د شپږيزو افغان باچا د نړيوال جام ارمان لري!

ساخت وبلاگ

ليکنه: مدثر دعوت

په نړۍ کي ډير کم لوبغاړي دي چي په لږ وخت کي مشهوره سويدي،او نوم يې يو دم د کرکيټ د مينوالو په ژبه او فکر کي وي،يو ددغو لوبغاړو څخه حضرت الله ځاځی دی.

حضرت الله ځاځی د ۱۹۹۸ز کال د مارچ مياشتي په ۲۳مه نيټه زيږيدلی او د پکتيا ولايت اوسيدونکی دی.

ځاځي سره د کرکيټ شوق له ماشومتوبه وو، دا تاثر د افغان, کرکيټ ملي لوبډلي سر پر سر برياوي او په نړيوال,ه سطحه ښه ځليدل وو.

نوموړي د ليسټ اې لوبو پيل په غازي امان الله خان يو ورځنيو لوبو ټورنمينټ کي د امونهنګانو لوبډلي سره د ۲۰۱۷ز کال د اګسټ مياشتي په لسمه نيټه وکړ، په ۱۱ ليست اې لوبوکي يې ۲۴۱ منډي کړي چې يوه سليزه هم پکښې لري.

خو پړسټ کلاس لوبي يې د بند امير لوبډلي لپاره په احمدشاه بابا څلور ورځنيو لوبو کي د ۲۰۱۷ز کال د اکتوبر په شلمه نيټه پيل کړلې،د پړسټ کلاس په ۱۷ لوبو کي يې ۱۲۴۶ منډي کړي، ۳ سليزي او ۸ نيمه سليزي لري.

لومړنۍ نړيواله شل اووريزه لوبه يې په ۲۰۱۶ز کال د ډسمبر په ۱۶مه نيټه د عربي اماراتو په وړاندي ترسره کړل،خو د ۲۰۱۸ز کال په اګسټ مياشتي کي يې د ايرلينډ په وړاندي په شل اووريزه لوبه کي په ۲۲ توپونو نيمه سليزه ووهل چي دا په نړيوال کرکيټ کي تر بل هر افغان لوبغاړي تيزه نيمه سليزه ده.

په ۳ نړيوالو شل اووريزو لوبو کي يې ۱۷۴ منډي کړي چې ۲ نيمه سليزي لري او ترټولو لوړ سکور يې ۸۲ منډي دي.

حضرت الله د همدې ۲۰۱۹ز کال د اګسټ مياشتي په ۲۷مه نيټه خپل لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه د ايرلينډ په وړاندي ترسره کړل.

شل کلن کيڼ لاسی توپوهونکی تر ټولو ډير هغه مهال مشهور سو چي په يو اوور کي يې ۶ شپږيزي ووهلې.

په افغانستان غوره ليګ لومړي پړاو ۱۴مه لوبه کي د بلخ لوبډلی د ۲۴۵ منډو هدف په وړاندي کابل ځوانانو ته پکار وو دوی هم بريدګره لوبه ترسره کړي.

حضرت الله ځاځي دلوبي په څلورم اوور کي د عبدالله مزاري په وړاندي ۶ شپږيزي ووهلې او په شل اووريزو لوبو کي يې دوه ريکارډونه جوړکړل.

په ۱۲ توپونو نيمه سليزه چي يوازي کريس ګيل او يوراج سينګ وهلي وې او د ۶ شپږيزو, ريکارډ.

نوموړي د کابل ځوانانو لپاره په ۱۰ لوبو کي ۳۲۲ منډي جوړي کړلې،او دلومړي لوبغاړي په حيث يې سليزه هم ترسره کړل.

په افغانستان غوره ليګ کي د حضرت ځاځي ښه ځليدل ددې لامل سو چي په لس اووريز ليګ کي د مراټا عربينز لوبډلي او ۲۰۱۹ز کال بنګلديش پريمر ليګ کي د ډهاکه ډينماينټز لوبډلي لخوا واخيستل سو.

په هر صورت اوس حضرت ځاځی نړيواله څيره ده اوشايد د ۲۰۱۹ز کال هندوستان پريمرليګ لپاره بولۍ کي هم واخيستل سي خو دده فکرونه او هيلي نوري دي.

ځاځی وايي هيله او ارمان, لري چي په نړيوال جام کي ولوبيږي د افغانستان لپاره وياړونه راوړي او دخپل هيواد مثبته څيره نړۍ ته وښيي.

د حضرت ځاځي د توپوهني انداز او باجراته لوبه ترسره کول ددې وړاندوينه کوي چي يو ورځ به هتماً دا پياوړی لوبغاړی د راشدخان،محمدنبي او مجيب الرحمن ترڅنګ د نړۍ په ډيرو لويو ليګونو کي ولوبيږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 584 تاريخ : دوشنبه 19 آذر 1397 ساعت: 21:39