له جلال اباد څخه د يو خصوصي تلويزيون مشر تښتول شوی

ساخت وبلاگ

جلال, اباد, (پژواک ۱۳ لېندۍ ۹۷): د ننګرهار مرکز جلال, اباد, ښار څخه د انعکاس راډیو تلویزیون مشر نامعلومه وسله والو تښتول,ی او موټر چلوونکی يې وژلی دی.

چارواکي وايي، د انعکاس په نوم د خصوصي, تلويزيون, مشر انجينر زلمي ماښام مهال له يو دوکان څخه د سودا اخیستلو پرمهال تښتول, شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لېندۍ په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، دغه ولايت کې د انعکاس په نوم د راډيو او تلويزيون, بنسټګر او د ننګرهار ملي تلويزيون, پخوانی امر انجينر زلمی ماښام شاوخوا پنځه نيمې بجې تښتول, شوی دی.

هغه زياته کړه، انجينر زلمی د جلال, اباد, ښار د څلورمې ناحيې له مربوطاتو په داسې حال کې چې په زرې موټر کې سپور و کرولا کې سپرو وسله والو له ځانه سره وړی او موټر چلوونکی يې په ډزو ويشتی دی.

بلخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخيل پژواک اژانس ته وويل، چې د انجينر زلمي موټر چلوونکی روغتون ته په ټپي حالت کې راوړل شوی او بيا يې هلته ساه ورکړې ده.

د پېښې يو عيني شاهد پژواک ته دنوم نه خپرولو په شرط وويل، ماښام مهال د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته مخامخ په کرولا موټر کې سپرو وسله والو پر يو تن ډزې وکړې او بل يې له ځانه سره يوړ.

دی وايي، وروسته پوليس سيمې ته ورسېدل او سيمه يې کلا بنده کړه.

تر اوسه د نوموړي د تښتول,و په تړاو د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې او يا هم کوم چا څه نه دي ويلي.

د يادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د انعکاس په نوم دغه تلويزيون, باندې وسله وال بريد هم شوی و، چې ګڼ مالي زيانونه يې ورته اړولي و.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 270 تاريخ : چهارشنبه 14 آذر 1397 ساعت: 5:58

خبرنامه