غواړئ د ګرجستان له آدابو او رواجونو سره اشنا شئ

ساخت وبلاگ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

ګرجستان سره له دې چې د اسیا او اروپا د تقاطع په ټکي واقع دی؛ خو اداب او رواجونه یې له غربي نړۍ سره ډېر زیات توپیر کوي. ګرجستان د اسیا په جنوب لوېدیځ او د ترکیې او روسیې ترمنځ پروت هېوا دی. دا چې دغه هېواد ته تورې بهیرې سره نېږدې پروت دی، هوا یې یو څه ګرمه او مدیتراني ده.

ګرجستان د کلتور فرهنګ او تاریخي قدامت له اړه له ټولې نړۍ سره توپیر لري.

ګرجستانیان له خلکو سره ډېره ښه توده راشه، درشه کوي. په دې لیکنه کې مو یې ځینو رواجونو ته کتنه کړې ده:

۱- په ګرجستان کې مېلمه پالنه


مېلمه پالنه د ګرجستان د خلکو په خټه کې نغښتې ده، ان داسې چې مېلمه ته بیخي د یوه ډار په سترګه ګوري، چې ګواکي که یې څوک خدمت ونه کړي، خطر به ورته پېښ شي. که ګرجستان ته ولاړئ، نو ددې چانس ارو مرو په لاس راوړئ چې د یوه ګرجستاني مېلمانه شئ. دوی کټ مټ د افغانانو په څېر عادات لري، که مو له کوره بېرون هم مېلمه کړئ، نو په هېڅ صورت اجازه نه درکوي چې له خپل جېبه پیسې خرڅ کړئ. ان که تاسو د پیسو په اړه خبره وکړئ د دوی د خپګان او شرم لامل کېږي. که یې در څخه پوښتنه وکړه چې چې د ګرجستان له سفره مو خوند واخیست که نه؟ نو مثبت ځواب ورکړئ. ځکه دوی په دې خبره د خوښۍ احساس کوي. که مو ځواب منفي داسې فکر کوي لکه زموږ له کوره چې مېلمه مرور ولاړ شي.

۲- سلسله مراتب


ګرجستان؛ هغه جامعه چې سلسله مراتب، عمر او موقف ته په کې ډېر ارزښت ورکول کېږي. مشرانو ته په کې تر هر چا ډېر احترام کېږي. کله چې له یو بل سره روغبړ کوي، نو لومړی مشران ځان معرفي کوي.څومره چې په کې عمر لوړېږي په هماغه کچه یې پرېکړو ته درناوی کېږي.

۳- روغبړ


کله چې په ګرجستان کې د لومړي ځل لپاره له یو چا سره ګورئ، نو لاس به ورکوئ او احترام به یې کوئ. که له همدې کس سره مو مخکې لیدلي وي، نو بیا کولی شئ مخ ور سره وجنګوئ. په ګرجستان کې رواج دی چې یوازې له عمر څخه کم کسان په خپل نوم یادېږي، که یې عمر لوړ وي نو له نامه سره یې د اقا کلمه چې د دوی په ژبه ورته BATONO او اغلې ته بیا Kalbatoni وایي کارول کېږي.

۴- د ډوډۍ خوړلو اداب


په ګرجستان کې د ډوډۍ خوړلو رواج دومره سخت نه دی. دوی دې ناستې ته د خوښۍ د یوه کوچنی مجلس په توګه ګوري او خوند ترې اخلي. دا چې د ګرجستان خلک ډېر مېلمه پاله دي، نو هڅه کوي مېلمه ورنه خپه نه شي او دا یو څو شېبې په خورا خوښۍ سره تېرې کړي. بیا هم که په دې برخه کې له ستونزې سره مخ وی کولی شئ نورو ته وګورئ او یا ترې په ارامۍ او ډاډه زړه پوښتنه وکړئ. د ډوډۍ پر وخت مو باید څنګلې په مېزه تکیه نه کړئ او هڅه مو باید دا وي چې ډوډۍ په ښي لاس وخورئ. د ګرجستان خلک هڅه کوي ډوډۍ په خوښۍ وخوري، تاسو هم ددې لپاره چې کوربانه مو خوشاله کړي وي، نو د ټولو خوړو خوند وڅکئ.

۵- سنتي جامې


د ګرجستان سنتي جامې د چوخاchokha په نوم یادېږي چې له نهمې پېړۍ بیا تر ۱۹۲۰ مېلادي کال پورې ور څخه ډېره استفاده کېده. خو اوس یوازې دغه څه د دوی لپاره د یوه ملي فرهنګ په توګه پاتې شوي دي. نارینه یې هڅه کوي د رسمي مجالسو پر وخت دغه جامې واغوندي. دغه جامې بېلا بېلې بڼې لري، چې بیا د یوه کس موقف ته په کتو توپیر کوي. په دې جامو کې یو پشمي کوټ، یوه ببره خولۍ، یو اوږد نری څادر او یو لوی ډانګ شامل دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 411 تاريخ : دوشنبه 15 مرداد 1397 ساعت: 0:36