د طالبانو له خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز د لوګر خلک له ستونزو سره مخ کړي

ساخت وبلاگ

پل علم (پژواک، ٢٤ غبرګولى ۹۷): د لوګر اوسېدونکي شکايت کوي چې په مرکز پل علم او ولسواليو کې وسله والو طالبانو د شپې له مخې د ټيلېفوني شبکو پر فعاليت بنديز لګولى چې له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

د لوګر د مرکز پل علم اړوند د دادوخېلو سیمې اوسېدونکي عبدالله د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د شپې له مخې په مرکز او ولسواليو کې ټيلېفوني شبکې کار نه کوي.

هغه زياته کړه: ((د مازديګر له شپږو بجو د سهار تر پنځو بجو پورې موبايلونه کار نه کوي چې دا يو لوى مشکل دى.))

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ د غزني خېلو سيمې اوسېدونکي فريد احمد پژواک ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د دوى په سيمه کې ټيلېفوني شبکې د ورځې او شپې له مخې کار نه کوي.

هغه وايي: ((دوه مياشتې مخکې طالبانو دلته درې انتونه وسوځول، له هغه وروسته بېخي ټيلېفونونه کار نه کوي او په نورو سيمو کې بيا د طالبانو په امر د شپې له مخې ټيلېفون کار نه کوي.))

همدارنګه د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې اوسېدونکي سيداحمد شاه وويل چې د روان کال له پيله په دې ولسوالۍ طالبانو د ټيلېفوني شبکو پر فعاليت بنديز لګولى دى.

هغه وايي: ((د ورځې له مخې کله نا کله کار کوي خو دا درې مياشتې کيږي چې شپې له مخې بيخي کار نه کوي.))

ده زياته کړه: ((د شپې له مخې کله چې مريض پيدا شي، نو مشکل بيا ډېرېږي، څو ورځې مخکې زما مور مريضه وه، ټيلېفونونو کار نه کاوه چې موټر مو را غوښتى واى، نو په سخت مشکل کې پاتې وو.))

همدانګه د لوګر ولايتي شورا غړي سيد قريب الله سادات د اړوندې موضوع په اړه پژواک ته وويل چې د مرکز تر څنګ په ټولو ولسواليو کې د شپې له مخې ټيلېفوني شبکې کار نه کوي.

سادات وايي: ((حکومتي کسان خو کولاى شي چې له مخابرو او نورو وسايلو هم کار واخلي، پر شبکو بنديز لګول يواځې عام خلک له مشکل سره مخ کړي دي.))

ياده موضوع د لوګر چارواکي هم تاييدوي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزى وايي چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.

دى وايي: ((طالبانو په ډېرو سيمو کې انتونه سوځولي؛ نو ځکه د شپې له مخې مخابراتي شبکې کار نه کوي.))

د احمدزي په وينا چې د سوځول شوو انتونو پر بېرته جوړولو کار روان دى چې ډېر ژر په دغه ستونزه هواره شي.

بل لور ته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د شپې له مخې د ټيلېفوني شبکو پر فعاليت دوى بنديز لګولى دى.

د هغه په خبره، له مخابراتي شبکو په ګټې اخيستنې سره د حکومت او د امريکا استخباراتي ادارې د شپې له مخې د دوى مرکزونه په نښه کوي او چاپې پرې وهي.

مجاهد زياته کړه: ((دغه مشکل به ژر حل شي خو که مخابراتي شبکې د معلوماتو په ورکړه کې له حکومت سره همکاري ونه کړي.))

د يادونې ده، تر دې وړاندې هم وسله والو طالبانو د هېواد په نورو ولايتونو او ولسواليو کې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى و.

 

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 290 تاريخ : پنجشنبه 24 خرداد 1397 ساعت: 17:16

خبرنامه