ديني عالمان: خلک دې د رايې ورکولو کارتونو د نوم ليکنې په پروسه کې برخه واخلي

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک،۱۱غويی۹۷): ديني عالمانو له خلکو څخه غوښتي چې د رايې ورکولو کارتونو ترلاسه کولو لپاره د نوم ليکنې په پروسه کې دې ګډون وکړي او په خپل انتخاب کې دې دقيق واوسي او دينداره کسانو ته دې رايه ورکړي.

د کابل ښار ۳۰ ديني عالمانو او د جوماتونو امامانو نن په خبري غونډه کې ګډون وکړ او په ټاکنو کې ګډون يې د هر افغان ديني او شرعي مسووليت او مکلفيت وباله او له حکومت څخه يې وغوښتل چې له هغو کسانو سره دې جدي مقابله وکړي چې د سولې له پروسې سره نه يوځای کېږي.

د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې پروسه د وري په ۲۵مه پيل شوې ده. ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه او د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په راتلونکي کال کې ترسره شي.

يوه ديني عالم او د کابل ښار د يوه جومات امام مولوي فضل الکريم سراجي وويل چې په ټاکنو کې برخه اخيستل، د ملي زعيم، د ولسي جرګې د وکيلانو او د ولسواليو شوراګانو د استازو ټاکل د هر افغان ديني او شرعي مسووليت دی.

نوموړي زياته کړه چې شرعا ټول افغانان مکلفيت او مسووليت لري چې د رايې ورکونې کارتونه واخلي او په راتلونکو دوو ټاکنو کې په فعالې ونډې اخيستلو سره، وړ او دينداره کسان وټاکي.

نوموړي د رايې ورکولو په پروسه کې ګډون جهاد وباله او ويې ويل چې بايد په دې جهاد کې هر افغان برخه واخلي.

مولوي سراجي په هېواد کې ځانمرګو بريدونو ته په اشارې سره زياته کړه: "داډول بريدونه پخوا هم د علماء کرامو له خوا غندل شوي وو... اوس هم د عالمانو دريځ روښانه او څرګند دی؛ هغه کسان چې د دې قضيې عاملين دي، له دين سره هېڅ ډول تړاو نه لري، موږ دغه بريدونه غندو،له چارواکو څخه غواړو چې د دغو بريدونو عاملين، هڅوونکي او د دوی مرکزونه دې ژر تر ژره تر تعقيب لاندې ونيسي او د هغوی لمن دې ور ټوله کړي."

په نننۍ غونډه کې د مولوي محمد اصف مصباح په نامه بل ديني عالم د ځانمرګو بريدونو د غندنې ترڅنګ وويل چې په اسلام کې د انسانانو وژل او ځانوژنه جواز نه لري او دا کار حرام ګڼل کېږي.

نوموړي هم له خلکو وغوښتل چې د رايې ورکونې لپاره د نوم ليکنې په پروسه کې دې برخه واخلي او زياته يې کړه: "د افغانستان دښمنانو ته تر ټولو غوره ځواب دا دی چې موږ ټول ټاکنې پياوړې کړو، ډيموکراسي غښتلې کړو او د عدالت او ورورګلوۍ پر لوري ولاړ شو، خپل دولت او ملت پياوړی کړو."

په ياده شوې غونډه کې د مولوي فريد الله ازهري په نامه يوه بل ديني عالم هم وويل چې په ټاکنو کې ګډون اړين کار او د هر افغان ديني او شرعي مسووليت دی.

نوموړي زياته کړه چې خلک بايد د خپل مشر او استازو په ټاکلو کې دقيق و اوسي، ديندارو، وطندوستو او وړ کسانو ته دې رايه ورکړي او د خپلو رايو له پلورلو څخه دې ډډه وکړي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 285 تاريخ : چهارشنبه 12 ارديبهشت 1397 ساعت: 0:00

خبرنامه