په کونړ کې د ګنیو کر کم شوی

ساخت وبلاگ

اسعد اباد (پژواک، ٦ مرغومى ٩٧): د کونړ و ولايت کروندګر وايي چې پر فصل د ناروغيو له امله په دغه ولايت کې د ګنيو حاصلات او کښتونه دواړه کم شوي دي.

ګني د کونړ په نرنګ، سرکاڼو، شيګل او خاص کونړ ولسوالیو کې هغه د پام وړ حاصلات درلودل، خو په دې وروستيو کې يې د ګنيو کرکيله کمه شوې ده.

د سرکاڼو ولسوالۍ د کوچيانو قبيلې يو دهقان ولي محمد چې په خپله کرونده کې يې ګني کرلي وايي: ((زه له څلوېښتو کلونو راهيسې په خپله کرونده کې د غنمو، سبزيو سربېره ګني هم کرم اود ګوړې لپاره مې هم خپله ګاڼۍ جوړه کړې او په خپل لاس ترې ګوړه جوړوم.))

نوموړی زیاتوي، پخوا به په سرکاڼو او د کونړ په نورو ولسوالیو کې کروندګرو ډېر ګني کرل او ښه حاصلات به يې هم ورکول، خو اوس يې حاصلات خراب شوي، مرضونه پرې لګېږي.

د هغه په وينا، کروند ګر اوس د ګنیو و پر ځای غنم، جوار او سبزیجات کري.

ولي محمد وايي، که چېرې د کرنې رياست له کروندګرو سره د ناروغيو د مخنيوي په برخو کې مرسته وکړي، نو خلک به يو ځل بيا ګني وکري.

د ګوړې د ګاڼۍ يوه کارکوونکي زيارت ګل پژواک ته وويل چې په يوه ګاڼۍ کې اته کسان کار کوي او په ٢٤ ساعتونو کې يو خروار ګوړه توليدوي.

نوموړی زیاتوي اوس د ګنیو کر کم شوی او ګاڼۍ د لږ وخت لپاره فعاله وي، که د ګنیو د مرض مخه ونيول شي او بېرته يې کر زیات شي، نو د ګوړې توليد هم زياتېږي.

د کونړ ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست د نباتاتو د حفاظت مدير موسی خان وايي، تر اوسه ته کروندګرو ورته د مرضونو نمونې نه دي راوړي چې دوى يې په اړه پلټنې وکړي.

هغه پژواک ته وويل، په دغه ولايت کې د ګوړې  ښه ګني کېږي خو کروند ته يې حاصل په لوړه بيه پريوځي، يو لامل يې دا دى چې اوس په کونړ کې د ګنیو کر کم شوی او پر ځای يې کروندګر سابه کري چې د هغوی ګټه دهقان ته ډېره ده.

نوموړی زیاتوي، د ګوړې د ګنیو پر ځای د شربت ګني د کروندګر لپاره ډېره ګټه کوي او استعمال يې هم ډېر دی.

دی وای که کروندګر د ګوړې د ګنیو پر ځای د شربت ګني وکري نو د ګوړې د ګني په څوچنده به يې کروندګر ته ګټه وي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 360 تاريخ : پنجشنبه 6 دی 1397 ساعت: 13:16

خبرنامه