راتلونکې اوونۍ سعودي کې د افغان سولې په اړه د علماوو نړيوال کنفرانس جوړېږي

ساخت وبلاگ

مزار شريف ( پژواک، ۹ چنګاښ ۹۷) : د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې راتلونکې اوونۍ په سعودي کې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه د ټولې اسلامي نړۍ د ديني عالمانو تر منځ پرله پسې کنفرانسونه جوړېږي.

دغه څرګندونې د سولې عالي شورا مرستيال مولوي عطا الرحمن سليم د چنګاښ په ٩مه، د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې له مدني ټولنو، ښځو او ځوانانو سره د سولې برخه کې د هغوی د نظرياتو اخيستو په موخه جوړې شوې غونډې کې وکړې.

هغه زياته کړه، د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو لپاره نړيواله اجماع رامنځته شوې ده.

مولوي سليم وايي، د اختر په ورځو کې اوربند وښودله چې افغانان له جګړو ستړي دي او سوله غواړي.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده او نه مذهبي اړخ لري.

د سولې شورا مرستيال وويل، هېواد کې روانه جګړه نړيواله لوبه ده چې يواځې د سون توکي يې افغانان دي.

هغه که څه هم ډېر جزئيات ورنه کړل؛ خو زياته يې کړه چې د طالبانو له رهبرۍ سره په تماس کې دي او په وينا يې چې هغوی هم د سولې مذاکراتو پيل کېدو لپاره تمايلات ښودلي دي.

د سولې عالي شورا مرستيال همدا راز وويل چې د راتلونکي جولای مياشت په لسمه او يوولسمه (د چنګاښ په ٢٠مه او ٢١مه) به په سعودي عربستان کې د افغانستان د جنګ او سولې په اړه دوه پرله پسې کنفرانسونه جوړ شي چې د ټولې نړۍ ديني عالمان به په کې برخه واخلي.

نوموړي زياته کړه چې د دغو کنفرانسونو څارنه د اسلامي هېوادونو نړيوال کنفرانس کوي او  په وينا يې چې اوس ټوله اسلامي نړۍ دې توافق ته رسېدلې چې د افغانستان جنګ بايد پای ته ورسېږي.

هغه له افغانانو هم وغوښتل چې هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسېدو لپاره بايد لاس په کار شي.

سليم اعتراف وکړ چې حکومت او سولې شورا په تېر کې ځيني نيمګړتياوې درلودې؛ خو په اړه يې ډېرى جزييات ورنه کړل.

هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې اوس  بايد له جګړې د وتلو په خاطر له نظام او سولې شورا سره خپلې طرحې شريکې کړي.

نوموړي زياته کړه: (( هر څوک چې د سولې لپاره منطقي طرحې لري راوړاندې دې شي او له نظام او خلکو سره دې د سولې راوستو کې مرسته وکړي.))  

د سولې عالي شورا مرستيال د خپلو خبرو په دوام کې دا هم  وويل چې ډېری وسله وال د جګړې لپاره منطقي او شرعي دليل نه لري.

د هغه په وينا، که طالبان د بهرنيانو وتل غواړي؛ نو د مذاکراتو پر مېز دې ټولې غوښتنې مطرح کړي.

نوموړي طالبان په افغانستان کې د بهرنيانو پاتې کېدو ته زمينه جوړونکي وبلل او ويې ويل: ((بهرنيان له افغانستانه د وتلو په حال کې و، خو وسله والو طالبانو ورته بېرته د پاتې کېدو زمينه برابره کړه.))

هغه طالبانو ته په خطاب کې وويل: ((که تاسې کندوز ته سقوط نه وای ورکړی، که تاسې په بغلان او فارياب ډله ييزې حملې نه وای کړې؛ نو بهرنيانو د افغانستان جنګ پای ته رساوه.))

نوموړي د سولې غوښتنې له حرکتونو هم غوښتنه وکړه چې حکومت يې ټولې غوښتنې منلي او په وينا يې دغه حرکتونه دې اوس طالبانو باندې فشار راوړي چې خبرو ته حاضر شي.

هغه د سولې برخه کې د پاکستان نقش مهم وباله او زياته کړه: ((د اوربند برخه کې پاکستان هم نقش لوبولی دی او د سولې د مذاکراتو پيل لپاره هم د پاکستان نقش مهم دی.))

د سولې شورا مرستيال دا هم وويل چې د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو لپاره سيمه ييزه او نړيواله اجماع رامنځته شوې او هېڅوک يې مخالفت نه کوي.

هغه د بېلګې په ډول د ايران، روسيې او چين نومونه ياد کړل چې د افغان سولې ملاتړ يې کړی دی.

په غونډه کې د بلخ ولايت مقام مرستيال بشري توحيدي هم د جګړې پر پای ته رسېدو ټينګار وکړ.

نوموړي  وويل، نظام کې ځکه يو لړ ستونزې شته چې په وينا يې جګړه روانه ده.

توحيدي پر طالبانو هم غږ وکړ چې د افغانانو د سولې غوښتنې اواز ته دې مثبت ځواب ووايي.

د بلخ ولايت مقام مرستيال زياته کړه چې جګړه د هيچا په ګټه نه ده

هغه دا هم وويل چې هېڅ لوری د جګړې له لارې بريا ته نه شي رسېدای.

په دغه کنفرانس کې ګډون کوونکو مدني فعالانو هم د هېواد جګړه ويجاړوونکې وبلله او له ښکېلو غاړو يې غوښتنه وکړه چې د پای ته رسېدو لپاره يې بايد د مذاکراتو مېز ته سره کېني.

مدني فعاله ريحانه عزيزي وايي چې افغانان نور له جګړو ستړي دي او سوله غواړي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې سوله يوه ټولنيزه مسله ده او په وينا يې چې بايد د ټولنې ټول اقشارو ته نقش په کې ورکړل شي.

هغې دا غوښتنه هم وکړه چې د مذاکراتو په نوم دې د ټولنې شته ارزښتونه نه قرباني کېږي.

عزيزي د سولې مذاکراتو برخه کې د مېرمنو پر ونډې هم ټينګار وکړ.

دغه کنفرانس به دوه ورځې په مزار شريف کې دوام وکړي، سولې شورا مسوولينو يې موخه د سولې په تړاو د هېوادوالو د طرحو او وړانديزونو راټولول په ګوته کړي دي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 331 تاريخ : يکشنبه 10 تير 1397 ساعت: 6:28