د چرګ له غوښې سره د انار پلو داسې پخولی شئ

ساخت وبلاگ

ژباړه او زیاتونه: مریم محمدي

انار د طبیعت تر ټولو ګټوره میوه ګڼل کیږي. انار د A، C، E، او K ویټامینونو سربیره د فولیک اسیدونه هم لري، چې د انسان په عمومي روغتیا لپاره ګټور دي.

انار د ژر زړښت مخه نیسي، حافظه قوي کوي، د هاضمي سیستم عښتلی کوي د دې ترڅنګ بې شمیره نورې ګټې هم لري.

له انارو په بیلو بیلو طریقو استفاده کیږي، لکه په درملو کې، جوس، رب او نور خوارکي موادو کې هم کارول کیږي، خو نن درته د چرګ له غوښې سره د انارو پلو پخوو، راسره اوسئ.

د اړتیا وړ مواد:
۱- وریجې یوه نیمه کیلو
۲- د چرک د سینې غوښه یو کیلو
۳- د انارو دانې یو ګیلاس
۴- میده شوې پسته یو ګیلاس
۵- پياز دوه دانې
۶- دڼیا د اړتیا په اندازه
۷- د زعفرانو اوبه درې قاشوغې
۸- مالګه او کورکمن د اړیتا په اندازه

د پخولو طریقه:
– اول د چرګ غوښه له مالګې، یو دانه پیاز او کورکمن سره په دوه ګیلاسه اوبو کې د یخني په ډول یې پخه کړئ، کله چې غوښه پخه شوه، بیایې میده میده کړئ.

– وروسته وریژې چې باید نیم ساعت مخکې لندې شوي وي، هغه را واخلئ په یو دیګ کې له مالګې او اوبو سره یو ځای جوش کړئ، کله چې نرمې شوې، په بل دیګ کې یې صفا کړئ.

– اوس نو په یو بل دیګ کې غوړي واچوئ، چې سره شي بیا یو دانه پیاز میده میده کړئ او ور وایې چوئ، کله چې پیاز سره شول، په دې وخت کې د چرګ میده شوې غوښه، دڼیا، د پستې حلال او د انارو دانې ټول په کې واچوئ، او لږ تف ورکړئ.

په اخیر کې یو مناسب دیګ راواخلئ، لږ د چای د قاشوغې په اندازه غوړي په کې واچوئ، بیا یو کپګیر وریژې اضافه کړئ، یو کپګیر د انارو له دانو سره تیار شوي مواد پکې واچوئ همداسې ټول مواد له وریژو سره په دیګ کې یو ځای کړئ، وروسته د زغفرانو اوبو او یو ګیلاس د څښلو اوبو په کې واچوئ او سر یې بند کړئ، له ۱۰ تر ۱۵ دقیقو پورې په نرم اور دم ورکړئ.
اوس نو د چرګ له غوښې سره انار پلو تیار دی، کولای شئ له کورنۍ او دوستانو سره یې نوش جان کړئ.
سرچینه: بخش خدمات آشپزی سایت

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 303 تاريخ : يکشنبه 10 تير 1397 ساعت: 6:28

خبرنامه