ولسمشر د زابل پر بېوزلو کورنيو د زر ټنه غنمو د وېشلو امر وکړ

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٧): ولسمشر د زابل پر بېوزلو کورنيو د زر ټنه غنمو د وېشلو امر وکړ او هم لارښوونه وکړه چې د دې ولايت د اداري کمپلکس جوړولو وړانديز دې له جمهوري رياست سره شريک شي.

 له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د زابل یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې  وکتل.

سرچينه کاږي، چې په دې کتنه کې اشرف غني د سولې په برخه کې د زابل د مشرانو هلې ځلې وستایلې او په دې برخه کې یې د ولسونو همکاري ارزښتناکه وبلله.

ده د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې ملي دفاع وزارت سره په همغږۍ دې د زابل اداري کمپلکس جوړولو وړاندیز جمهوري ریاست سره شریک کړي. همدارنګه یې د کرنې د ودې په موخه د زابل پوهنتون تشکیل کې د کرنې پوهنځي ایجاد هم منظور کړ.

نوموړي د وچکالۍ د اغېزو د راکمولو په موخه مشرانو ته د کاریزونو د کار د پیلولو ډاډ ورکړ او کرنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه، چې د زابل په بېوزلو کورنیو دې یو زر ټنه غنم ووېشي.

هغه زیاته کړه، د امکاناتو په رڼا کې به ټولو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وشي.

په خبرپاڼه کې کې راغلي چې په دې کتنه کې حاجي عبدالولي او قومندان حضرت د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د ولسمشر د لاسته راوړنو د قدردانۍ ترڅنګ یې د نظام، سولې، اقتصادي او ملي برنامو ټینګ ملاتړ وکړ. 

هغوی د وچکالۍ، ناامنۍ، معارف، ګمرک، د پوهنتون د انکشاف، برېښنا او نورې سیمه ییزې ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 322 تاريخ : يکشنبه 25 شهريور 1397 ساعت: 5:06

خبرنامه