هغه خوندونه چې ټیکنالوژۍ ترې بې برخې کړي یوو

ساخت وبلاگ

لیکنه: بشر دروېش

هره پدیده خپلې ښیګڼې او بدګڼې لري. ټیکنالوژۍ که له چټک پرمختګ سره د انساني ژوند لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي، منفي اغېزې یې هم شته.

له ټیکنالوژیکې ودې مخکې ژوند ډېر داسې خوندونه لرل، چې اوس ترې بې برخې یوو.

البته په افغانستان کې به د دې خوندونو شمېر زیات وي، ځکه موږ یوه دودیزه او د خاصو ارزښتونو لرونکي خلک یوو.

په دې مطلب کې هغه بایللي خوندونه یادوو، چې ټیکنالوژۍ په نړیواله کچه د انسانانو له ژونده تروړلي:

مخامخ بنډارونه
پخوا به د اونۍ د رخصتۍ ورځ، اختر او نور ځانګړي فرصتونه د مخامخو بنډارونو او د یو بل د حال اخیستو چانسونه وو. اوس دا وضعیت بدل شوی، اکثره خلک هره ورځ، هره شپه او هره شېبه لا کولای شي چې خپل یو دوست په ویډیویي چټ یا غږیزو مکالمو کې پيدا او ساعتونه ـ ساعتونه بنډار ورسره وکړي.

بلنلیکونه
پخوا به د مړي ژوندي او نورو مناسبتونو لپاره خلک په بلنلیکونو غوښتل کیدل، اوس دا دود کمرنګه شوی، لږ خلک به په ښارونو کې ومومئ چې د بلنلیکونو په چاپ او ويش تکیه کوي، نور اکثره د ټلیفون او خواله رسنیو په وسیله خپل مناسبتونه تنظیموي او مېلمانه یې ورغواړي.

نا پلان شوې لیدنې
پخوا به خلکو یو پربل زېري کول، د کلي له یوه سره به چا منډې وهلې، د یوه تازه راغلي کس د راتلو زېری به یې د هغه پر نیږدې عزیزانو وکړ او شیریني به یې اخیسته.

اوس داسې نه ده، هغوی چې ټیکنالوژيکې اسانتیاوې لري، په فون او خواله رسنیو وار د مخه له خپلو سفرونو خپل عزیزان خبروي او د لیدو وخت او د چکر پلان ورسره تنظیموي.

د ورځپاڼو مطالعه
پخوا به خلکو ورځپاڼې لوستې، اوس یې هم لولي خو په انلاین بڼه، د ورځپاڼو هغه ډول لوست خاص انتظار او خوند درلود.

چاپي نقشې
پخوا به د جغرافیې محصلینو او هم له یوه ځایه بل ځای ته تلونکو خلکو د هغه ځای نقشې کتلې، ځان به یې د نقشو په وسیله د یوه ځای له سیمو سره بلداوه، اوس په موبایل کې له ځانګړواپلکیشنونو ګټه اخلي، چې هم اسانه طریقه ده او هم کوم خاص لګښت او تکلیف نه لري.

د فلمونو پېرل
پخوا به خلکو فلمونه اخیستل، په شوق به یوه ویډیو یا سي ډي ته ناست وو، اوس هرڅوک پخپل ټلیفون کې د یوټوب او نورو وسیلو په مرسته ګڼ فلمونه لرلای او لیدلی شي.

عکس اخیستل
پخوا به خلکو د عکس اخیستو لپاره عکاس خانو ته مراجعه کوله، یا به شتمنو کامره لرله، د اخیستو عکسونو چاپ ته به منتظر ول، نېټې به یې پرې لیکلې، اوس د دې تکلیف ضرورت نشته .

په کنسرتونو کې ګډون
پخوا به خلکو په کنسرتونو کې په خاصې لېوالتیا سره برخه اخیسته، اوس که ورته په نیږدې ځای کې هم کنسرت وي، وایي وې دې، زه به یې بیا په کراره پر یوټوب وګورم!

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 278 تاريخ : چهارشنبه 21 شهريور 1397 ساعت: 21:41