د اولادونو ترمنځ توپير کول

ساخت وبلاگ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

معمولاً والدین ادعا کوي، چې د خپلو اولادونو, ترمنځ, توپیر نه کوي، په داسې حال کې چې د اولادونو نظر تر ډېره بل شان دی او فکر کوي، چې مور او پلار یې تل د دوی یو له ورونو او خویندو ته ډېر پام کوي او پرې مهربان دي.

ځیني وخت خپل مشر اولاد ته ډېر پام کوئ؛ یوازې په دې توجیې سره، چې هغه تر ډېره تاسو ته تېر وختونه در په یادوي، کله وخت هم له خپل کوچني اولاد سره ډېره اړیکه لرئ، ځکه ډېر خوږ معلومېږي. کله وخت د نورو اولادونو په پرتله مو یو ډېر ښکلی دی او داسې نور…

له بده مرغه کله وخت جنسیت هم د دې سبب ګرځي، چې له هغو سره توپیری چلند ولرئ؛ دا ډول چلندونه به د ژوند په بېلابېلو برخو کې ستاسو اولادونو ته ډېر زیات زیان ورسوي، چې کله وخت به یې جبران ډېر سخت، ستونزمن او ناشونی وي.

دوه اړخیز زیانونه:
معمولاً والدین له خپلو ټولو اولادونو سره یو شان مینه لري، خو کله وخت نه شي کولای، چې له هغوی سره ورته چلندونه ولري، همدا موضوع د دې سبب ګرځي، چې د مور او پلار او اولادونو ترمنځ ډېرې ستونزې را پیدا شي او د دوی ترمنځ په اړیکه باندې بده اغېزه کوي، سر بېره پر دې په اولادونو کې هم ځینې چلندیزې ګډوډۍ را منځته کېږي.

دې ته باید پام وکړئ، چې دا زیانونه دوه اړخیز دي، یعنې هغه اولاد به هم له ستونزو سره لاس و ګرېوان شي، کوم چې ډېره پاملرنه ورته کېږي او په راتلونکې کې نه شي کولای، چې په عاطفي، کاري او ټولنیزو اړیکو کې بریالی شي او هم هغه اولاد به ډېر زیات زیان وویني، چې ورته پام نه دی شوی او معمولاً په نفس باندې به اړین اعتماد ونه لري، یا په ځان باندې به له ډېر کم باور څخه برخمن وي او اجازه به ورکړي، چې نور ورسره رټونکی چلند ولري.

توپیرونو ته پاملرنه:
دې ټکي ته پام ډېر زیات مهم دی، چې والدین نباید د خپلو اولادونو ترمنځ توپیر وکړي، البته دا په دې مانا نه ده، چې له ټولو سره دې یې یو ډول چلند وکړي، ځکه د بېلابېلو لاملونو په پام کې نیولو سره، له هر یوه سره یې، لکه څنګه چې اړینه ده او جنسیت، عمر، او په کورنۍ کې یې موقعیت ته په پام سره، توپیري چلندونه ولري. د بېلګې په توګه: آیا هغه ډالۍ او یا سزا، چې یو له خپلو اولادونو ته قایلېږئ په یوه بڼه وي؟
په حقیقت کې تاسو باید هرومرو په خپلو ټولو اولادونو باندې یو شان پام وکړئ، خو دا پام کولای شي، په بېلابېلو ډولونو څرګند شي. د اولادونو په روزنه کې د دې ډول توپیرونو شتون هېڅ ستونزه نه را منځته کوي، خو کله چې د هغوی ترمنځ توپیر کوئ، نو وړتیاوې او استعدادونه یې په سمه توګه وده نه کوي.

میندې او پلرونه، په دې لاملونو باندې په پوهېدلو سره بېره، باید هڅه وکړي، چې د خپلو اولادونو ترمنځ توپیر ونه کړي او د هغوی اړتیاوو ته په پام سره باید هرومرو، له هغوی سره سم چلند وکړي.

کله وخت ماشومان د یو بل له چلند څخه تقلید کوي، ترڅو وکولای شي، د خپلو والدینو پام ځانته را واړوي، همدا موضوع د دې سبب ګرځي، ترڅو ونه شي کولای، چې خلاقیت ولري، سره بېره پر دې د اولادونو ترمنځ توپیر کول، په هغوی کې نا امني او حسادت را منځته کوي.

د توپیرونو د رامنځته کېدو لاملونه:
د ماشومانو د زېږون ترتیب: یو له مهمو لاملونو څخه د هلکانو د زېږون ترتیب دی. دا موضوع په چلند کې او د ماشومانو د ستونزو منلو په ډول کې د ځینو توپیرونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي. د بېلګې په توګه: د کورنۍ لومړي ماشومان تر ډېره له خپلو والدینو سره زیاته اړیکه لري او والدین هم معمولاً هغو ته ډېر وخت ځانګړی کوي، خو دا چاره په دوهمو ماشومانو کې ډېره کمه تر سترګو کېږي او ښایي په ډېری مواردو کې حتا حق یې هم ضایع شي.

ناڅاپي پېښې:
کومې پېښې، چې په کورنۍ کې را منځته کېږي، له خپلو ماشومانو سره د والدینو د چلند په څرنګوالي کې ډېر اغېز لري. د بېلګې په توګه: کله چې والدین ځوانان دي، له هغه وخت سره یې چلند توپیر کوي، کوم چې عمر یې لوړېږي، د عمر په لوړېدو سره یې حوصله کمېږي او نه شي کولای، چې د خپلو اولادونو لپاره، ډېر وخت په پام کې ونیسي.

د ماشومانو جنسیت او ظاهر:
د ماشومانو جنسیت یو بل لامل دی، چې د دې سبب ګرځي، ترڅو د والدینو پام خپلو اولادونو ته په یوه کچه نه وي، دا ډول توپیر ښایي وکولای شي، ډېر ماتونکی وي، له بلې خوا کله وخت مور او پلار د خپلو اولادونو ظاهر ته په پام سره، له هغوی سره چلند کوي. د بېلګې په توګه: که چېرې یو د اولادونو څېره یې خپلو یو له والدینو ته ورته وي، نو تر ډېره په هغه کې خپل وجود ویني او هغه ته ډېره زیاته پاملرنه کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 205 تاريخ : دوشنبه 19 آذر 1397 ساعت: 21:39