د ښې او ګټورې وینا لپاره په دې ۱۰ رازونو پوه شئ

ساخت وبلاگ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

1- په کوچنيو غونډو کې وينا وکړئ.
هڅه وکړئ چې داسې ځايونو کې ويناوې وکړئ چې د ځينو د مخاطبانو سره همغږي ولرئ.
که پلان مو دا وي چې ستاسو د وينا په پروګرام کې ۲۵ کسان ګډون وکړي، داسې يو ځای په پام کې ونيسئ چې حد اقل د ۳۰ کسانو لپاره ظرفيت ولري، نه د ۱۰۰ کسانو لپاره.

يو ډکه خونه د خالي صالون په پرتله خوندوره او د ګډونوالو لپاره له خاطرو ډکه ده.

همدارنګه په داسې ځايونو کې کولی شئ چې د غړو حرکات له مخاطبانو سره په ښه ډول کنټرول کړئ.

2- خپل مخاطبان وپېژنئ.
په دې پوهېدل چې تمه ده کوم ډول کسان ستاسو ويناوو ته غوږ کېږدي، يو هغه لامل دی چې ستاسو وينا برياليتوب ته رسوي.

که خپل مخاطبان مو په پام کې ونه ونيسئ، ټول وخت او انرژي به مو بې ځايه مصرف شي.
مخاطبان چې څه ته اړتيا لري، هغه په پام کې ونيسئ؛ څو مثبت اغېز ولري.

3- تمرين وکړئ.
سټيو جابز به تل له شوره ‌ډکې، په زړه پورې او د وخت مطابق ويناوې کولې. هغه په څو څو ځلو دا خبره کړې وه چې دا مهارت او وړتيا يې وروسته له ډېرو تمرينونو ترلاسه کړې ده.

نو په همدې اساس تاسو هم کولی شئ چې مخکې له دې چې ويناوې پيل کړئ، په بار بار تمرينونو سره دې پړاو ته ورسېږئ. هغه څه چې غواړئ د وينا په ترڅ کې يې بیان کړئ، څو څو ځلې يې له ځان سره تکرار کړئ او پام چې د وينا پر مهال د ( ام، ام ) تکرارولو څخه ډډه وکړئ.

4- د وينا په منځ کې مو ټوکې وکړئ.
خپله وينا داسې برابره کړئ چې پکې ټوکو او ټکالو ته هم ځای وي، البته زماني واټن په پام کې ونيسئ. همدارنګه د مخاطبانو د پام جلبولو لپاره کله کله د موضوع اړوند پوښتنې هم وکړئ.

5- د وينا ځای مخکې له مخکې وګورئ.
داسې بايد نه وي چې د وينا ځای د وينا د ورځې پر مهال د لومړي ځل لپاره وګورئ. ښه به دا وي چې مخکې له مخکې هغه ځای ته يو ځل سر ورښکاره کړئ، د هغه ځای د کلي وضعيت څخه مالومات ولرئ.

که د وينا د ځای چاپېريال په اړه درسره مالومات وي، نو تاسو به په اسانۍ سره وشئ کولی چې د خپل غږ اندازه او د بدن د حرکاتو ډول تنظيم کړئ.

6- د مخاطبانو سره جلا جلا ليده کاته او خبرې وکړئ.
جلسې ته وختي حاضر شئ، څو د مخاطبانو سره مو ښه پېژندګلوي وشي.

خپله د جلسې د يو چلوونکي سره د مخاطبانو د ښه راغلاست لپاره ودرېږئ او په رښتينې مسکا سره مېلمنو ته ښه راغلاست ووايئ. هڅه وکړئ چې د خپلو مخاطبانو سره په جلا جلا ډول له نږدې وګورئ او په ځانګړي ډول له هغوی سره خبرې وکړئ، هغوی به ستاسو له دې کار څخه خوښ شي او لا به يې ستاسو وينا ته تنده ‌ډېره شي.

7- غښتلی پیل وکړئ او وينا په مو غښتلتيا سره پای ته ورسوئ.
هڅه وکړئ چې وينا مو په پوره قوت سره پيل او په پوره مهارت او غښتلتيا سره يې پای ته ورسوئ. په تازه او منظمو عباراتو سره پيل وکړئ، څو اورېدونکي او ليدونکي ځان ته جلب کړئ او همدارنګه وينا په داسې توګه پای ته ورسوئ چې ستاسو د وينا لپاره د مخاطبينو تنده لاپسې ډېره شي.

8- سليسه وينا وکړئ.
په عاميانه او ساده توګه وينا وکړئ، څو ټول ستاسو په مطلب پوه شي. پرته له شکه چې په ويناوو کې له درندو او ستونزمنو کلماتو ګټه اخېستل نه يواځې دا چې ډېری مخاطبين پرې نه پوهېږي، بلکې د ډېرو له نظره مناسب نه برېښي.

9- د غږيزو او انځوريزو توکو څخه کار واخلئ.
د وينا د اصلي وخت څخه يو څو شېبې مخکې ټاکلي ځای ته ځان ورسوئ. لازمه ده چې د څلور پنځو دقيقو لپاره مو حواس ارامه کړئ او مخکې له مخکې د اطمينان لپاره هرڅه له نږدې وګورئ او چک يې کړئ. د سونډ سيستم، پراجکټور او نور لازم توکي بايد خپله چک او منظم کړئ، څو د وينا پرمهال له ستونزو سره مخ نشئ.

10- تل خپلې خبرې په حکايتونو سره پيل کړئ.
مخاطبينو ته د موضوع اړوند حکایتونو او شخصي داستانونه بيانول د هغوی لپاره د اصلي پيغام د رسولو ترټولو مناسبه لار ده. خلک رښتينو داستانونو ته په پوره شوق سره غوږ نيسي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 332 تاريخ : شنبه 27 مرداد 1397 ساعت: 21:20