ګاتم ګمبیر ډهلي لوبډله نیمه لار کې پريښوده 

ساخت وبلاگ

د هندوستان د کرکټ مي لوبډلې پخواني اوپنر توپ وهوونکي ګاتم کمبیر د هندوستان د کورني کرکټ «IPL»۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د ډهلي ډرید ویلز لوبډلې کپتاني پریښوده.

ګاتم ګمبیر، چې د یولسم پړاو «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ډهلي لوبډلې لخوا د لوبډلمشر په توګه انتخاب شوی و؛ د لوبډلې د مسلسل ماتو خوړولو وروسته یې د لوبډلمشرۍ د پریښودو خبر ورکړ.

نوموړي ویلي، دا چې لوبډله د مسلسل ماتو سره مخ شوه، نو غوره یې وګڼله، چې د لوبډلې په رهبریت کې بدلون راولي او خپل ځان پر ځای یې ځوان لوبغاړی شیر ایس اییر د نوي کپتان په توګه اعلان کړ.

ګمبیر ویلي، شیر ایس اییر په اوسني وخت کې ښه ټچ کې ښکاریږي او ښايي، چې لوبډله یې بیرته ښه راتګ وشي کړی.

 ګاتم ګمبیر وروسته له هغې د دغې لوبډلې د لوبډلمشرۍ څخه انکار وکړ، چې د ۶ ترسره سیالیو څخه یې په پنځو لوبو کې ماتې وخوړې.

که چیرې ډهلي لوبډله د خپلو راتلونکو ۸ سیالیو څخه په ۷ لوبو کې بریا خپله کړي، نو ورته د مخکې تګ چانس شته، چې په اوسني وخت کې یو څه ستونزمن ښکاريږي.

 د ډهلي لوبډلې مشر روزونکي هم د ګاتم ګمبیر دغه کړنه د لوبډلې د پرمختګ لپاره یو ښه اقدام ګڼلی دی او ویلي یې دي، ښآيي د لوبډلمشر په بدلون سره دغه لوبډله بیرته ښه وځلیږي.

په دغه سیالیو کې نه یوازې ډهلي لوبډله د مسلسل سیالیو د بایللو سره مخ ده؛ بلکې د راجستان رایلز او ممبيي انډینز لوبډلو هم د ۶ لوبو څخه په یوې یوې لوبه کې بریاوې خپلې کړې دي او د جدول په وروستیو کرښو کې قرار لري.

 د «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو د اصولو له مخې د لیګ په لمړي راونډ کې هره لوبډله ۱۴ لوبې ترسره کوي، چې دوه ځلې یوه لوبډله د بلې سره مخامخ کیږي او د ډیرو لوبو ګټونکې ۴ لوبډلې بل پړاو ته لار پیدا کوي، چې له هغې څخه دوه لوبډلې بیا د پای لوبې ته ځان رسوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 232 تاريخ : پنجشنبه 6 ارديبهشت 1397 ساعت: 18:02