د پکتيا اوسېدونکي: پر اهل تشيع بريد په ټولو افغانانو بريد او او موږ نه شي بېلولی

ساخت وبلاگ

ګردېز (پژواک ١٣ زمرى ٩٧): د پکتيا د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي په ګردېز کې شوى بريد غندي او وايي، بهرنۍ استخباراتي کړۍ په داسې بريدونو د افغانانو تر منځ د قومي او مذهبي نفاق رامنځته کولو هڅې کوي، خو په دې چاره کې به بريالي نه شي.

د جمعې په ورځ د ګردېز ښار د خواجه حسن کلي د جامع جومات په ځانمرګي بريد کې د مشرانو، ځوانانو او ماشومانو په ګډون ۳۴ تنه لمونځ کوونکي ووژل شول او شاوخوا سل تنه نور ټپيان دي.

د ولايتي شورا غړی محمد رحمن قادري دا د پرديو د سياسي ګټو لپاره تر سره شوی ناوړه عمل بولي او وايي، چې اوس خلک پوه شوي او هېڅکله به دې بريدونو ته قومي يا مذهبي اړخ ورنه کړي.

ده نيوکه وکړه چې د تېرو ترهګريزو پېښو نه تعقيب او عاملينو ته يې سزا نه ورکول، د دې او نورو پېښو لامل ګرځېدلی دي.

نوموړي زياته کړه: ((ولسونه اوس پوه شوي چې دا د سياسي استخباراتي جنګونه دي او هېڅکله نه شو ويلی چې دا کار سني کړی او شيعه دې د سني يا دې سني د شيعه پر وړاندې د درېدو فکر هم وکړي. دا افراطي او سياسي ډلو تر سره کړی، چې ځان ته پرې کرېډټ واخلي. دې ته نه ديني او مذهبي رنګ ورکولی شو، نه قومي او نه ژبنی رنګ ورکولی شو.))

د تېرې سيمې قومي مخور شفيق سحر وايي، په افغانستان کې اوسېدونکي ټول قومونه او مذهبي ډلې د اوږد تاريخ او زياتو مشترکاتو په مټ سره اوبدل شوي او تر منځ يې بېلتون او اختلاف رامنځته کول ناشونی کار دی.

ده وويل چې ځينې بهرني هېوادونه له ډېره وخته له بېلابېلو لارو هڅې کوي، چې له ورته غير انساني او کرغېړنو لارو د خلکو تر منځ تفرقه رامنځ ته کړي.

نوموړی وايي: ((دا پېښه واقعا ډېره بوږنوونکې ده او د پکتيا خلک څه چې د ټول افغانستان خلک پرې خفه دي. دا زموږ وروڼه دي، بهرنيو استخباراتي کړيو هڅه دا کړې ده چې دا ملت په ټوټو ووېشي، خو دې هدف ته به هېڅکله ونه رسيږي. په دې پېښه ټول ملت خفه دی او غندي يې.))

د احمدابا ولسوالي اوسېدونکی عمران د عامو خلکو وژنه جنايت بولي او له نړيوالو غواړي چې په افغانستان کې د ترهګري د مخنيوي او له منځه وړلو په برخه کې خپل مسووليت تر سره کړي.

دی زياتوي: ((دا د انسانيت او اسلاميت له سرحده لرې کار دی، عاملينو ته يې د جزا غوښتنه کوو؛ شهيدانو ته د مغفرت او کورنيو ته يې صبر جميل غواړو او ټپيانو ته د کامل صحت غوښتونکي يو. د هر افغان وژنه، هغه که د هر مذهب پيرو وي، وژنه يې بايد بنده شي.))

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی لقمان جلالزی وايي، ټول افغانان يو وجود دي او تل به د وروڼو په څېر ژوند کوي.

د هغه پهوينا، د پېښې ټپيانو ته د هرې سيمې اوسېدونکي د وينې ورکولو لپاره ورغلي وو، چې د افغانانو د يووالي او غمشريکي غوره بېلګه ده.

ده وويل: ((دا پېښه نه تنها زموږ په اهل تشيع وروڼو وه، بلکې دا زموږ خپله پېښه وه. کله چې دوی زخميان و، موږ ټولو په ګډه وينه ورکړه او دا ښه بېلګه ده چې موږ يو وجود يو، نه سره بيلېږو او دښمن نه شي کولی چې زموږ تر منځ تفرقه واچوي او سره بېل مو کړي.))

د خواجه حسن کلي اوسېدونکي د بېلابېلو سيمو د مشرانو، ځوانانو او مېرمنو په غمشريکي خوښ دي او وايي، چې افغانان ګډ دښمن لري او غواړي بې توپيره يې په بېلابېلو نومونو ووژني.

د دوی په استازیتوب قاري سيد حيدر پژواک ته وويل: ((امام جعفر صادق فرمايي چې شيعه او سني وروڼه نه، بلکې يو تن دي. په پروني بريد کې يواځې اهل تشيع نه، بلکې ټولو مسلمانانو صدمه رسېدلې. له پرونه تر اوسه د پکتيا محترم اقوام او وروڼه له موږ سر دي او غمشريکې يې کړې ده، همدارنګه کابو له ټولو ولايتونو وطنوالو د همدردي پيغامونه رالېږلي او له ټولو يو جهان مننه کوو.))

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 312 تاريخ : شنبه 13 مرداد 1397 ساعت: 23:49