه کولو کي زیاته مرسته کوي.

۶. د خپلو اقداماتو پرمختګ ته پاملرنه وکړئ.
دا خورا مهمه ده چي له ټولو هغه څیزونو چي وسي کولای ستاسي د اقداماتو د پرمختګ د وضعیت په نسبت ستاسي احساسات، انګېزه او برداشت ته بهبود ورکړي؛ پاملرنه وکړئ. چټکي او کوچنۍ بریاوي (Quick and Small Wins) په هغو کسانو کي چي همېشه تر سټریس او فشار لاندي دي د خاطر د ډاډه کېدو د ایجاد په موخه خورا مهم نقش او رول لري.

۷.پوه سئ چي څه وخت” خوشبینی “ یا” بدبینی “ ستاسي له پاره ګټوره ده.
زموږ ډېری کسانو له پاره، په خوشبین وضعیت کي پاتېدل خورا ستونزمن دي، خو باید په یاد ولرئ، خوشبینی همېشه د حالاتو د بهبود له پاره موثره نه وي. ځیني وختونه خوشبینی سبب کېږي چي له واقعیتونو واټن ونیسي او اوضاع له خبروونکي څخه په بحراني یا تر هغه بدتر ته ورسوو. ځکه نو همېشه مو پام وي چي څه وخت خوشبین یا بدبین واوسئ.

او مه هېروئ چي سټریس په مستقیم ډول ستاسي پر شخصي او کاري ژوند باندي اغېز کوي، شاید په همدې خاطر وي چي د بهبود نړیوال سازمان له لوري له پېژندل سوو لسونو مهارتونو څخه یو هم په ښه ډول له سټریس سره د مقابلې مهارت دئ، ځکه نو ددې مهارت د تقویې او پیاوړتیا په موخه هرڅومره چي شونې وي اقدام وکړئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 260 تاريخ : دوشنبه 10 دی 1397 ساعت: 14:33