د یوه فوق العاده ژوند لرلو په موخه دې ۸ څیزونو ته اړتیا نه لرئ

ساخت وبلاگ

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي

دا طبیعي خبره ده چي موږ ټول همېشه ددې غوښتونکي یوو چي ښه تر سو، ډېر ولرو او ډېر کارونه وکړو. خو د ژوند, په لاره کي موږ دا هېروو چي د خوشحاله اوسېدو له پاره چي چشي ته موږ اړتیا, لرو هماغه څه دي چي مخامخ زموږ پر وړاندي پراته دي. موږ د کامیابۍ په تلاش کي هېروو چي ځانو ته ووایو چي بس یوو، کافی یوو او همدا اوس هرڅه لرو. ولي هرڅه په بدخُلقۍ سره خراب کړو؟ ولي همدا اوس خوشحاله ونه اوسو؟ لاندي هغو ۸ ټکو ته نغوته کوو چي د خوشحاله اوسېدو او ستاسي له حاله د ګټي اخیستو له پاره هغو ته هیڅ اړتیا, نلرئ:

– ¬پر تېرو سوو تېروتنو اندېښمن کېدل
دا رښتیا چي په تېر کي مو کومه تېروتنه کړې ده د موسکا او خندا له پاره یو بل سبب دئ چي باید وخاندئ او خوشحاله اوسئ. حیران سواست؟ رښتیا خو دا دي، چي که په ژوند, کي مو هیڅ تېروتنه نه وای کړې، نن چي پر څومره اړینو او مهمو څیزونو, پوهېږئ بیا نه پرې پوهېدلاست. ژوند, خپلي لوړي او ژوري لري او دا د ژوند, رنګین واله دي. تجربه د زدکړي بهترینه لاره ده؛ او یا هغه چي وایو د کامیابۍ ځینې د ناکامۍ له خښتو جوړي دي، نو که ونه غورځېږو؛ نوي څه به هم نه سو زده کولی. ستاسي پرون/تېر چي هرڅومره هم سخت تېر سوی وي، په هیڅ صورت باید ستاسي د راتلونکي مخه ډب نکړي. ولي خپل ځان پازابوئ او ددې پر ځای چي پر خپل حال او راتلونکي تمرکز وکړئ ځان په تېر کي راګېروئ؟ تاسي د خپل ژوند, مسئول یاست. که ددې په خاطر چي بېرېږئ بیاځلي له ماتي سره مخ نه سی، ځان د راتلونکو له ښو موقعو او اتفاقاتو چي ممکن درته پېښ سي، مه محرومه کوئ. ځکه چشي چي مهم دي دا دي چي همېشه کولی سئ ولاړ سئ او خپل مزل ته ادامه ورکړئ.

– هره یوه پېښه چي په هر وخت او هرچېري پېښېږي
ستاسي هرڅه همدا نن (حال) دي. ښه یا بد موږ و ټولو ځایو او وختو ته لاسرسی نلرو. دا چي پر بلي ورځي یا بل وخت تمرکز وکړئ یوازي ستاسي حال خرابوي. د Click فلم به مو لیدلی وي؟ په یاد فلم کي د فلم د کیسې د اصلي شخصیت یو ریموټ کنټرول په لاس کي وي، چي کولی سي د ژوند, لحظې ورباندي واړوي راواړوي؛ یا په بله اصطلاح رد و بدلې کړي. بلاخره چي د خپل ژوند ټولي صحنې او لحظې سره واړوي راواړوي اصلاً له هغو هیڅ خوشحاله نه وي. دلته نو پوه سي چي یوازینی څیز چي ټول انسانان ئې لري همدا نن (حال) دئ او که وغواړئ چي دا لحظه رد کړئ، خپل ټول ژوند به مو نیست او نابود کړی وي. ډېری انسانان د جایزې په تمه وي او کله چي جایزه ترلاسه کړي بیا هم خوښ او راضي نه وي. د سرو زرو د مډال په لوري لاره تر هغه مډال ډېره بهتره ده چي د کار په پایله کښې ترلاسه کوئ. نو کوشش وکړئ چي له لاري خوند واخلئ، د لارې ښې او بدي لحظې پسي پرېږدئ او یوازي درس ورڅخه واخلئ. راتلونکی چي هر رقم وي راځي. نو بهتره به وي چي همدا نن یو څه وکړئ.

– د خوښي او علاقې وړ وخت
موږ همېشه یو شی هېروو هغه دا چي باید ځانو ته ور په یاد کړو چي د کوم څه د پیلولو له پاره خامخا د خیالي او افسانوي وخت په تمه ونه اوسو. د نېکمرغۍ او خوشبختۍ په اړه هم داغسي، باید په تمه ونه اوسو چي ته وده نور به موږ نېکمرغه کړي، یا باید نېکمرغي او خوشحالي خپله رامنځ ته کړو. دا کار هاله کولی سو چي د ژوند په اړه د خپل فکر ډول تغیر کړو. د هغو کوچنیو څیزونو, په ارزښت او قدر پوهېدل چي په ژوند کې لرو زموږ د اطرافیانو په وړاندي زموږ په لید او نظر کي د پام وړ تاثیر لري. له هري لحظې خوند واخلئ او ښایست و رونق د ژوند په معمولي او عادی څیزونو, کي وګورئ څو پوه سئ چي که هره ورځ خوشحاله اوسئ ډېر څه ته اړتیا, نلرئ.

– د ژوند له فصلونو بېرېدل
لکه څرنګه چي اقلیمونه بېلابېل فصلونه لري، زموږ ژوند هم همداسي دئ. که فکر وکړئ په ژوند کي هرڅه بدلېدونکي او اوښتونکي دي. هیڅ شی د همېشه له پاره پر خپل ډول نه پاتېږي حتا موږ هم نه. ډاډه یوو موږ چي تېر کال څرنګه وو سږ هغسي نه یوو. ځکه نو همدا وروستنی ځل مو چي له څشي د سټریس او فشار احساس وکړ، ځانو ته ور په یاد کړئ چي په ژوند کي هیڅ شی هم تلپاتي نه وي، حتا ستاسي اندېښنې او فکرونه هم نه. په یاد مو وي، چي نن د ژوند په کومو پېچلومو کي راګېر یاست یوازي ستاسي د ژوند یوه دوره ده او په پیاوړي پاته کېدو سره کولی سئ په آسانۍ سره له هغو راووزئ. دا چي د ژوند پر ټولو عرصو واک او کنټرول نلرئ د بېرېدو اړتیا, نسته. ځیني وختونه باید نوي څیزونه وازمایئ چي نوي څه زده کړئ څو وده وکړئ او لا پیاوړي او غښتلي سئ. یوازي په دې دلیل چي ټوله انځور نه وینئ په دې معنا نه دي چي هیڅکله هغه نه سئ لیدلای.

– هرڅه چي نې لرئ
یوازي په دې خاطر چي خپلو ټاکلو موخو ته نه یاست رسېدلي دا په دې معنا نه دي چي ځان به همدا لحظه خوښ او خوشحاله نه ساتئ. شاید تاسي به فکر کوئ چي هرکله خپلو غوښتو موخو ته ورسېږئ نو هغه وخت به تاسي خوشحاله اوسئ. دا یو فرېب دئ. باید چي څوک یاست او چشي لرئ وئې ستایئ. له هري لحظې چي تېروی ئې، هر واري چي پر ځمکه راپرېوزئ، هر واري چي ولاړېږئ، هر چا چي ترڅنګ مو ناست دئ او له هر کسه چي تاسې یوازي پرېښي یاست؛ منندوی او شکر کښونکي واوسئ. ارزښت او قدرپېژندنه د نېکمرغۍ په لور یوه له خورا لنډو لارو څخه ده.

– د نورو تائیدول
ډېری کسان د خپل واقعي ځان په ښکاره کولو کي وېره لري ځکه داسي تصوروي چي که خپل واقعي ځان ښکاره کړي د نورو د قبول وړ نه ګرځي؛ نو همېشه ئې پر څېرو یو کاذب ماسک وهلی وي. هغوی کوشش کوي چي له ځانو څخه د نورو د توقعاتو په پوره کولو سره خپل ژوند پر مخ بوزي. ډېری وختونه دا کسان تر هغو چي د ځانو سره کافی وخت نه تېروي دې مسلې ته فکر نه کوي. دا که یوازي د خپل ځان له پاره وخت تېر کړي ستاسي د ژوند کیفیت لوړوي. سبب کېږي چي خپل افکار راټول، ژوند پر اولویتونو تقسیم او د ځان په اړه ډېر څیزونه بیامومئ. له ځان سره وخت تېرول مرسته کوي چي له خپلو احساساتو سره اړیکه ټینګه کړئ او پوه سئ چي د خپل ژوند مهمترین کس تاسي خپله یاست. نو ولي دې ته فکر کوئ چي نور به څه وايي؟ ولي باید خپل اصلي څېره او ځان پټ وساتئ؟ ولي باید د هغو څیزونو, په اړه چي درته مهم دي او هغو کارو په اړه چي غواړئ په ژوند کې ترسره کړئ د بېري احساس وکړئ؟ که وغواړئ چي د نورو پر توقعاتو بنا ژوند وکړئ، په دې سره نېکمرغي او خوشحالي نه در رسېږي مګر دا چي د ځانو سره صادق اوسئ او د ځان سره صادق اوسېده مو پر نفس باور لوړوي او هم مو پیاوړي او خوشحاله کوي.

– خیالي او افسانوي ژوند
د هیچا ژوند د هغه د خوښي وړ او د هغه د خیالونو ژوند نه دئ. په حقیقت کي، هیڅوک په ژوند کي کامل نه دئ. کمال داسي څه نه دئ چي تعقیب ئې کړې. شاید تاسي فکر وکړئ چي ستاسي د خوشحالۍ او نېکمرغۍ سبب کېږي خو ددې احتمال چي داسي نه دئ؛ زیات دئ. د ژوند په قدر چي څرنګه دئ- له ننګونو ډک، لوړي و ژوري- پوهېدل، ستاسي سترګي دې واقعیت ته خلاصوي چي د خوشحاله اوسېدو له پاره یو کامل او له هرڅه پوره ژوند ته اړتیا, نلرئ. سختۍ، لوړي ژوري او ربړي تاسي پیاوړي کوي او مرسته مو کوي چي د ژوند رنګ و رونق درک کړئ. د یوه آسانه ژوند له پاره دعا مه کوئ. داسي دعا وکړئ چي توان او طاقت ولرئ چي وسئ کولی د ژوند لوړي و ژوري تحمل کړئ او د ژوند په قدر پوه سئ.

– د پیسو په حوز کي لامبل
موږ ډېری په دې فکر کي غرق یوو چي په پیسو سره کوم څیزونه رانیولی سو او موږ هېروو چي ځانو ته ووایو چي په پیسو سره کوم څیزونه نه سو رانیولای. په یاد مو وي چي پیسې همېشه په خپل فکر کي ولرئ خو نه په زړه کي. واقعي شتمني له پیسو ډک حوز نه دئ. هغه نعمتونه چي لرو ئې موږ شتمن کوي. یو روڼ، ځلاند او له جم او جوشه روح همېشه یوه روڼ او ځلاند ماشین څخه غوره ده.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 280 تاريخ : چهارشنبه 14 آذر 1397 ساعت: 5:58