د يو بريالي کاري ټيم د رامنځ ته کولو لپاره دا ۵ لارښوونې عملي کړئ

ساخت وبلاگ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

د يو شرکت، کمپنۍ او يا هرې ادارې اداره کول اسانه او ساده کار نه دی. په ځانګړي توګه که تاسو د داسې يو شرکت مشري په غاړه لرئ، چې د هغې ادارې د چارو د مخ ته وړلو لپاره, دومره په اداره کې نه ياست او ډېری وخت مو له دفتر څخه بهر تېرېږي. که په مختلفو ښارونو کې د مختلفو ټيمونو د کنټرول مسوليت په غاړه لرئ، دا نو بيا بيخي ستونزمن کار دی.

آیا پرته له دې چې تاسو د يو او بل په څنګ واوسئ، هم کاري, کول به ممکنه ده؟ څنګه کولی شئ چې د لرې واټن څخه خپل ټيم رهبري او کنټرول کړئ؟

په دې کار کې د بريالي,توب لپاره بايد يو غښتلی او ژمن ټيم ولرئ، داسې ټيم چې کله په اداره کې رئيس نه وي؛ نو بيا هم کارونه په ښه ډول مخ ته لاړ شي. د يو شرکت کارکوونکي د باسکېټبال د ټيم يا لوبډلې په څېر دي؛ که له يو او بل سره نه وي نو نشي کولی چې بريا ترلاسه کړي.

تاسو د يو شرکت د مشر يا مدير په توګه بايد په دې پوه شئ چې د ټيم هر غړی مو په اداره کې ارزښت لرونکی رول لري. که غواړئ چې شرکت مو بريالی وي، نو ټيم مو بايد خپل منځ کې اتفاق او همغږي ولري. په دې ليکنه کې به تاسو د يو بريالي او غښتلي کارډلې يا ټيم د جوړولو په اړه ۵ لارښوونې, وړاندې شي:

۱- اعتماد او احترام رامنځ, ته کړئ
کاري چاپيريال بايد د اعتماد او احترام پر بنسټ رامنځ ته شي. پرته له دې دوه مورادو څخه د يو ټيم برياليتوب ناممکنه دی. يو شرکت د يوې کشتۍ په څېر دی چې د طوفانونو او ستونزو په منځ کې د خپلې موخې لپاره مزل کوي. د ټيم مشر بايد په کارکوونکو او کارکوونکي په مشر يا مدير اعتماد ولري. د ادارې پر وړاندې خنډونه د اعتماد او احترام په مرسته له منځه تلی شي. که تاسو د شرکت مديريت او کنټرول په غاړه لرئ او ډېری وخت له ادارې څخه بهر ياست، پکار ده چې په خپل کارډلې پوره اعتماد او باور ولرئ. کارکوونکي مو بايد پرته له وېرې او د ټاکلو اصولو په اساس کار ته اړ کړئ. د ادارې چاپېريال مو بايد د کارکوونکو لپاره ستړی کوونکی او قيد نه وي.

۲- په خپله خبره ولاړ پاتې شئ
که غواړئ په ټاکلې موده کې د خپلې ادارې څخه ښه پايله ترلاسه کړئ او د کار پايله مو روښانه وي، بايد په خپلو ژمنو او خبرو ژمن پاتې شئ. تاسو به همغه څه لاس ته راوړئ، چې وړاندې کړي مو وي. که ژمنه کوئ چې يو کار ترسره کوئ، نو هرو مرو يې ترسره کړئ. کله مو چې کارکوونکي متوجه شوه چې تاسو خوش قوله او اعتمادي کس ياست، نو هغوی به هم ستاسو چلند د ځان لپاره کاپي کړي.

۳- له ټولو کارکوونکو سره مو جلسه ونيسئ
که غواړئ خپل کار او بار ته رونق او پراختيا ورکړئ او کارډله مو لويه کړئ؛ بايد له ټولو کارکوونکو سره مو مرسته وکړئ چې له يو او بل سره ښه وپېژني. حد اقل په مياشت کې يو ځل او حتی ډېرې جلسې د ټولو کارکوونکو ترمنځ رامنځ ته کړئ. د رسمي جلسو ترڅنګ ځيني تفريحي پروګرامونه هم د کارکوونکو ترمنځ بې ګټې نه دي. د کارډلې ترمنځ مو ځيني ورزشي او د ادارې څخه بهر ځيني پروګرامونه جوړ کړئ، ترڅو د ټولو کارکوونکو ترمنځ مو تګ راتګ او پېژندګلوي رامنځ ته شي.

۴- اختلافات او حسادتونه پر وخت کنټرول کړئ
دا يوه معمول خبره ده چې په هره اداره کې کله ناکله اختلافات او حسادتونه رامنځ ته کېږي. کله چې په يوې ادارې کې د کارکوونکو ترمنځ د ځينو مسائلو له امله تضاد رامنځ ته شي، بريالي مدير ته پکار ده چې په سړه سينه او پوره حوصلې سره ستونزه هواره کړي. لومړی بايد د ستونزې نوعيت معلوم کړئ او په دويم پړاو کې بايد د دواړو مقابل لوريو خبرو ته غوږ ونيسئ او د جنجال د پېچلتيا د مخنيوي په موخه بايد ژر تر ژره لاس پکار شئ.

۵- د نويو کارکوونکو د استخدام په برخه کې له ټيم سره مشوره وکړئ
که د اداري چارو د لا ښه والي او يا هم د اړتيا له مخې نوي کارکوونکي ته ضرورت پيدا شي، بايد خپل ټيم سره يې په اړه مشوره وکړئ. دا سمه ده چې نوی کارکوونکی بايد ستاسو د غوښتنې او د ادارې د ضرورت په اساس استخدام شي، خو د کارکوونکو مشوره او غوښتنه هم په پام کې ونیسئ؛ ځکه نوی کارکوونکی به ستاسو د ټيم سره مخامخ او پاتې کېږي، نه تاسو سره.

د پورته لارښوونو ترڅنګ هڅه وکړئ چې د کارکوونکو د کاري وړتيا د لوړلو لپاره هغوی ته ځيني سيمينارونه او ورکشاپونه هم برابر کړئ چې د خپلو نيمګړتياو د رفع کولو, لپاره ترې ګټه پورته کړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 252 تاريخ : دوشنبه 19 آذر 1397 ساعت: 21:39