۱۴ سوه کاله مخینه لرونکي د هرات جامع مسجد

ساخت وبلاگ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د هرات جامع مسجد د نړۍ له پنځو پخوانیو مسجدونو شمېرل کېږي، چې د آبي مسجد په نامه هم مشهور دی او ۱۴سوه کاله مخینه لري.

دغه مسجد په (۴۶۷۶۰) متره مربع ځمکه کې جوړ شوی، چې ۴۶۰ ګنبدې، ۱۳۰رواقونه ۴۴۴، پایې، ۴ ایوانونه،۴ دروازې او څلور لویې کتیبې لري، چې د قران کریم آیاتونه او د لویو شاعرانو عرفاني شعرنه پرې لیکل شوي دي.

د هرات جامع مسجد په یو وخت د ۱۰۰۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري او لویه کتاب خانه یې د ۴ زره ټوکه کتابونو درلودونکې ده. په ۲۹ هجري قمري کال کې کله چې د هرات خلک د اسلام په مبارک دین مشرف شول دغه لوی معبد د مسلمانانو پر مسجد بدل شو، چې بیا تر ننه پورې څو ځله له سره رغول شوی دی ان اوس هم په کې د مسجد د ښکلا او زینت لپاره کار روان دی.

د مسجد اوسنۍ بڼه د تیموریانو د لاس معماري ده. په ۴۱۴ هجري کال کې د مسجد یوه برخه چې پر لرګیو پوښل شوې وه د اور د لمبو خوراک شوه، چې بیا له سره ورغول شوه.

په ۱۳۲۴ هجري کال کې د عبدالله خان ملکیارلخو، چې د هرات نائب الحکومه و، د مسجد ساحه پراخه شوه او ۲۵ زره متره مربع باغ هم د مسجد پر ساحه ورزیات شو. دغه مسجد په هغه وخت کې یوازې یو عبادت ځای نه و، بلکې یوه لویه دیني مدرسه هم وه، چې خلکو به په کې دینې زده کړې کولې.

که څه هم چې ۷ کاله وړاندې د مسجد د بیا رغولو چارې پای ته رسېدلې دي، خو اوس هم ۴ مهندسان او ۶ کاشي جوړونکي په کې په کار بوخت دي، تر څو مسجد نور هم ښکلی کړي یا هغه برخې چې زیان ورته رسېږي له سره ورغوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 316 تاريخ : يکشنبه 27 خرداد 1397 ساعت: 16:28