د مینې واده؛ د یوې داسې انجلۍ لړزونکې کیسه چې هلک په مینه واده کړه، خو اوس یې ژوند دوزخ دی

ساخت وبلاگ

لیکنه: آلما افغان

په مینې واده ولې ستونزې جوړوي؟

د همدې پوښتنې ځواب درته د هغه افغان میرمنې د خولې درسره شریکوو چې، په مینه يې واده وکړ او د نوموړې په خبره پوره دیارلس میاشتې يې د خاوند سره په ګډ ژوند کې په ژوندونې دوزخ لیدلی.

آمینه د ننګرهار پوهنتون محصله ده، نوموړې د همدې پوهنتون د داسې یو محصل سره واده وکړ چې دا يې دومره ګواښلې وه چې لومړی ورسره د مینې اړیکه جوړه کړي او وروسته ورسره واده وکړي.

آمینه چې مئینه وه جانو وه، چې واده شوه، منو شوه، یو څه وخت ډیوه شوه، د ماشوم تر پیدا کیدو د مخه آی جنۍ شوه، د ماشوم د پیدا کیدو سره آی شوه او بالاخره پردۍ شوه.

۱- بې باوري

آمینه وايي؛

«خاوند راته له سیند ښوروا او د غره څخه غوښه جوړه کړې وه، فکر مې کاوه ډیر روښان فکره دی، مګر د کوژدنې نه وروسته چې کله مې د کاکا د لور په فراغت غونډه کې ګډون وکړ، نو ګواښ يې وکړ، که دا عمل بیا تکرار شو، نو دستمال یا هم د کوژدې ورکړې نښه به دې بیرته پلارګنۍ ته دروړم.
خلاصه له هر ځای تګ، ماما، کاکا او ټولو خپلوانو او دوستانو څخه پاتې شوم.»

۲- دیکتاتوري

آمینې دا هم ویل چې:

«خاوند مې ډیر دیکتاتور وو، له پزې پورته خبره مې ورسره نشوه کولی، ځکه؛ هغه غوښتل زه تل لکه د یوې وینځې په څیر واوسم او تل نه یواځې دا چې دده تر تسلط لاندې ژوند وکړم، بلکې د ټولې کورنۍ يې نوکره اوسم او د خپلې نوکرۍ په بدله کې یوه مړۍ ډوډۍ وخورم.»

۳- پیغورونه

یو څه چې د یوې انجلۍ په ماغزو ډیر بده اغیزه پریباسي هغه د پیغور ورکول دي، آمینه له پیغوره ډیره بده خاطره لري!!!

هغه وايې:

«یوه ورځ مې خاوند ته ویل، تا راته زارۍ کولې په ډیرو سوالونو دې زما زړه لاسته راوړ، ما سپیڅلې مینه کړې ته ولې دومره ظلم کوي؟
هغه یو ناڅاپه ډیر په غوسه شو، او په قهر کې يې ویل ته راتښتیدلې يې!!! حال دا چې ما ورسره حلاله نکاح او شرعې واده کړی وو، نو په غاړه کې يې راته کیبل واچوه، تر کمود پورې يې په راښکاږلم او راته يې ویل زر کوه اوس، نو په لاس فاضله مواد راواخله او ویې خوره. الله شاهد دی همداسې مې وکړل او بیا يې پریښودم…»

هغه زیاتوي؛
یوه ورځ يې د ماشوم د پیداکیدو په درویشتمه ورځ ددې لپاره ووهلم چې ما يې د زمزمو اوبو څخه یو ګوټ څښلی وو.

د امینې په وینا؛

ډیره يي وهلې یم زیاتره وخت به يې په کیبل وهلم او په څپیړو خو به يې داسې وهلم چې مخ به مې بانجانې رنګ اختیار کړ، راته به يې ویل:
«زه ډیر صلحه رحمه یم، څپیړه خو دې یواځې د وجود رنګ بدلوي، که سوک درکړم نو د ځمکې سره دې نښلوم.»

۴- سر ټیټی
په مینه واده کول په ځینو کورنیو کې چې د مینې په ارزښت نه پوهیږي بې ساری سرټیټی لري، مجبور ټول عمر دې سر او سترګې ټیټې نیولې او ژوند وکړې.

آمینه وايې:

«مینه مې وکړه فکر مې کاوه چې یو هوسا ژوند به ولرم برعکس، د خپل ناسم انتخاب له وجې مې هم د کورنۍ او هم خپل د پیغلتوب غرور مات کړ، همدا وو چې د هر راز ظلم او تیري په بدل کې مې پلار زما د حق پوښتنه نشوه کولی.»

۵- پام نه کول او بیړه
آمینه یادونه کوي چې ما په انتخاب کې نه یواځې دا چې پام ونه کړ، ترڅنګ په کوژدن کې مو بیړه وکړه، ریښتیا يې ویلي چې بیړه د شیطان کار دی، په دیارلس میاشتو کې ما خپل خاوند ونه پیژانده، ځکه مې د ناسمې مطالعې له وجې ورسره ژوند تریخ وو او اړیکه مو ورځ تر بلې بې رنګه کیده، ډیرې سختې مې تیرې کړې، د هرې بدبختۍ راباندې شپه وه.

ریښتیا هم!
که په خپل انتخاب کې دقت ونه کړئ او د والدینو ونه منئ نو؛ لیرې نده چې پښیمانه شۍ.
هیڅکله په یو کار کې بیړه مه کوئ او د چا په خوږو وعدو مه تیروځئ، ځکه آسمان چې څومره غوریږي هغومره نه اوریږي…

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 256 تاريخ : شنبه 1 ارديبهشت 1397 ساعت: 17:57

خبرنامه