په افغانستان کې له لمره په کوم وخت کې ځان وساتو !

ساخت وبلاگ

ډاکټر عبدالولي اعتماد ( د پوستکي او ښکلا متخصص)

د لمر د مضرو وړانګو درجه په UV index سره اندازه کیږي. هر څومره چي د لمر وړانګي تیزي وي په هغه اندازه UV index لوړ وي په داسې حالت کې باید پوستکی د لمر څخه په پوره اندازه سره وساتل سي.
معمولا د UV index درجه د 0 تر 11+ پوري وي چي په ځینو هیوادونو کې د هوا د حالاتو تر څنګ د لمر د وړانګو درجه هم اعلانوي تر څو خلک د لمر د وړانګو د درجې څخه خبر او د پوستکي صحي ساتنه وکړي.

دا چي په افغانستان کي د لمر د وړانګو اندازه په خبرونو کې نه خپریږي نو په کار ده چې د سهار د ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۳۰ بجو پورې د لمر د وړانګو څخه ځان وساتو، او د پوستکي د ښه ساتني لپاره د لمر ضد کریم، د لمر ضد عینکو، او صایوان څخه استفاده وکړو.

که چیري د لمر شعاع ته برابر شو، پوستکي ته مو کومې ستونزې پيښیږي؟
د پوستکي سوځل او توریدل کېدل، د پوستکي لکې، د پوستکي ګونځي، د پوستکي زړښت او بالاخره د پوستکي سرطانونه د لمر د وړانګو څخه منځ ته راځي.

ددې لپاره چي پوستکی مو ښکلی روغ او ځوان و اوسي باید هره ورځ دوه ځله سهار ۸ بجې او غرمه ۱ بجه د لمر ضد کریم استعمال کړو او د لمر د وړانګو څخه ځان وساتو.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 337 تاريخ : يکشنبه 10 تير 1397 ساعت: 6:28