ښه مفاهمه د بریا کلي ده؛ خو څرنګه یې کولی شو؟

ساخت وبلاگ

لیکنه: هیریفورډ
ژباړه: غازي عابد

د ښو خبرو اترو او مفاهمې مهارتونه د ژوند د بریا، کار، ملګرتیا او اړیکو لپاره خورا مهم دي. پرته له اغیزمنې مفاهمې نه شي کیدای چې یو پیغام په سم ډول ورسول شي، ځکه له ستونزو، سوه تفاهم، خنډونو او ننګونو سره به مخ وي.

د مفاهمې یا خبرو اترو په وسیله افراد یو له بله سره نظریات او مفکورې تبادله کوي او شریکوي. په دې پروسه کې هڅه کیږي چې خپل نظریات، ارادې او اهداف له نورو سره شریک او تبادله کړی شي.

مفاهمه هغه وخت بریالۍ کیدای شي چې پیغام لیږدونکی او پيغام اخیستونکی په لیږدیدونکو معلومات سره وپوهیږي. په اوسنۍ له معلوماتو ډکې او ټیکنالوژیکه نړۍ کې ښه مفاهموي مهارتونه خورا ډیر او بې حده ضرور دي.

د ښې مفاهمې څو لارې چارې:

۱- پوه شه چې څه وایې او ولې یې وایې.
د خپل پیشنهاد او ارادې په پيغام مو ښه ځان پوه کړئ. په دې اګاه اوسه چې له چا سره خبرې کوې او ولې یې کوې. مثلاً که یو څوک سواد نه لري او ستا په عصري خبرو نه شي پوهیدای هغه سره باید هغسې وغږیږې چې هغه پرې پوهیدای شي یعنې ساده او څوک چې پوه وي، هغوی سره باید هماغسې. نو ضروري ده چې په ټولو سیمه ییزو او کلتوري توپيرونو باید پوه اوسې. همداراز په دې باید پوه اوسې چې څه ترلاسه کول غواړې.

۲- څرنګه به یې وایې؟
ضروري ده چې د ویلو په طریقه هم باید وپوهیږو. باید د سترګو اړیکه یا ارتباط جوړ کړو. کله چې له چا سره خبرې کوئ د سترګو ارتباط مو داسې ورسره جوړ کړئ چې هغوی ستاسې د خبرو او غوږ نیونې ډاډ ترلاسه کړي. دویم دا چې باید خپلې بدني ژبې یا باډي لنګویچ ته هم پام وکړې. مثلا که موږ وایو دومره، ډیر او نور او هماغسې باید ورسره لاسونه هم وخوځوو. کله چې مقابل لوری خبرې کوي باید خپل لاسونه سره یو بل کې ورکړې او ډیر منظم ودریږي څو مو تفاهم په کم وخت کې ښه په ډاډ ترسره شي.

۳- غوږ نیول.
مفاهمه ددوو لارو کوڅه ده. کله چې څه وویلي باید غلی شې، غوږ شې او بلاخره یوه پایله هم ترلاسه کړې، یعنې یوازې ستا خبرې کول او د بل نه اوریدل مفاهمه نه ده. که چیرته بل ته غوږ کینږدې کیدای شي ستا له خولې ډیرې بې احتیاطه او غلطې خبرې هم ووځې. اړینه ده چې په ډیر درنښت د بل خبرې واورې او د خبرو په جریان کې د مقابل له خبرو پیداکیدونکو خبرو نه هم نور څه زده کړئ.

۴- موافقې او تفاهم ته باید ورسیږې.
باید دې ته هم متوجه اوسې چې ایا تاسې خپل هدف ترلاسه کړی دی؟ ستونزه حل شوې ده؟ مثلاً که چیرته تاسې بریالۍ پایله ترلاسه نه شوه کړای، نو باید په دې مطمئین شئ چې خپل پيغام مو ښه ور ورسوه او سره پوه شوئ او کنه. یعنې دا هم یوه پايله ده چې دواړه سره پوه شئ. یوه اصطلاح ده چې په مفاهمه کې باید پوه شې او پوه اوسې.
خو په ټوله کې باید ستا پيغام یا ستا مفاهمې توجه او پام راړولی وي، دا چې هغه وخت کې عملي پایله نه لري، دا کومه خبره نه ده.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 245 تاريخ : پنجشنبه 6 ارديبهشت 1397 ساعت: 18:02

خبرنامه