د نانځکو کولو رازونه: ولې ځیني انجونې چې ودیږي هم، ځانځکې لوبوي ؟!

ساخت وبلاگ

نانځکو د لوبولو ګټې او رازونه
دا طبیعې ده چې د نانځکو لوبول د انجونو د پیدایښت او لږ لږ پوهیدو سره سم پیلیږي او دا طبیعې مینه بیا کله په یوې ځانګړې مینې بدله شي او ددې سبب شي چې انجونې دې آن د واده په جهیز کې هم له ځانه سره نانځکې یوسې او د واده وروسته يې هم ولوبوي.

پوښتنه داده چې، په ماشومتوب او د عمر په نورو مرحلو کې د نانځکو د لوبول ګټې او رازونه څه دې؟

۱- ساعت تیري
د نانځکو لوبول د کوچنیانو لپاره د ساعت تیرۍ ښه وسیله ده.

میندې ددې لپاره چې د کور په چارو بوختې شي او خپلې ورځنۍ چارې پرته د هغوی د لوڼو د ځورونې او مزاحمت ښه تیرې شي. نو خپلې کوچنۍ لوڼې په نانځکو لوبولو بوختوي او همدا وي چې کوچنۍ انجونې هم د نانځکو په لوبولو خپل ساعت تیروي.

۲- کوچنۍ پرې ټولنیزې کیږي
تر ډیره په کلیوالې او کله کله په ښارې ژوند کې هم داسې کیږي، چې څو کوچنۍ انجونې سره یو ځای راټولیږي او د ګوډیانو لوبې کوي.

دغلته دوی د خپلو نانځکو ودونه، بیلابیلې خوښۍ او د یو بله کره د تګ راتګ دودونه او رواجونه ترسره کوي او دا کړنه ددې باعث ګرځی چې وړې انجونې د کوچنیوالې د خپلې ټولنې د دود، دستور او نور برخو سره آشنا شي.

۳- پیغلې يې خپلې بې غرضه همرازې ګڼې
کلثوم شاوخوا پینځه ویشت کاله عمر لري، د نوموړې په خبره سلګونه نانځکې يې لوبولې، خو ولې؟


هغه وايې:
د کوچنیوالې مې نانځکې خوښې وې، خو لا يې هم خوښوم هغه ځکه چې نانځکې ښې همرازې وې، راز دې تر نورو نشې رسولی.
زه د خپلو همزولو سره د راز کولو ډیره د نانځکو همرازۍ ته خوشحالیږم هغه ځکه چې، همزولې د راز شریکولو وروسته کیدایشې زما راز له نورو انجونو سره شریک کړي، خو نانځکو سره راز، هغو ته ژړل، خندل او د زړه خبره کول مې زړه سپکوي او بیرته راسره دا ویره نه وي چې نانځکې مې رازونه راوسپړي.

۴- د واده په جهیز یا سامان کې نانځکې څه کوي؟
نویده هغه میرمن ده چې شپږ کاله يې د واده تیر شوي، خو نوموړې وايې د واده په جهیز کې یې یو غټ بکس نانځکو ته ځانګړی وو او لا هم نانځکې ساتي.

«د نانځکو سره مې لیونۍ مینه ځکه درلوده چې بې خوره وم، نو ما فکر کاوه همدوی مې خویندې دي. د نانځکو لوبول مې زړه تسکینوي او دا چې د ژوند ملګری مې پوهیږي چې زما نانځکې خوښیږې نو هر وخت په ډالۍ کې یوه نانځکه راته اخلي.»

یادونه:
د نانځکو سره د لیونۍ مینې جوړیدل له دوو حالاتو سرچینه اخلي:
لومړی: ځکه پیغلې انجونې د نانځکو سره ډیره مینه کوي چې کیدای شې دوی ته يې په کوچنیوالي کې د لوبولو هیڅ چانس او زمینه نه وه برابره، نو اوس لا هم د ماشومتوب یاد تازه کوي.

دوهم: کیدای شې ځینې انجونو یې د لوبولو سره عادت اخیستی وي، نو ځکه دې عادت ته د عمر په مختلفو پړاونو کې ځای ورکوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 336 تاريخ : شنبه 27 مرداد 1397 ساعت: 21:20