څو ورځني عادتونه چې عمر لنډوي

ساخت وبلاگ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ په نیمه شپه کې د خوږو څیزونو خوړل
خواږه څیزونه، چې په نیمه شپه کې نه شئ کولای د هغو د خوارک د هوس په وړاندې مقاومت وکړئ، په تاسو کې د زړه او شکرې ناروغۍ خطر زیاتوي، ځکه د ماښامنۍ له خوړلو وروسته، د وینې د ترای ګلیسیریډ کچه لوړېږي. ترای ګلیسیریډ د وینې خطرناک غوړ دي، چې د بدن د غوړو په اوبدنه کې ( تر ډېره د خېټې په شاوخوا کې ) را غونډېږي او له هغوی څخه خلاصون آسانه کار نه دی. له دې مسئلې څخه د مخنیوي لپاره، تر کومه ځایه چې شونې وي، د شپې له خوا کم خواړه وخورئ او د خپلې ماښامنۍ او سبا ناري ترمنځ ۱۱ تر ۱۲ ساعته واټن را منځته کړئ.

۲ ـــ د فلم او سریال په ننداره کولو کې افراط
مهمه نه ده، کوم سریال، چې څارئ، تر کومه بریده جذاب او روږدتیا را منځته کوونکی وي؛ د فلم او سریال په ننداره کولو کې افراط کولای شي، ستاسو خوب ګډوډ کړي. نویو څېړنو څرګنده کړې، هغه ځوانان، چې د فلم او سریال په ننداره کولو کې افراط کوي، تر ډېره له ستړیا سره لاس و ګرېوان دي، په هغوی کې د بې خوبۍ او د خوب د کیفیت د ټیټوالي نښې ډېرې دي. په حقیقت کې، په دې کسانو کې د خوب کیفیت د ټیټوالي احتمال د هغو کسانو په پرتله ۹۸ سلنه زیات دی، کوم چې د فلم او سریال په ننداره کې افراط نه کوي. حتا یوه شپه بې خوبي کولای شي، د ورځې په اوږدو کې د خوبلن توب او د سر د ګنګس والي سبب شي، چې د ټکر او یا د کار پرمهال د بدو پېښو د رامنځته کېدو له امله د مرګ احتمال زیاتېږي.

کارپوهان وایي: حتا له یوې شپې بې خوبۍ وروسته زموږ کړنې، هغه چاته ورته کېږي، چې مست وي، له دې امله، کله چې د خوب کولو پرځای د فلم او سریال په ننداره کولو کې افراط غوره ګڼئ، دې ته ورته کېږي، چې د مستۍ او نېشې په حالت کې مو موټر چلونه غوره کړې وي.

۳ ـــ د مالګینو خوړنیزو توکو مصرفول
که چېرې له هغه ډله کسانو یاست، چې په هر څه باندې مالګه دوړوي، نو باید پوه شئ، چې په دې کار سره مو خپله روغتیا او سلامتیا له ګواښ سره مخ کوئ، ځکه مالګین خوړنیز توکي، د خوړنیز رژیم د مرګونو له ټولګې څخه د ۵/۹ سلنه مرګونو لامل ګڼل کېږي.

د مالګینو خوړنیزو توکو مصرف کولای شي، زړه او پښتورګو ته زیان ورسوي. د مالګې په مصرفولو کې افراط. د خوړنیز رژیم په تړاو د مرګونو تر ټولو مهم لامل دی.

۴ ـــ د لاسونو نامناسب وینځل
د لاسونو نا مناسب وینځل د دې سبب ګرځي، چې میکروبونه په لاس باندې پاتې شي. په اوبو او صابون سره د لاسونو وینځل کولای شي، په نس ناستې پورې د تړلو مرګونو کچه نیمایي را ټیټه کړي.

۵ ـــ د غاښونو له برس نه ګټه اخیستنه
د وریو ناروغۍ د مرګ خطر زیاتوي، خو په منظمه توګه د غاښونو له برس څخه ګټه اخیستنه کولای شي، په عمر باندې ۶ کلونه ور زیات کړي. د غاښونو له برس څخه ګټه اخیستنه، په خوله کې د شته مایکرو ارګانیزمونو کچه را کموي او په دې ترتیب د خولې د میکروبونو د کمښت سبب ګرځي. هر څومره، چې ورۍ کمې میکروبي وي، د هغو د وینې بهېدنې ( خونریزي ) او د وینې جریان ته د میکروبونو او ویروسونو د ننوتلو خطر کمېږي.

۶ ـــ د نوکانو ژوول
د نوکانو ژوول یو ډېر بد عادت دی. دا کار کولای شي، د خولې بکتریاوې، لکه: ایکانلا کورودنس یا د پوستکي بکتریاوي، لکه: سټرپټو کوکس یا سټافیلو کوکس د پوستکي یوې برخې ته داخلې کړي، چې په هغه ځای پورې تړاو نه لري. په هغه ځای کې د دې بکتریاوو ډېرښت ( تکثر ) د پارونیشیا ( د نوکانو د څنډې میکروبي کېدلو) یا حتا د ګوتو د ژور جوړښت د میکروبي کېدو سبب شي. بکتریاوې په مناسب چاپېریال ( محیط ) کې د وینې جریان ته ننوځي او ښایي په پایله کې د وینې د میکروبي کېدو سبب شي، چې د انسان ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.

۷ ـــ د دانو چوول
ډېری خلک عادت لري، چې دانې چوي، خو دا کار کولای شي، روغتیا یې له ګواښ سره مخامخ کړي. د پوستکي ګرول او هغه ته فشار ورکول، دا ټول کولای شي، د پوستکي هغه دېوال، چې مخکې تر دې د دانې په وسیله کمزوری شوی دی وشکېږي او په دې ترتیب مهاجمې او برید کوونکې بکتریاوې بدن ته د ننوتلو شونتیا پیدا کړي. د دانو په شتون کې د پوستکي پرمخ د بکتریاوو په شمېر کې بدلون رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه: پروپیوني باکتریوم، چې د وېښتانو په فولیکولونو کې ژوند کې، د دانو په رامنځته کېدو سره ډېرښت کوي، د دانو چوول دې بکتریاوو ته دا فرصت ورکوي، ترڅو په ډېرې آسانۍ سره د وینې جریان، سترګو او حتا مرکزي عصبي سیستم ته ننوځي.

۸ ـــ د سبا ناري نه کول
سبا ناری مهم خوړنیز توکي دي، ځکه چې د ټولې ورځې لپاره زموږ اشتها تنظیموي، نو له دې امله د سبا ناري نه کول، د دې سبب ګرځي، چې د ورځې په اوږدو کې ډېر خواړه وخورو او د وزن له ډېرښت سره لاس و ګرېوان شو او البته ټولو ته معلومه ده، چې د وزن ډېرښت، د زړه په ناروغۍ باندې د اخته کېدو او مرګ خطر زیاتوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 307 تاريخ : پنجشنبه 6 دی 1397 ساعت: 13:16