زموږ پولي واحد؛ زموږ ملي هويت او اقتصادي ګټه ده

ساخت وبلاگ

د عایشه نیازۍ لیکنه

که د نړۍ د هر هېواد او ملت تاريخ په غور او دقت سره مطالعه شي، نو ليدل کېږي چې د هغه هېواد وګړي يو شمېر خاص او ځانګړي ملي ارزښتونه لري. دا ارزښتونه د هغه هېواد په اساسي قانون کې يې هم تعريف شوي وي او ټولو ته د منلو وړ وي. يو هېواد همدې ملي ارزښتونو، لکه : ګډه کرنسي( پولي, واحد)، ملي سرود، ملي بيرغ، ملي جامه، ملي نڅا ملي لوبه او… هر هغه څه چې د يوه هېواد د هويت, نښه وي هغه د هغه هېواد او ملت لپاره يو ملي ارزښت او بنياد دي او د هغه په وسيله په نړۍ کې پېژندل کېږي. کله چې د يوه هېواد ملي ارزښتونو ته کوم خطر پېښېږي او يا هم پېښ شي، نو د هغه ملت او هېواد وګړي د همدې ملي ارزښتونو څخه د خپل سر په بيه دفاع کوي او د خپل شیرين ژوند څخه ورته تېرېږي.

دا چې مخکې هم دې ټکي ته اشاره وشوه، چې يو هېواد په نړۍ کې د بېلابېلو ملي ارزښتونو له لارې پېژندل کېږي او د دې ملي ارزښتو له جملې څخه يو هم پولي واحد دی. پولي واحد د يوه هېواد په پېژندلو کې خورا مهم او برجسته رول لري. پولي واحد د يو هېواد هغو پيسو ته ويل کېږي، چې د مرکزي بانک له لخوا په مختلفو بڼو، لکه بانکنوټونو او د اوسپنې د سيکې په شکل بازار ته عرضه کېږي او خلکو ته د خرڅولو او را نيولو اسانتياوي برابري. يا په بل عبارت: پولي واحد د اجناسو او خدماتو د تبادلي وسیله ده، چې د توکو او خدماتو په پلورلو او پیرلو کې د وسیلي په شکل استعمالیږي، او یا پولي واحد هغه قانوني سند دی کوم چې د اجناسو او خدماتو د اخیستلو او خرڅولو لپاره استعمالیږي. زموږ,, د ګران هېواد پولي واحد افغانۍ ده، چې د دې هېواد له نامه سره تړلې ده او زموږه د ملي هویت څرګندونه کوي، هر افغان مکلف دی چې د خپلو راکړو ورکړو په ټولومعاملو کې د خپل افتخار افغاني بانکنوټونو نه استفاده وکړي چې دا کار د دې لامل کیږي چې د هیواد ملي پولي واحد په مناسبه اندازه په ارزش کې پاتي کیږي او ملي اقتصاد ورسره ورځ په ورځ د پرمختګ په مسیر کې مخکې ځي.

لکه څرنګه چي ټول پوهېږو له ډیرو کلونو راهیسي زموږ په ګران هېواد افغانستان کي د بهرنيو هېوادونو پيسې د بېلابېلو علتونو پر بنياد، چې يو له همدې علتونو څخه د يوې قوي سياسي رهبري نشتوالی او همدارنګه د بهرنيو هېوادونو مداخلي او نور سياسي او اقتصادي, لاملونه دي کارول کیږي. له بده مرغه د زياترو هېوادوالو په جېبونو کې د خپل هېواد د پولي واحد پر ځای همدا د بهرنيو هېوادنو پولي واحدونه په خلاص مټ ګرځول کېږي او په بازار کې هم بېخاره چلېږي، چې تر اوسه يې لا هم له چا سره د مخينو کلک هوډ او ارداده نشته.

موږ د بهرنيو هېوادونو د پولي واحدونو، چې زموږ د ګران هېواد افغانستان په بېلابېلو ولايتونو لکه: هرات، فراه، هلمند، کندهار، پکتيکا، پکتيا، ننګرهار کې د ايراني تومانو او پاکستانۍ کلدارو او همدارنګه په کابل او ځينو نورو ولاياتو کې، د ډالر په شمول د يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو د پولي واحدونو باندې تجارت او را کړې ورکړې عيني شاهدان يوو.

د دغسې او دې ته ورته د بهرني هیوادونو د پولي واحدونو کارول له خپله هېواد سره د خيانت تر کچې تلقي کېږي او دا ځکه چي د خپل هېواد ملي اقتصاد ته زیان او هغوی ته ګټه رسېږي. هر څومره چي د نورو هېوادونو له پولې واحدونو څخه په را کړه او ورکړه کې زياته ګټه اخيستل کېږي په هماغه کچه یی ارزښت لوړیږي او برعکس د افغانیو ارزښت کمېږي، چې بايد داسې ونه شي او په دې برخه کې لږ تر لږه خپل مسؤوليت ادا او له خپل هېواد سره په دې برخه کې هم د مینې دعوه او خبره په اثبات ورسوو.

موږ خپل ډېر هېوادوال وينو، چې له يو شمېر ګاونډي هېوادنو په ځانګړې ډول پاکستان سره په سياسي، فکري او جغرافيايي لحاظ مخالفت لري، ولي بيا هم د هغه هېواد پولي واحد يې د مخې په جېب کې ايښی وی او ری هم نه پکې وهي، چې په دغسې شيانو سره په ښکاره ډول د هغه هېواد حيثيت، نوم او اقتصاد ته ګټه او خپل هېواد ته يو ډول زيان اړوي.

که موږ له خپلو ځانونو سره لږ هم فکر وکړو، خپلو ګرېوانونو ته سر ټيټ کړو او له منطق څخه کار واخلو، نو بايد چې د دغسې کارونو په ليدلو سره دا پوښتنه را منځته شي، چې موږ څنګه افغانان يوو، چې په خوله د خپل هېواد سره مينې دعوه کوو او د نورو هېوادونو سره خو په ښکاره مخالفت ښيو، مګر په حقيقت کې بيا بل ډول يوو.

که له يو چا څخه پوښتنه وشي البته دا پوښتنه مې خپلو هغو هېوادوالو څخه کړې ده، چې دا کار کوي او يا د نورو هېوادونو په ځانګړې ډول د پاکستانيو کلدارو او ايراني تومانو له ګرځونکو څخه کړې ده، چې تاسو ولي د هغو هېوادونو سره سرخت مخالفت ښه ياست، چې د هغوی پولي واحدونه په جېبونو کې ګرځوي؟ د دوی ځواب دا وي، چې « ولا، خو ورسره عادت شوي يوو او يا هم وايي، چې ټول دا کار کوي او ګټه هم پکې شته».

که چېرته يو څوک د خپل هېواد د ملي ارزښتونو څخه د دفاع خبره کوي، نو بايد چې بيا يې پولې واحد ته هم زيات د زيات ارزښت په سترګه وکتل شي او د يوه خورا مهم ملي ارزښت په سترګه ورته قائل شي، خو له بده مرغه، چې موږ د خپل هېواد او د هېواد د ملي ارزښتونو سره د مينې دعوه کوو، ولي په عملي ډګر کې بيا هيڅ هم نه يوو؛ په هغه څه کې چې زموږ ګټه وټه وي هلته نه د بل هېواد مخالفت پسې سر ګرځو او نه يې هم مخالفت کوو.

يوه خبره چې بايد په ډاګه وويل شي، هغه دا چې په تېرو وختونو کې موږ د خپل حکومت له لورې څخه د دغسې مسائلو د مخنيوي د يو نيم کمپاين شاهدان يوو، خو متاسفانه په دې برخه کې رښتينی کار نه شو تر سره او دا کار يواځې تر شعار پورې محدود شو د عملي اقدام کوم جدي څرک ونه لګېد او نه هم په دې برخه کې زموږ دولت کوم د عامي پوهاوي او د پولي واحد د ارزښت د څرنګوالي په اړه داسې کار وکړ، چې په مرسته يې د خپل هېواد د پولي واحد افغانۍ د کارولو کلتور را منځته شوی وای او عامو خلکو ته يې په دې برخه کې جدی خبر ورکړی وای، چې که چېرته له چا څخه د راکړې ورکړې په برخه کې ګير شوې، نو له سختې سزا سره به مخ شي او بل دا چې په بازار کې يې هم پر تجارانو او هټيوالو د مکافاتو او مجازاتو قانون عملي کړی وای، خو هغه د چا خبره ولانشکروکه.

دا چې تر اوسه په دې برخه کې کار نه دی شوی او نه هم تر سترګو کېږي، نو هغه د پښتنو په اصطلاح چې وايي: « ماهی چې هر وخت له اوبو څخه را وباسې تازه وي»، نو راځي اوس هم وخت نه دی تېر، راځي چې پرته له کوم دولتي څارنې او امر په دې برخه کې کار وکړو او له خپل هېواد سره د ملي ارزښتونو د ساتنې او ارزښت مينه په زبات ورسوو او په خپله د بهرنيو هېوادونو د پولي واحدونو د کارولو مخنيوی وکړو او په دې کار سره د خپل هېواد پولي واحد ته ارزښت او اقتصاد ته ګټه ور سوو.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 270 تاريخ : سه شنبه 27 آذر 1397 ساعت: 12:16