د تامیل فلمونو اداکارې ریا میکا ځان وواژه !

ساخت وبلاگ

د هندوستانۍ سېنما د فلم یوې ستورې په خپله غاړه کې په رسۍ اچولو سره خپل ژوند ته د پای ټی کېښود.

هندوستانۍ رسنۍ وایي، د تامیل, فلمونو, مشهوره اداکارې, ریا میکا, ځان زندۍ کړی او مړه شوې.

د رپوټونه له مخې، ریا میکا, ۲۶ کلنه وه او په داسې حال کې یې جسد موندل شوی چې رسۍ یې له غاړې تاو وه، خو دا چې د جسد سره یې کوم خط نه دی موندل شوی تر اوسه یې د ځان وژنې لامل نه دی معلوم.

د رپوټ له مخې، د دغې اداکارې, د ځان وژنې یوه ورځ وړاندې د هغې ملګري(Boy Friend) ورته ټیلیفون کړی و، خو دا چې کله یې د دوهمې ورځې لپاره یې هم د هغه موبایل ته ځواب ورنکړ، نو یې سودا شوې او کله چې د خپلې ملګرې ریا میکا, کور ته ځي نو ورور یې هم خبروي.

وروسته بیا د اداکارې, ملګري او ورور د هغې د کوټې دروازه ورټکولې خو کله چې يې بیا هم ځواب ونه موند نو مجبور شول چې د کړکۍ له لارې کوټې ته داخل شي.

د معلوماتو له مخې، په کوټه کې د اداکارې, جسد په داسې حال کې ومونده چې له ستونې یې رسۍ تاو ده چې د جسد تر موندلو وروسته یې پولیسو ته خبر ورکړ.

تر اوسه د دغې اداکارې, د ځان وژنې په تړاؤ څه نه دي ویل شوي او نه یې د ځان وژنې لامل روښانه شوي.

هندوستانۍ رسنیو کې د خپریدونکو رپوټونو له مخې، دغې اداکارې, په زیاتو تامیل, فلمونو, کې مرکزي رول ادا کړی، خو دا چې په دې وروستیو کې ورته په فلمونو, کې کار نه ؤ پيدا شوی، نو رسنۍ یې د ځان وژنې یو لامل همدا په ګوته کوي، دا چې نور کوم لاملونه به لري او که نه، وروسته به معلوم شي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 262 تاريخ : چهارشنبه 14 آذر 1397 ساعت: 5:58

خبرنامه