هغه څه چې درس یا کار پرې اسانه او اوږدمهاله زده کولی شئ

ساخت وبلاگ

ژباړه: پلوشه فضلي

زیاتره خلک ددې ستونزي سره مخ دي چي ژر یې یو شی هېرېږي. دوی شکایت کوي چي کله کوم څه زده کړي نو ډېر ژر یې له یاده وځي. موږ په دې لیکنه کښي ددې موضوع د هواري او حل په موخه لاري چاري شریکوو:

درس یا کار زده کول هر یو خپلي ځیني طریقې لري چي په مرسته یې نه یوازي درس ژر زده کېږي بلکي په دماغ کښي تر ډېري مودې پوري پاته کېږي. که چېري تاسي هم یادي طریقې زده کړئ نو درس یا کار به مو ډېر ژر په یاد سي.

انسانان د دوو ډولونو حافظې درلودونکي دي: لنډه مهاله او اوږدمهاله.

لنډمهاله حافظه څه ډول ده؟
زموږ په لنډمهاله حافظه کښي زیاتره هغه یاداښتونه ثبتیږي چي زموږ د ډېر وخت له پاره په کار نه وي. هرکله چي پر لاره روان یاست نو ډېر شیان وینئ خو دا درته مهمه نه ده چي تاسي دي دا هرڅه په خپل دماغ کښي ثبت کړئ. نو ځکه د یوه لنډ وخت په تېرېدو سره دا خپله له منځه ځي. دا هرڅه په لنډمهاله حافظه کښي ثبتیږي.

اوږدمهاله حافظه کومه یوه ده؟
په اوږدمهاله حافظه کښي هغه شیان ساتل کېږي چي موږ ته ډېر مهم وي. او یا هغه څه چي انسانان یې له خپلو لومړنیو تجربو څخه ترلاسه کوي. لکه کوم ځانګړي ځای ته تلل، یو خوندور خواړه خوړل، د کوم نوي کار سره مخ کېدل او نور جالب څه…

په اوږدمهالي حافظې کښي چي یو شی ثبت سي بیا تر ډېري مودې پوري د انسان په یاد وي. خو اوس یوه ډېره جدی ستونزه دا ده چي څرنګه په اوږدمهالي حافظې کښي یو شی ثبت کړو؟

موږ درته څو طریقې وړاندي کوو چي پر مټ یې تاسي کولای سئ په اوږدمهالي حافظې کښي شیان ثبت کړئ.

۱- په لوړ آواز سره درس ویل
هرکله چي غواړئ درس یا سبق مو په اوږدمهاله حافظه کښي پاته سي، نو درس په لوړ آواز سره ووایاست. ستاسي په دماغ کښي دا سوال حتمن راګرځي چي سره له دې چي په لوړ آواز درس وایاست خو بیا هم تر یوه دوو ساعتونو وروسته هغه درڅخه ژر هېريږي. نو ستاسي د سوال ځواب داسي دئ:
کوښښ وکړئ چي خپل آواز په راسته غوږ باندي واورئ ځکه ساینسپوهانو دا په ډاګه کړې ده چي کوم آواز چي زموږ راسته غوږ ته راځي، تر ډېره وخت یا د همېشه له پاره زموږ په یاد کښي پاتېږي. دا ځکه چي راسته غوږ د اوږدمهالي حافظې سره تړلی دی. کله چي ماشوم پیداکېږي نو موږ د هغه په راسته غوږ کښي آذان ورکوو؛ ددې له پاره چي هغه همېشه په یاد وساتي.

۲- خپل ځان ته تدریس وکړئ
زموږ دماغ یو خاصیت لري چي شیان ژر هېروي. کوم څه چي ښه واضح سوي نه وي؛ دماغ یې ژر هېروي. زموږ دماغ ښه واضح او مهم شیان د ځان سره ساتي. هرکله چي تاسي درس وایاست نو بېرته یې خپل ځان ته تدریس او ځان پرې پوه کړئ. زموږ دماغ بې شمېره نیورونونه لري نو هرکله چي تاسي درس وایاست او بېرته هغه خپل ځان ته تدریسوئ، په دې سره د نیورونونو رابطه ټینګېږي او تر ډېري مودې په ذهن کښي پاتېږي.

ځیني وختونه داسي هم کېدلای سي چي تاسي درس په سمه او ښه طریقه په یاد کړی وي، خو بېرته مو له یاده وتلی وي؛ دا ځکه چي ستاسي د نیورونونو ترمنځ رابطه کمزورې سوې ده – پوهان په دې باور دي چي یو شی په درو میاشتو کښي باید بیرته تکرار کړل سي، نو هاله به ستاسي د نیورونونو ترمنځ رابطه هومره ټینګه سي، چي هیڅکله به هم کمزورې نه سي او درس به مو هم نه هېرېږي.

۳- تر مطالعې وروسته خوب وکړئ
د مطالعې وروسته خوب مهم دی. کله چي انسان بیده سي، نو د لنډمهالي حافظې څخه مهم شیان اوږدمهالي حافظې ته لېږدول کېږي. نو تاسي هم چي کله مطالعه وکړئ ورپسې دستي خوب وکړئ. که تر مطالعې وروسته تاسي ژر خوب و نه کړئ، نو شونې ده زده کړي څه مو ژر هېر سي.

بناُ که تاسي په پورته ذکر سوو طریقو باندي عمل وکړئ نو د ښه یاداښت خاوندان به سئ.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 284 تاريخ : چهارشنبه 21 شهريور 1397 ساعت: 21:41