ګردېز (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې د سولې عالي شورا د ولايتي کمېټې د يوه غړي په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
تېره شپه د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په سرکۍ سيمه کې پر يوه کور د هوايي ځواک په ملتيا عمليات ترسره شوي چې د سولې شورا د ولايتي کمېټې د يوه غړي په ګډون څو نور غړي هم وژل شوي دي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، عمليات د پخواني جهادي قوماندان، قومي مشر او د سولې شورا د ولايتي کمېټې د غړي محمد نعيم پر کور ترسره شوي چې د نوموړي په ګډون يې ورور, زوی او درې کسان نور دوستان په کې وژل شوي دي.
د پکتيا ولايت د سولې ولايتي کمېټې مسوول جنت خان منګل وايي چې قوماندان حاجي نعيم د سولې ولايتي کمېټې غړی و، خو معلومه نه ده چې وژل شوی که ژوندی پاتې دی.
د زرمت ولسوالۍ د صالح خېلو اوسېدونکى عبدالله وايي په سيمه کې ګډو ځواکونو هم ځمکني او هم هوايي عمليات ترسره کړي دي.
بلخوا د پکتيا ولايت امنيتي مسوولين هم عمليات مني، خو وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه لا دقيق معلومات نه لري چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي او که ملکي خلک.
د يادنې ده، په دې وروستيو کې د هوايي بريدونو له امله ډېرى وخت عامو خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید
برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 285 تاريخ : دوشنبه 10 دی 1397 ساعت: 14:33