د غوښتنو ټکر؛ ولس څه غواړي، حکومت په څه بوخت دی ؟ – ارشاد رغاند

ساخت وبلاگ

په وروستیو کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د خپلمنځیو اختلافونو نوې څپه را ټوکیدلې او داسې ښکاري، چې په تدریجي ډول به دوامداره او جدي شي .

دا ځل اختلافونو نوې بڼه موندلې، د پخوانیو ناندریو برعکس اوس دواړه لوري هڅه کوي، چې د څو کلن حکومت د ستونزو او ناکامیو پړه پر یو بل واچوي .

دا چې ولې دا ناندرۍ بیا را ټوکیدلې او د پردې تر شا اصلي کیسه څه کیدای شي، په دې لیکنه کې به ورته نظر واچوو .

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته چمتووالی

د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله د وروستیو اختلافونو تر شا اصلي لامل دا دی، چې دواړه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دي . دواړه لوري له اوسه په تدریجي ډول هڅه کوي، چې د ګډ حکومت د ناکامیو پړه پر یو بل واچوي .

د دې لپاره له اوسه هڅه کوي په لوی لاس داسې اختلافونو ته لمن ووهي، چې یو بل پکې کمزوری وښيي او په عامه ذهنیت کې د خپل مخالف لوري اعتبار ته زیان واړوي .

په دې ترڅ کې د ولسمشرغني هغه اقدام، چې د عبدالله په ادعا د ده له موافقې پرته یې د الکترونیکي تذکرو د عملي وېش بهیر پيل کړ د ښاغلي غني لپاره په هغو سیمو کې چې دی د رایې تمه ترې لري ډېره جذابه مسئله وه .

په همدې ډول له دې موضوع سره د ښاغلي عبدالله مخالفت هغو سیمو ته جذابیت درلود، چې د نوموړي د رایو او نفوذ سیمې ګڼل کیږي .

د هغې ناندرۍ په ترڅ کې ولسمشر غني د عبدالله د ننګولو په بڼه د شمال ټلوالې د مشهور قومندان احمد شاه مسعود یادونه وکړه، چې په وینا یې پر خپل افغانیت او اسلامیت یې افتخار کاوه .

ښاغلي عبدالله بیا د غني د ننګولو په بڼه د الکترونیکي تذکرو وېش لومړیتوب نه؛ بلکې دا لومړیتوب ګڼلی و، چې د کړکېچن امنیتي وضعیت د مهارولو لپاره اړین او لازم ګامونه واخیستل شي .

له دې ناندرۍ څخه وروسته د ناندرۍ په بل پړاو کې د ټاکنو خپلواک کمیسون اعلان کړه، چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو رایه ورکونکي کولای شي د رایه ورکونې لپاره د خپلو تذکرو پر کاپیانو هم نوم لیکنه ترسره کړي .

دا خبره وروسته د کمیسون یو شمېر کمیشنرانو ناسمه وګڼله او د مخالفت ترڅنګ یې داسې وښوده، چې ګواکې پریکړه ارګ مېشتو کړې او پر دوی یې تپل غواړي .

اجرایه ریس ډاکټر عبدالله هم د دې پریکړې د مخالفت ترڅنګ په کنایوي ډول ارګ تورن کړ، چې د ټاکنو پر کمیسون فشار راوړي څو غوښتنې یې ومني او په وینا یې د ټاکنو درغلیزو کولو ته لاره پرانیزي .

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بیا د ډاکټرعبدالله څرګندونې نامسولانه وګڼلې او تور یې پورې کړ، چې عبدالله د ارګ او ټاکنیزو کمیسونونو ترمنځ په ګډو مشورتي ناستو کې یو ډول او د باندې د رسنیو پر وړاندې بل ډول خبرې کوي .

له دې سره هم مهاله خپله ولسمشرغني په یوه غونډه کې له دې پرته، چې په مشخص ډول د کوم وزارت یا وزیر نوم واخلي یو شمېر وزارتونه په چارو کې په ناکامۍ تورن او ورسره د جدي چلند خبرداری ورکړ .

دې ته په کتو سره، چې د حکومت وزارتونه د ملي یووالي حکومت د هوکړه لیک له مخې د دواړو ټاکنیزو ډلو(د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله د ټیمونو) ترمنځ وېشل شوي، ګومان کیږي چې دا خبرداری د عبدالله اړوندو وزیرانو ته و .

مبهمه فضا

د حکومت دننه دغه وضعیت که له یوې خوا په حکومت کې دننه د حکومتوالۍ چارې ټکني کړي او پر کارونو یې منفي اغېز کړی، د باندې یې سیاسي فضا هم مبهمه کړې او خلک د ملامت او سلامت په تشخیصولو کې حیران دي .

خلک نه پوهیږي، چې حکومتي مشران آخر څه غواړي او ولې یې سیاسي فضا داسې مبهمه کړې ده ؟

ځینې خلک حکومتي مشران تورنوي، چې د واک د انحصار ترڅنګ یې د اپوزیسیون ځای هم انحصار کړی . دا نیوکه له دې كبله کیږي، چې په ډېرو برخو کې د حکومت یو ټیم د بل ټیم اړوند کارونه او چارې ننګوي .

د دې په پایله کې له لویه سره د حکومت انرژي او امکانات د دې پرځای چې خلکو ته د ښو خدماتو د وړاندې کولو پر مسولیت مصرف شي، د خپلمنځیو ناندریو قرباني کیږي .

د خلکو هیله تر ډېره له حکومتي مشرانو څخه دا ده، چې د خپلمنځیو ناندریو او راتلونکو ټاکنو پرځای د خپلې انرژۍ او فکر د تمرکز پرځای خپلو شته مسولیتونو ته ډېره پاملرنه وکړي .

دوی باید هېر نه کړي، چې د حکومت په ټولو بریالیتوبونو او ناکامیو کې که دوی هرڅو هڅه وکړي ، چې د خپل کریډیټ او مسولیت تله درنه یا سپکه کړي، خو خلکو ته په ټوله کې دواړه حکومتي ټیمونه مسول او د یو شان مقام لرونکي ښکاري .

د افغانستان ننګونکي امنیتي، اقتصادي او سیاسي حالات له هرڅه نه ډېر دې ته اړتیا لري، چې حکومت د خپلمنځیو ناندریو پرځای هڅه وکړي له ځان نه ناراضه نور سیاستوال هم پخپله اصطلاح په یوه ملي اجماع کې راټول او د لویو مسئلو په اړه پاشل شوې اجماع او همغږي بیرته ورغوي .

که په دې برخه کې هر حکومتي ټیم ډېر اخلاص او وړتیا له ځانه وښوده، طبیعي ده چې په راتلونکو ټاکنو کې به هم ښې لاسته راوړنې ولري .
له دې کبله ښه ده، چې حکومت د خپلو پښو د وهلو او سلیقوي چلندونو پر ځای د ملي ضرورتونو درک او عملي کولو ته مخ واړوي .

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 272 تاريخ : سه شنبه 25 ارديبهشت 1397 ساعت: 11:40