د مغزي سکتي نښې نښانې او د مخنیوي لپاره یې څو مهم ټکي

ساخت وبلاگ

ژباړه: مریم محمدي

روغتیاپالان وايي مغزي, سکته یا ستروک، چې په عامه اصطلاح کې (Cerebrovascular accident (CVA) بلل کېږي، هغه حالت ته ویل کېږي چې د هر عامل له امله مغزو ته د وينې د رسېدونکو رګونو د بندېدو یا رپچر (شلېدو) په نتیجه کې منځ ته راځي، پایله يې مرګ او یا هم د بدن د يوې برخې فلج دی.

د راپورونو له مخې هر کال نیم ملیون وګړي د مغزي سکتې یا د وینې د شریان د موضعي پړسوب او په دماغ کې د وینې د شریان د څیرې کیدو له کبله مري او هغه څوک چې د دې ناروغۍ نه ژوندي پاتې کیږي په شدیدو معلولیتونو اخته کیدای شي.

۱- د مغزي سکتې نښې نښانې, دا دي:
ـ په تګ کې ستونزه
ـ سربدالي یا د سرګرځېدا
ـ د بدن د موازينې په ساتلو او ارادي حرکاتو کې ستونزه
ـ په خبرو کولو کې ستونزه او همدارنګه د نورو په خبرو نه پوهېدل
ـ په لید کې ستونزه يا د سترګو تیاره کېدل
ـ د بدن د کومې برخې بې حسي یا کمزوري کېدل په ځانګړې ډول د مخ، زنګنونو، لیڅو، د حالتونه په ځانګړې ډول د بدن په يوې برخه کې معمولي دي.
ـ په ناڅاپي ډول سر دردي په تېره بیا کله چې له سرڅرخي له زړه بدوالي او کانګو سره مل وي.
پورته نښې کېدای شي په ناڅاپي ډول منځ ته راشي او امکان لري چې په لومړیو کې دومره شدېدي نه وي خو وروسته وروسته يې د شدت امکان زیات دی.

۲- ولي مغزي سکته رامنځ ته کیږي؟
ډاکتران وايي مغزي سکته هغه وخت را منځ ته کیږي چي وینه د انسان په بدن کي وړې غوټي پیدا کړي او هغه رګونه چي مغزو ته وینه رسوي، بند کړي، مغز ته وینه او اسکېجن نه رسیږي ، پایله یې مغزي سکته ده.
ـ ډيابیټ يا شکر ناروغي
ـ د سګریټو څکول یا د نورو د سګریټ د لوګي تنفس کېدل
ـ د وينې غوړ يا کولیسترول
ـ زیات وزن یا چاغښت
ـ د الکولو څښل
ـ د فزیکي فعالیت نشتوالی
ـ په ښځو کې د حاملګۍ د مخینوي دردملو زیات استعمال
ـ کورنۍ مثبته تاریخچه

۳- د مغزي سکتې کوونکو کسان سره باید داسې مرسته ورسره وشي:
ډاکټران وایي، د تاُسف له مخي ډیر کسان د مغزي سکتې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي دا ځکه چي هغه ته نږدې او حاضر کسان د مغزي سکتي, په علامو نه پوهیږي او په لمړي ګام کي یې یوه عادي او ساده ناروغي ګڼي. په داسي حال کي چي د مغزي سکتي علامو پېژندل دومره ګران نه دي .اول باید د مغزي سکتې علامي و پېژنئ او په دې څان پو کړئ چې ناروغه په کم وخت کي روغتون ته ورسوئ، د مغزي سکتې پیژندنه لویه پوهي نه غواړي.

هر څوک کولای شي د ناروغه له ظاهري حالت نه وپوهیږي چې مغزي سکته لري اوکه بل څه: له ناروغه سره باید داسې چلند وشي :
– له ناروغه نه وغواړئ چې و خاندي.
– له ناروغه نه وغواړئ چې خبرې وکړي .
– له ناروغه نه وغواړئ چې دواړه لاسونه پورته کړي .
– له ناروغه نه وغواړي چې خپله ژبه را وباسي .
– که ناروغه خندا نه شوای کولای او یا یې د خندا په وخت کي خوله کږېدل، خبري یې نه شوای کولای او یا یې خبري پرې پرې وي، لاسونه دواړه یا هم یو لاس نه شو پورته کولای او یا يې ژبه یوې خواته کږه وي، نو ناروغه له مغزي سکتې سره مخ دی، هر څومره چي ژر وي باید روغتون ته ورسيږي .

۴- د مغزي سکتې پایله څه ده؟
که ناروغ په داسې حالت کې د څو دقیقو په موده کې تر درملنې لاندي را نه شي، پایله به یې د بدني اعضاوو فلج وي.

ناروغ د خبرو حس له لاسه ورکوي، لاس یا پښه او یاهم دواړه یې فلج کیږي، که ژوندی پاتي شي، د ژوند تر اخیري لحظې پوري به د نورو مرستي ته اړتیا ولري .

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 225 تاريخ : سه شنبه 20 آذر 1397 ساعت: 16:41