امريکا، ناټو او يوناما د ولسمشر غني له خوا د اوربند د غځېدو هرکلى وکړ

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٧): امريکا د دې ترڅنګ چې د ولسمشر غني د هڅو ملاتړ وکړ، د اوربند د دوام غوښتنه او له طالبانو سره د سولې خبرو د پيلېدو غوښتنه وکړه، وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د اسانتياوو رامنځ ته کولو ته چمتووالى لري.

دغه مطلب د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو (Michael Richard Pompeo)، پرون په واشنګټن کې په ډاګه کړى دى.

نن يکشنبه (د غبرګولى ٢٧مه) د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند درېيمه او وروستۍ ورځ ده. د دې نېټې له پاى ته رسېد مخکې ولسمشر غني، پرون ولس ته په وينا کې له طالبانو سره د حکومت اوربند چې مخکې د روژې له ٢٧مې د اختر تر پنځمې پورې و، تر نامعلومې نېټې پورې وغځاوه.

په دې اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي: "موږ د ولسمشر غني د اوربند د غځېدو او د سولې مذاکراتو د وړانديز ملاتړ کوو."

د ده په وينا، د امريکا متحده ايالات چمتو دي چې د سولې مذاکراتو کې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

هغه زياته کړې: "امريکا اماده چې د افغانستان له دولت، طالبانو او د افغانستان له ټولو خلکو سره همکاري وکړي، ترڅو د سولې هوکړې او سياسي حل ته ورسېږي او په افغانستان کې جګړه د تل لپاره پاى ته ورسېږي."

دى وايي: "موږ د افغانستان د سرتېرو او پوليسو عکسونه له وسله والو طالبانو سره يوځاى وليدل، که افغانان کولاى شي يو د بل ترڅنګ لمونځونه وکړي، مشران يې هم کولاى شي يو له بل سره خبرې وکړي او خپل اختلافات حل کړي."

دغه راز د ناټو او امريکا تر مشرۍ لاندې پرېکنده ماموريت ځواکونو هم د ولسمشر له خوا د اوربند د غځېدو هرکلى کړى دى.

د دې ځواکونو له خوا پژواک ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اوربند يواځې له طالبانو سره دى او په هغه کې داعش، القاعده، سيمه ييزې او نړيوالې ترهګرې ډلې نه دي شاملې.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوى دفتر (يوناما) هم د خبرپاڼې په خپرولو سره چې يوه کاپي يې پژواک ته رالېږلې، له طالبانو سره د اوربند د غځېدو په اړه د افغانستان د دولت د هڅو هرکلى کړى دى.

يوناما له طالبانو هم غوښتي د جګړې د پاى ته رسولو په خاطر مثبت ځواب ورکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 311 تاريخ : يکشنبه 27 خرداد 1397 ساعت: 16:28

خبرنامه