په پاکستان کې د بادشاهي مسجد

ساخت وبلاگ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د بادشاهي مسجد د پاکستان دویم لوی مسجد دی، چې د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې موقعیت لري. دغه مسجد په ۱۶۷۳ مېلادي کال کې د هند د ګورګانیانو د وروستي امپراتور اورنگ ‌زیب عالمگیر په امر جوړ شوی دی، چې کله کله دغه مسجد د عالمګیري مسجد په نوم هم یادېږي.

د بادشاهي مسجد په پاکستان کې د شاه فیصل له مسجد وروسته دویم او د جنوبي اسیا په کچه پنځم لوی مسجد شمېرل کېږي.

د مسجد په داخل کې پر یو وخت (۵۰۰۰) لمونځ کوونکي ځایېږي، خو پرصحن سربېره دغه مسجد بیا په یو وخت کې د (۶۰۰۰۰) زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د مسجد پر دېوالونو له لیکنو ښکاري، چې په لومړی ځل د مسجد جوړولو دوه کاله وخت نیولی دی. د وخت په تیرېدو سره مسجد بیا بیا روغول شوی او لوی شوی دی. د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۰ مېلادي کال کې د مسجد صحن د مرمرو په ډبرو وپوښل شو، چې مسجد ته یې لا ښکلا ورکړه.

د بادشاهي مسجد درې لویې ګنبدې او څلور لوی منارونه لري. د مسجد منارونه، دېوالونه او بېرونی صحن په سرو مرمرو او ډبرو پوښل شوي دي، چې ټول مسجد ته یې سور رنګ ورکړی دی.

دغه مسجد د ګورګانیانو د دورې له شهکارونو څخه شمېرل کېږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 290 تاريخ : پنجشنبه 24 خرداد 1397 ساعت: 17:16

خبرنامه