ننګرهار: په شینوارو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ تورنمینټ پای ته ورسید

ساخت وبلاگ

راپور: توحیدالله اخندزاده

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ د شیرګړ قریه کې د پښتون ژغورنې کرکټ سیالیو تورنمینټ چې د سرطان میاشتې په پنځلسه نیته پیل شوی و، پرون جمعه پای ته ورسید.

په دې سیالیو کې د شینوارو او مومندو بیلا بیلو ولسوالیو د کرکت لوبډلو چې شمیر څلویښتو ته رسیده، ددوو ځايي ځوانانو؛ توحیدالله احندزاده او شوکت ملنګ جان له لورې په لاره اچول شوې وې.

پایلوبه یې د ګڼ شمیر ځوانانو، مخورو مشرانو په شتون کې ترسره شوه؛ د تورنمینت پایلوبې ته شیرګړ ستار او د SHZ لوبډلو لاره پیدا کړې وه چې د لوبې پچه یعنې ټاس د شیرګړ ستار لوبډلې وګتله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

په لومړۍ توپ وهنه کې د شیرګړ ستار لوبډلې له لورې په تاکل شویو لس اورونو کې د دوه لوبغاړو په زیان د عبدالمنان شینواري د ۵۷ منډو په مټ یې ۱۳۰ منډې هدف د SHZ لوبډلې ته ورکړ.

د یاد هدف د پوره کولو لپاره د SHZ لوبډلې توپ وهنه پیل کړه چې د یادې لوبډلې لوبډلمشر کامران شینواری کلیدي لوبه ترسره کړه او د خپلې لوبډلې لپاره یې یو شپیته ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

دSHZ لوبډلې د دوو لوبغاړو په زیان په نهم اور کې ځان د اتلولۍ جام ته ورساوه او لوبه یې د اتو ویکټو په توپیر وګتله.

د تورنمینت او د فاینل لوبې غوره لوبغاړی کامران شینواری اعلان شو. ځکه تر ټولو ډیرې منډې جوړې کړې وې.

د تورنمینت مسوولینو له لوری راغلو میلمانو٫ فعاله ځوانانو او قومي مشرانو ته ځانګړې ډالۍ ورکړل شوې.

باید وویل شي چې باید وویل شي چې په دې سیالیو کې ۴۰ لوبډلو ګډون درلود. دا لوبې دولس اوریزه وې، چې شا او خوا ۳۵ ورځو کې پای ته ورسیدې.

ددې ټورنمینټ هدف په کوزه پښتخونخوا کې د منظور پښتین په مشرۍ له راپورته شوي غورځنګ ملاتړ و.

ددې ترڅنګ ځايي ځوانان دا ډول د ټورنمینټونه ګټور بولي، ځکه په وینا یې چې هم یې په یو ټغر راټولوي او هم ورته په دې تاوتریخجن ماحول کې د خوښۍ احساس ورکوي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 270 تاريخ : شنبه 13 مرداد 1397 ساعت: 23:49