د واده کولو روغتیایي ګټې

ساخت وبلاگ

ژباړه: مریم محمدي

راځئ نن د واده, له ګټو دلته ځان خبر کړئ:

۱- واده د ذهني فشار کمه کوي
د جاپان د یوکوهاما پوهنتون څېړونکي وايي مشروع جنسي اړیکې د اکسي توکسین هورمون کچه لوړوي، دغه هورمون د مینې هورمون به نوم پېژندل کیږي چې د زړونو د نږدې کېدو او باور په برخو کې مرسته کوي، چې په نتیجه کې له بې ځایه اندیښنو میرمن او خاوند ژوغول کیږي او همدا لامل دی چې د ذهني فشار مخه هم نیسي.

۲- د زړه د حملې مخنیوی کوي
روغتیاپالان وايي چې جنسي روغتیا له جسمي روغتیا سره برابره ګڼل کیږي. یو شمېر د لوړ عمر کسان بیا په دې باور دي چې ښايي د جنسي اړیکو پر مهال یې زړه ودریږي. خو څېړنکو موندلې چې په منظمه توګه مشروع جنسي اړیکې د زړه له درېدو سره هیڅ تړاو نه لري. آن دا چې جنسي اړیکې د زړه د درېدو یا سکتې په مخنیوي کې مهم رول هم لري.

۲- واده وزن نورمال ساتي
څېړنه ښوندې، چې د مجردان په نسبت د متاهلو د چاغېدو چانس ډېر کم دی. په هر ځل جنسي اړیکو کې تر ۸۵ کالوریو پورې سوځویږي، چې د انسان د وزن په نورمال ساتلو کې د ورزشي حرکتونو په څېر ګټه لري.

۳- د ویني په فشار ښه اغیزه لري
ډاکتران وايي مشروع جنسي اړیکې د وینې فشار په ټېټدو او د فشار په کمېدو کې مهم رول لري.
هغه کسان چې په منظم ډول جنسي اړیکې ساتي د هغوی د وینې فشار نورمال وي، آن د ژوند د ملګري په غېږ کې نیول هم په ښځو کې د وینې فشار د ټیټېدو لامل کیږي.

۵ـ پر ځان باور ډیره وي
هغه کسان چې د ژوند په چارو کې له ستونزو سره مخ دي او آن نه شي کولای چې ډیر عادي چارې هم په ښه توګه تر سره کړي، نو ورته په کار ده چې واده وکړي.

د څېړنو له مخې مشروع جنسي اړیکې پرځان باور پیاوړی کوي. ان هغه کسان چې پر خپل نفس ډېر باور هم لري هغوی هم د ښه احساس لرلو لپاره مشروع جنسي اړیکې دې ټينګې کړي.

۶- سرطان مخنیوی کوي
د روغتیا پالانو له نظره هغو کسانو چې واده یې کړی په عمومي توګه د ښه روغتیایي, بیمې لرونکي دي، او هغه نارینه دي چې عمر یې د ۳۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ وي، مشروع جنسي اړیکې د عمر په راتلونکو کلونو کې د پروستات په سرطان اخته کېدو امکان راکموي. همدارنګه د مشروع جنسي اړیکو په وسیلې د سر درد په ګډون یو شمېر دردونه ښه کیږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 230 تاريخ : سه شنبه 20 آذر 1397 ساعت: 16:41

خبرنامه