د مخ پوستکي د ښایسته کولو لپاره ارازانه کورنۍ درملنه (مالټه)

ساخت وبلاگ

لیکنه: آلما افغان

موږ ټول هر وخت هڅه کوو چې د مخ ښکلا د بیلابیلو بازاري کریمونو سره تجربه کړو، ولې ډیر کم خلک به وي چې په کور کې د طبیعي شیانو څخه ماسک جوړوي او د مخ د ښکلا لپاره له طبیعي شیانو څخه استعفاده کوي.

پام مو وي چې کیمیاوي موادو استعمال مو د مخ طبیعي ښکلا د تل لپاره لمنځه وړي چې بیا په هیڅ صورت بیرته نه راګرځي، مګر د طبیعې توکو څخه ګټه اخیستل او پرمخ يې استعمال که تاسې ته ګټه ونه رسوي زیان هم نه کوي.

غواړم نن تاسې ته داسې یو ماسک وښیم چې په استعمال به يې هیڅکله پښیماني ونه ښيئ.
دا ډیر لږ توکي دي چې مخ به مو پرې شفاف، نرم او ښایسته شي:

۱- د مالټې پوستکی
د مالټې پوستکی پاک ومینځئ او لمر ته يې د څو ورځو لپاره کیږدئ، ترڅو ښه وچ شي، هر کله چۍ ښه وچ شو، نو هغه میده، میده کړئ چې د اوړو په شان میده شو، بیا يې په یوې کوتۍ یعنې ډبي کې يې واچوئ..
په یاد مو اوسه چې څومره د مالټو پوستکي مو وچ کړل، نو د میده کړو په اندازه يې نور لازم توکي ورسره اضافه کړئ.

۲- ماسته
که تاسو د پینځه مالټو پوستکې وچ کړل، نو یوه قاشوغه ماسته ورسره ګډ کړئ، ماسته باید کورني وي مطلب د غوا ماسته وي، نه هغه ماسته چې په بازار کې د وچو شیدو څخه جوړیږي.

۳- یوه قاشوغه شات
شات مو د مخ د ښکلا لپاره ډیر ګټور دي، هڅه وکړئ چې شات مو هم د اصیلو شاتو څخه وي، نه هغه شات چې په بازار کې يې یواځې بوره ویلي کړي وي او په تاسو يې د شاتو په نوم وپلوري، ځکه چې دا چاره د ګټې په ځای زیان رسوي.

د استعمال طریقه یې:
یاد درې واړه توکي به په یوه قوتۍ کې ښه ګډ کړئ، ترڅو ښه حل شي او کریمو په شان شي، هره شپه مخ پاک ومینځئ او په یوه نرمه ټوټه مخ وچ کړئ او په ټول مخ يې ووهئ، نو په لومړي ځل به په خپل مخ او ښکلا کې مثبت بدلونونه ووینئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 221 تاريخ : شنبه 1 ارديبهشت 1397 ساعت: 17:57

خبرنامه