د ننګرهار په خوږياڼو کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده

ساخت وبلاگ

جلال اباد (پژواک، ۲۷ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايتي شورا وايي، د سرې قطعې په نوم د وسله والو طالبانو ځانګړې ډله د دغه ولايت خوږياڼو ولسوالۍ ته راغلې او له داعش وسله والو سره په جګړه بوخته ده.

دوی که څه هم له دې ډلې جلال اباد ښار ته ډېر خطر نه ګوري، خو وايي، ولسواليو ته يې خطر ډېر شته؛ ځکه دوی د جګړې په خاطر دغه ولايت ته راغلي دي.

ولايتي اداره هم دغه ننګرهار ته د سرې قطعې د ورتګ خبره مني خو په عين حال کې د داعش او طالب وسله والو پر وړاندې د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو د چمتووالي خبره کوي.

د ننګرهار ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت پژواک اژانس ته وويل چې د سرې قطعې په نوم د وسله والو طالبانو ځانګړې ډله د دغه ولايت خوږياڼو ولسوالۍ ته رسېدلې ده.

هغه وايي، معلومات يې دا دي چې ياده ډله په دې سيمه کې له داعش وسله والو سره په جګړه بوخته ده او حکومت يې د مهار لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

دی که څه هم له یادې ډلې جلال اباد ښار خطر نه ګوري خو وايي، ولسوالیو ته يې خطرات زيات دي، ځکه دغه ډلې د جګړې لپاره راغلې او د دواړو ډلې د جګړو پر مهال بيا ولس ته د مرګ ژوبلې تر څنګ ګڼ مالي زيانونه اوړي.

د شورا بل غړی سهراب قادري هم وايي چې د وسله والو طالبانو سره قطعه تر ننګرهاره رسېدلې او دلته له داعش ډلې سره په جګړه بوخته ده.

نوموړي له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د دغو دواړو ډلو د مهار لپاره هلې ځلې وکړي چې بيا يې خپلمنځي نښتې عامو خلکو ته زيان ونه رسوي.

په ورته وخت کې د سيمې قومي مشران او عام خلک هم په وزيرو تنګي کې د داعش او طالب وسله والو د خپلمنځي نښتو د پيل خبر ورکوي.

قومي مشر ملک حسن کمالزی وايي چې په سیمه کې له تېرو شلو ورځو را په دېخوا مخابراتي شبکې هم بندې شوې او د غرونو په سرونو او تنګيو کې د دواړو لورو تر منځ نښتې روانې دي.

بل قومي مشر حاجي رييس خان بيا په نښته کې دواړو وسله والو ډلو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره هم کوي، خو وایي دقيق نه ده معلومه چې کومه ډله څومره مرګ ژوبله لري.

دی وايي، د جګړو له امله ځينې کورنۍ هم کډوالې شوې چې يا خو د ولسوالۍ تر څنګ او يا هم جلال اباد ښار ته د ځان خونديتوب لپاره تللې دي.

بلخوا د ننګرهار والي حيات الله حيات دغه ولايت ته د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د راتګ خبره نه ردوي او مني چې د دواړو لورو تر منځ نښتې شوې او وايي، طالبانو ته يې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

خو د هغه  د مرګ ژوبلې کره ارقام په ډاګه نه کړ.

هغه زياتوي، داعش او طالب دواړو د حکومت دښمنې ډلې دي، خپلمنځي نښتې يې د حکومت په ګټه ګڼي او ډاډ ورکوي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه يې د ځپلو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

داعش او طالب وسله والو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 416 تاريخ : شنبه 27 مرداد 1397 ساعت: 21:20