د کامیابو کسانو ۱۰ مثبت کاري عادتونه

ساخت وبلاگ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

بريالي کسان ډېر مثبت, کاري, عادتونه, لري. په هره زمينه کې د کار سره مينه او علاقه د ښې پايلې لري او د بريالیتوب سبب کېږي. کله نا کله که جسما ستړي کېږو، نو روح او روان مو همغسې چمتو وي. دا په ياد ولرئ چې سالم بدن او هوښيار عقل مو غوره پانګې دي. که ډېر سټرس لرئ او تر فشار لاندې ياست، هڅه وکړئ چې استراحت وکړئ؛ ترڅو انرژي مو تازه شي. سبا، بله ورځ ده.

په دې ليکنه کې به تاسو ته د برياليو کسانو, ۱۰ مثبت کاري عادتونه وړاندې شي.
دا کړنلارې وازمايئ:

۱) برنامه جوړه کړئ
يوه کوچنۍ کتابچه بايد له ځان سره ولرئ او د هغې له مخې د ځان لپاره برنامه جوړه کړئ.
هغه کارونه چې له سهار څخه تر شپې پورې ترسره کوئ، په هرې ځانګړې پاڼې کې يې ياد داشت کړئ. هغه کارونه چې ترسره کوئ، ټېک مارک يې کړئ.

۲) لږه ډېره هڅه وکړئ
انګېزه ډېر اهميت لري. که تاسو ته په کاري ځای کې د ۸ ساعتونو د کار کولو لپاره حقوق درکوي، يوازې د دې لپاره چې حقوق درکوي؛ کار مه کوئ. ځيني وختونه له ۸ ساعتونو څخه ډېر کار وکړئ، البته چې کله اړتيا وي او ځيني وختونه حتی پرته د حقوقو له اخېستلو څخه هم کار وکړئ.

۳) د ورځې د ۸ ساعتونو څخه ډېر کار وکړئ
معمولا هغوی چې د ورځې په جريان کې ۸ ساعتونو څخه ډېر کار کوي، بريالي کسان دي. دغه کسان حتی په کور کې هم د ځينو کارونو د ترسره کولو لپاره وخت لري. د کار ترڅنګ زدکړې هم کوي او د زده کړې ترڅنګ نيمه وخت کارونه هم کوي. دوی کولی شي چې ناظر او مدير شي.

۴) په خوښۍ او رضايت سره کار وکړئ
هغه وخت لاسته راوړنې او ښې پايلې ترلاسه کوئ چې په خوشحاله روحيې سره کار وکړئ. خوښ پاتې کېدل مو بايد له کاري چاپېريال څخه خپل کور او کورنۍ ته هم ولېږدوئ.

۵) هغه کسان چې ستاسو په کاري محل کې دي، ورسره مينه ولرئ
له غيبت کولو څخه ډډه وکړئ. ټولو ته احترام ولرئ او کاري قوانين مراعات کړئ. همکارانو ته مو د کورنۍ د غړو په سترګه وګورئ او هغوی سره د صداقت او مسوليت منلو له مخې چلند وکړئ.

۶) سالم او منظم واوسئ
ښه او سالمه خواړه وخورئ، سخي واوسئ. د کار ځای مو دويم کور وګڼئ. که په اداره کې د لوړې رتبې خاوندان ياست، بايد د خپلو کارکوونکو له حقونو څخه دفاع وکړئ او د ستونزو پر وخت يې لاسنيوی وکړئ. که په اداره کې د ټيټې رتبې کارکوونکی ياست، بايد د ټولو لوړ رتبه و مامورينو احترام وکړئ او تل په خپل کار تمرکز ولرئ.

۷) هغه ځای کې چې کار کوئ، ورته ژمن پاتې شئ؛ خو سالمې نيوکې مو مطرح کړئ
د يوې ادارې يا شرکت کارکوونکي بايد خپلې ادارې ته په هر حالت کې ژمن پاتې شي.
که کارکوونکي شکايت ولري، بايد مطرح يې کړي او د حل لاره هم ورته ومومي. اداري جلسې په همدې موخه ترسره کېږي.

۸) له کارکوونکو څخه ملاتړ وکړئ او هغوی ته انګېزه ورکړئ
کارکوونکو ته ازاد چاپېريال رامنځ ته کړئ او له قيد ګيرۍ څخه ډډه وکړئ، هغوی ته کاري وړتياو د برابرولو په موخه د سيمينارونو او ورکشاپونو ترڅنګ ځيني تفريحي پروګرامونه هم برابر کړئ.

۹) په دې پوه شئ چې پيسې وروسته له خدمت څخه ارزښت لري
ښه کار د حق الزحميې څخه هم پورته ارزښت لري. خپل کار مو ادارې ته ډالۍ کړئ او کاري ځای ته مو د معنويت له اړخه لومړيتوب ورکړئ.

۱۰) موسکا وکړئ او د همکارانو ترڅنګ مو له کار کولو څخه خوند واخلئ.
همکارانو سره په کاري برخه کې مرسته او همکاري وکړئ، د ډوډۍ پر مهال يوځای پاتې شئ. په ډله ييزو کارونو کې برخه واخلئ. په دې پوه شئ چې هر انسان د الله تعالی ارزښت لرونکی مخلوق او د ځانګړو وړتياو لرونکی دی.

لويه ربه، له تا څخه مننه کوو چې موږ ته دې دا توفيق راکړی چې د خپل کار په وسيله نورو ته خدمت وکړو.
موږ ته ارامښت او برياليتوب په نصيب کړه!

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 230 تاريخ : سه شنبه 20 آذر 1397 ساعت: 16:41

خبرنامه