د یوه پياوړي کورني اقتصاد لپاره په دې لیکنه عمل وکړئ

ساخت وبلاگ

ژباړه او زیاتونه : عتیق الله فایق

لکه څرنګه چې انسانان په یو ګډ چاپېریال او ټولنه کې ژوند کوي، د ډېرو فعالیتونو سربېره انسانانو ته اړینه ده چې په خپل کور کې، همدارنګه کوم ځای کې چې ژوند کوي، د خپل ژوند ضرورتونه مهیا، برابر او یو منظم اقتصادي سیستم رامنځته کړي.

لاندې څو مهم ټکي دي چې د کوراقتصاد په جوړولو کې ډېره مرسته کوي:

پسنداز سیستم رامنځته کول
په کورکې د پیاوړي اقتصاد رامنځته کولو لپاره اړینه ده چې پسنداز سیستم رامنځته کړئ، که چېرې د خپلو عوایدو یوه برخه د پسنداز په شکل ونه ساتل شي، نو هېڅکله کورنی اقتصاد نه رامنځته کیږي، ځکه پسندازسیستم دی چې د ورځنېو چارو لګښتونو ته ځواب ویلی شي، نو د هر کور لپاره اړینه ده چې د خپلو عوایدو یوه کوچنۍ برخه د پسنداز یا (سیونګ) په شکل ځان سره وساتي.
اقتصادي لارې چارې او مشورې اخیستل
ځیني کورنۍ د خپل کور اقتصاد د پیاوړي کولو له پلوه ناتوانه وي، نو باید دا ډول کورنۍ د ځینو نږدې دوستانو او اقاربو سره کوم چې سالمې او مناسبې مشورې ورکولای شي، ترې مشورې واخلي. او یا هم دغه ډول کورنېو خلک کولای شي د هغو خلکو څخه مشورې واخلي چې په کور کې د ښو سهولتونو او ښه کورني اقتصاد لرونکي وي، نو مشورې او لارښوونې اخیستل په دې برخه کې له پامه مه غورځوئ.

د کورنۍ غړو ترمنځ د همغږۍ ( کورډنېشن) فضا رامنځته کول
د کورنۍ غړو سره باید داسې یو تفاهم او همغږې فضا رامنځته شي چې د خپل د کور ضرورتونه اولویت بندي کړي، او د هر ضروري توکو او خدماتو لپاره یو منظم پلان طرحه کړائ شي، چې دا ټول دیو منظم سیستم له لارې دکورنۍ د ټولو غړو سره په تفاهم یوه سیستماتیکه طرحه جوړیږي، او د هغې طرحې او پلان په اساس د خپل د کور هغه محدوده منابع چې په لاس لري، ډېر ضرورتونه او ډېرې غوښتنې پرې رفع کړي.

خپل عاید مطابق لګښت کول
څومره چې مو د عاید کچه لوړيږي، هغومره مو ورسره د کور لګښت کچه هم لوړیږي، نو په کومه اندازه چې عاید لرئ، په هماغه کچه لګښت وکړئ، که چېرې لګښت کې مو کموالې راغی نو په مستقیم ډول په پسنداز سیستم کې مو زیاتوالی راځي، نو کوښښ وکړئ چې د خپلو عوایدو سطحې په کتو سره خپل لګښت وسنجوئ.

اسراف څخه ځان ساتل
اسراف هغه ناوړه پدیده ده چې د اسلام مبارک دین په قرآنکریم او نبوي احادیثو کې ناروا بلل شوې، نو که هر څه چې له اړتیا پرته په مصرف رسیږي، اسراف بلل کیږي، ځکه الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي، وخورئ وڅښئ خو اسراف مکوئ، کله چې په یوې کورنۍ کې له اړتیا پرته توکي په مصرف رسیږي بې له شکه چې کورني اقتصاد ته زیان رسوي، که چېرې اسراف څخه ځان وساتئ نو کورنې اقتصاد به مو پیاوړی شي.

متبادله توکو څخه ګټه اخیستل
ځینې وخت د خپل کور اقتصاد د پیاوړي کولو په موخه د متبادلو توکو څخه ګټه واخلئ، دې سره به ستاسو د اړتیا وړ توکو سربېره په ټیټ نرخ توکي هم ترلاسه کړي، د بېلګې په توګه د اوړو پرځای که چېرې تاسو غنمو ته زړه ښه کړئ، کیدای شي د اوړو په پرتله غنم په ارزانه او ټیټ نرخ ترلاسه کړئ، کوښښ وکړئ ځینې وخت د متبادله توکو څخه هم ګټه واخلئ.

د کارویش منظم سیستم رامنځته کول
د کارویش څخه موخه داده چې د کورنۍ ټولو غړو ته داسې وړ مسولیتونه وسپارل شي چې هغوي د کور په چارو بوخت کړای شي، د بېلګې په توګه څوک د کور لګښت تمویل کړي، څوک د کور مشري وکړئ، څوک د کور کالي پریمېنځئ او څوک د کور لپاره خوراکي توکي راونیسئ داسې نور… دا هغه څه دي چې د کورنۍ ټول غړي احساس د مسولیت ګڼل کیږي، که چېرې داسې یو کاري ویش سیستم رامېنځته کیږي، کورنې اقتصاد خپل پخپله رونق حالت ته مخه کوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 296 تاريخ : شنبه 27 مرداد 1397 ساعت: 21:20

خبرنامه