د بدن د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره دا لارښوونې عملي کړئ

ساخت وبلاگ

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي

په بدن کې د ګټورو مواد د کمښت له امله د انسان وجود د بدن خوندیتوب یا دفاعي سیستم، له کمزورۍ سره مخ کیږي.

د بدن د خوندیتوب سیستم دنده
د انسان د بدن دفاعي میکانیزم د ملیونونو میکروبونو په مقابل کې له بدن څخه ساتنه او دفاع کوي. د څو ټکو په پام کې نیولو سره کولی شو د بدن دفاعي سیستم پیاوړی وساتو او میکروبونو ته اجازه ور نه کړو چې موږ په ناروغۍ اخته کړي.

د بدن د خوندیتوب سیستم د پیاوړتیا لپاره څه باید وشي؟
زموږ د بدن دفاعي سیستم مختلفو موادو ته اړتیا لري چې میوې او سبزیجات یې پوره کوي. له دې امله موږ باید له مختلف ډوله خوړو څخه استفاده وکړئ: لکه نارنج، لیمو، مالټه … داسې نور، سره د لمو او په مجموع کې شين رنګه سبزیجات مختلف ویټامينونه تولیدوي او د طبيعي ویټامين c اصلي سرچينه ګڼل کیږي.

– ډېر پروټین لرونکي خواړه وخورﺉ
پروتین د بدن د خوندیتوب سیستم د پیاوړي کولو لپاره ضرور دی. د برید کوونکو مکروبونو په وړاندې د بدن د ساتنې لپاره یې بیلابیلې بڼې اړینې دي دغه راز د غفوني کیدو مخنیوی هم کوي.

زموږ په ورځنیو خوړو لکه غوښې، هګیو، چرګانو، کبانو، حبوباتو او نورو کې په کافي اندازه پروټین شته.

– ورزش وکړئ
علمي څیړنو ښودلې چې د عضلاتو منظم تمرين لکه په کراره منډه، له دوو امساګانو ته ورته لرګیو سره قدم وهل او لږ ترلږه د ۲۰ دقیقو له پاره په اونۍ کې دری واره پیاده یا پلي ګرځیدل کولی شي د انسان د بدن مدافع سیستم پیاوړی کړي. خو متوجه اوسئ چې د بدن تر توان زیات تمرينونه کیدای شي د بدن مدافع سیستم د کمزورې کیدو سبب هم شي.

– خوب وکړئ
په کافي اندازه او ښه خوب د انسان بدن ته انرژي وربخښي او د ستړتیا د رفع کیدو سبب ګرځي. خو یوازې خوب کافي نه دی. انسان باید ژور خوب وکړي. د ژور خوب په وخت کې عصبي پیغام رسونکي ریشتې چې یو ډول کیمیاوي مواد دي آزادیږي او دفاعي سیستم پر فعالیت راولي.

– ځان خوشاله وساتئ
څيړنو ښودلې ده چې خوش طبعي، میلان او له ژوند سره مينه د انسان د بدن د خوندیتوب سیستم پياوړی کوي. خندا او خوشحالي نه یوازې د انسان د ژوند کیفیت ښه کوي، بلکې د یو شمیر میکروبونو او ویروسونو په مقابل کې د انسان د بدن مقاومت هم زیاتوي.

– ازاده هوا کې قدم ووهئ
د باندې قدم وهلو سره سړی کولی شي له یوې خوا تازه هوا تنفس او له بلې خوا جسماني حرکت ترسره کړي چې دواړه د بدن دفاعي سیستم په تقویه کولو کې مرسته کوي.

– له خوږو خوړو ډډه وکړئ
څیړنو ثابته کړې ده چې د انسان په بدن کې د یو شمیر قندي موادو لکه فرکتوز او ګلوکوز جذب یا حلیدل په هغه اندازه ویټامين مصرفوي چې په بدن کې وجود نه لري. له همدې امله باید د شکرې کارونې ته پام وکړو.

– لامبا وکړئ
له متناوب یخ او ګرمو اوبو سره لمبیدل د بدن د حرات درجې په تنظیمولو کې مرسته کوي. سربیره پر دې د حمام یا لمبلو پر مهال مساج د بیلګې په توګه د بورس یا سفنج په وسیله مساج د بدن دفاعي سیستم لا زیات تحریکوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 333 تاريخ : دوشنبه 15 مرداد 1397 ساعت: 0:36