سږ کال بیا افغان پاسپورټ تر ټولو وروستی او د اماراتو لومړی دی

ساخت وبلاگ

د نړۍ د پاسپورټ,ونو د درجه بندۍ ( پاسپورټ, اینډیکس) نړیوال سازمان سږ کال بیا په ټوله نړۍ کې د اسانه سفر پر بنسټ د نړۍ د هېوادونو پاسپورټ,ونه درجه بندي کړې دي. په دې درجه بندۍ کې د هیوادونو د پاسپورټ,ونو درجه بندي پر دې بنسټ شوې چې څومره هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږي.

د نړۍ د ټولو, هیوادونو پاسپورټ,ونه له لومړۍ درجه څخه تر ۹۳ یمې درجې پورې درجه بندي شوي، چې متاسفانه افغان,ستان د لیست وروستی, هیواد او په 93 یمه درجه کې یوازې دی.

عربي متحده امارات له سینګاپور رامخکې شوي او د نړۍ د پاسپورټ,ونو په دې درجه بندۍ کې یې لومړۍ ځای خپل کړی. د پاسپورټ ایڼدیکس په وینا د متحده عربي اماراتو, وګړي پر خپل پاسپورټ 167 هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي او یوازې

د نړۍ په 31 هیوادونو کې ترې ویزه غواړي.

جرمني او سینګاپور دواړه په دویمه درجه کې راغلي چې وګړي یې د نړۍ 166 هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي، او یوازې ترې په 32 هیوادونو کې ویزه غواړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو، د څو اروپايي هیوادونو( فرانسې، هالینډ، ناروي، سویډڼ، ډنمارک، فنلنډ، لوګزامبورګ، ایټالیا، هسپانیا) او د جنوبي کوریا پاسپورټونه بیا په دریمه درجه کې راغلي. ددې هیوادونو وګړي، د نړۍ 165 هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي، او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږي.

په هغو هیوادونو کې چې وګړي یې د نړۍ 164 هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي کاناډا، بریتانیا، ایرلنډ، پورتګال، سویس، جاپان، اتریش، بیلجیم یاد شوې. د چک جمهوریت او هنګري د پاسپورټونه په پنځمه درجه یاد شوې، دوی د نړۍ 163 هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه تر لاسه کوي.

د روسیې پاسپورټ په 38 درجه یاد شوی، روسان پر خپل پاسپورټ د نړۍ 116 هېوادونو ته سفر کولی شي او یا هلته د رسیدو پرمهال ویزه ورکول کیږي.

ترکیه په دې درجه بندۍ کې 39 م ځای لري وګړي یې 115 هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږي.

کویټ په 44 مه درجه راغلی چې وګړي یې، 96 هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږي.

قطر دې درجه بندۍ کې اته څلویښتم ځای لري، وګړي یې اته اتیا هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي. سعودي عربستان بیا 54 م ځای لري وګړي یې 79 هیوادونو ته بې ویزې تګ راتګ کولی شي.

هندوستان په 66 م ځای کې دی، وګړي یې کولی شي چې 65 هیوادونو ته بې ویزې سفر وکړي، یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږي.

د فلسطین پاسپورټ په 85 یمه درجه یاد شوی وګړي یې 44 هیوادونو ته له ویزې پرته تګ راتګ کولی شي.

هایتي، جیپوتي، بنګله دیش، ګینې بیسو، ګابون، حبشه، ډومینکا، کامروس، کیپ ورډي، کامبودیا، لیسوتو، ماکاو، مادګاسکر،مالدیف، موریتانیا، مایکرونیشیا، موزمبیګ، پالاو، روانډا، سوما، یوګانډا، سومالیا، توګو او یو شمیر نور نوم ورکي هیوادونه د هغو هیوادنو په ډله کې یاد شوي چې افغان,ان پر خپلو پاسپورټونو بې ویزې ورتلی شي

د افغان,ستان په ګاونډیانو کې تر ټولو, په بهتر وضیعت کې ازبکستان دی، چې د پاسپورټ په نړیواله درجه بندۍ کې په 68 مه درجه یاد شوی، وګړي یې 63 هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي او یا په هوايي ډګرونو کې په اسانۍ ویزه تر لاسه کوي.

تاجکستان په 69 مه درجه کې دی، وګړې یې 62 هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږي.

ترکمنستان په 73 اویمه درجه دی او وګړي یې 57 هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي.

ایران هم چندان ښه وضیعت نه لري، په 87 یمه درجه یاد شوی چې وګړي یې 42 هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي. یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږي. په دې کې ګڼ هغه افریقايي هیوادونه دي چې د هیڅ هیواد له وګړي د سفر په موخه مخکې له مخکې ویزه نه غواړي.

د افغان,ستان د بل ګاونډی پاکستان وضیعت هم د پاسپورټ په دې نړیواله درجه بندۍ کې له افغان,ستان بهتره نه دی. پاکستان په لیست کې د اخر له پلوه دریم او د سره له پلوه ۹۱ یمه ځای لري. د پاکستان پاسپورټ لرونکې د نړۍ اتو هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي او په ۲۷ هیوادونو کې د رسیدو پر مهال ویزه ورکوي. په دې کې یو هم لویدیځ یا عربي هیواد نه دی شامل، البته د افریقا، لاتینې امریکا او څو لرې ټاپويې هیوادونه دي چې له هیچا یا هیڅ هیواد له وګړي ویزه نه غواړي او یا د ورتلو پر مهال ویزه ورکوي.

د پاکستان وروسته، او له افغان,ستان مخکې په92 یمه درجه عراق یاد شوی. عراقیان هم لکه د پاکستان په څیر وګړي یې 32 هیوادونو ته یې بې ویزې سفر کوي او یا هم د ورتلو پر مهال ویزه ورکول کیږي.

د لیست په پای کې په 93 یمه درجه افغانستان یاد شوی. ویل شوې چې د افغانستان وګړي پر خپل پاسپورټ د نړۍ 29 هیوادونو ته بې ویزې سفر کولی شي. هایتي، جیپوتي، بنګله دیش، ګینې بیسو، ګابون، حبشه، ډومینکا، کامروس، کیپ ورډي، کامبودیا، لیسوتو، ماکاو، مادګاسکر،مالدیف، موریتانیا، مایکرونیشیا، موزمبیګ، پالاو، روانډا، سوما، یوګانډا، سومالیا، توګو او یو شمیر نور نوم ورکي هیوادونه د هغو هیوادنو په ډله کې یاد شوي چې افغانان پر خپلو پاسپورټونو بې ویزې ورتلی شي او یا هلته د رسیدو پر مهال ویزه تر لاسه کوي. په دې کې ګڼ یې لرې پراته افریقايي هیوادونه دي، ځینې یې د لاتینې امریکا هیوادونه دي او ځینې یې د لرې سمندرونو منځ کې پراټه ټاپوګان دي. دا هیوادونه له افغانستان سره د کوم سیاسي جوړجاړې له کبله افغانانو ته دا سهولت نه ورکوي. بلکې دوی د ټولې نړۍ هیوادونو ته همدا شرایط لري، ځکه ډاډمن دي چې څوک یې اول هیواد ته ورځي نه او که ور هم شي، هلته پاتې کیدو ته زړه نه ښه کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 250 تاريخ : چهارشنبه 14 آذر 1397 ساعت: 5:58