زړه کیسه او نوي کرکټرونه

ساخت وبلاگ

د خټین کور په دویم پوړ کې کړکۍ خواته ناست وم. د کړکۍ فلزي سیخان مې موټو کې ټینګ نیولي و او مخامخ د چارمغزو ونه کې مې یوې مرغۍ ته کتل. په شنه څانګه ناست و، له شنو پاڼو یې سپینې او تورې بڼې ښکاریدې او اوږده لکۍ یې خوځیده. هغه به په مښوکه چارمغز ته ټک ورکړ او بیابه لاندې ولوید.

د کوزې او چلمچي غږ شو. ترور مې تور پلاستیکي دسترخوان غیږ کې نیولی و چې د تناره د اوږدو ډوډیو سرونه ترې راوتلي و. راته ویل یې:
هله ګرانه، لاندې لاړ شه او کاکا ته غږ که!
په منډه خټینه زینه کې تاو راتاو شوم. هغه باغ ته لاړم چې ما یې پر څانګه د ناست مرغه ننداره کوله. اول مې ژر ژر لویدلي چارمغز راټول کړل. اخوا دیخوا مې وکتل، د چا درک نه و. بیرته راغلم. ویل مې کاکا باغ کې نشته.

نښه یې راکړه او بیا ښکته شوم:
د باغ تر څنګ یو خړ دیوال راتاو و. کوچنۍ دروازه ورته لګیدلې وه. له خړ دیواله راپورته شوې جنډې باد رپولې. ور ننوتم. لکه کوچنۍ خونه کې چې خوا په خوا خلک ویده وي. خړ خړ قبرونه و. کاکا د دوه وو قبرونو منځ کې ناست و. یو لاس یې پر سترګو ایښی و او په بل لاس کې یې د لرګي تسبیح زنګیدلې.

حیران شوم. وډار شوم. شیبه ولاړ وم. ورو مې غږ کړ: کاکا، کاکا…
کاکا راپورته شو. دواړو قبرونو ته یې ځير ځیر وکتلې. لکه په اوږده سفر روان مساپر چې خپلې کورنۍ ته ګوري. بیا یې ځان را غونډ کړ. د لرګي په لکړه یې زور کړ او په ستړو ګامونو را روان شو.

کاکا به تر ډیره یوازې د ډوډۍ او لمانځه وخت کې دا قبرونه پریښودل. نور به یې تر څنګ ناست و او د خیال په دنیا کې به ور سره په راز او نیاز بوخت و.

هغه مهال د جلریز شنې او رنګینې درې غرونو وخت نا وخت د بمبارونو، توپونو او ماشیندارو غږونه بدرګه کول. یو نا ناڅاپه به الوتکه راټیټه شوه. بم به یې را خوشې کړ. د مڼو او زردالو له څانګو به میوې په زمکه دل شوې. د سپیدارو ښاخونه به مات شول او یوه سره لمبه به اسمان ته پورته شوه. په دې دره کې یې د سورلۍ یو ډک موټر هم ویشتلی و، موټر اور اخیستی و او سورلۍ یې د سړک تر غاړې په یوه قبرستان کې ښخه شوه چې اوس هم شته.

هغه مهال الوتکو کورونه داسې بمبارول لکه هر کور چې نظامي مرکز وي.

د کاکا کور یې هم بمبار کړی و. د هغه میرمن او ځوانه او یواځنۍ لور یې تر لوټو لاندې کړې وه. کاکا، دوی نشو هیرولی. د همدې دواړو قبرونو په منځ کې به ناست و او په خپله خیالۍ نړۍ کې به غرق و.

له دې صحنې څه باندې درې لسیزې تیرې شوي، خو صحنه هماغه شان تازه ده او همداسې به تازه ساتل کیږي.

دا صحنه هر وخت را یادیږي. د دې هیواد ګڼې میندې او پلرونه لکه جلریزی کاکا له ژونده زړه تورن دي. ما څو ځلې د وطن په هدیرو کې داسې میندې ولیدلې چې د قبرونو منځ کې به ناستې وې او داسې ورو ورو به یې لاس پرې را تیراوه لکه په ماشومتوب کې چې به یې له خوبه ویښول.

نور بس دی. پریږدئ چې میندې او پلرونه د خپلو اولادونو تازه مخونو ته وګوري او کمزورو زړونو ته ترې انرژي واخلي.

محمد نعمان دوست
د ثور ۵مه، ۱۳۹۷

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 280 تاريخ : پنجشنبه 6 ارديبهشت 1397 ساعت: 18:02