بې تدبره تدابیر

ساخت وبلاگ

کتار بار ټیلر ولاړ وو. یوه ځای پر ځای ریزونه ورکړل. چس پس شروع شو. دوړې باد شوې. وغړمبیده او بیا لکه ښامار کوږ وږ را تاو شو. ټیلر مخکې لاړ او بیا یوه درې کسیزه ډله ور پورته شوه. هغوی له منځه څو بوجۍ لرې کړې او یوه لنډه او کوچنۍ لیکه یې وویسته. شیبه وروسته ټیلر حرکت وکړ او بل یوه یې ځای ونیو.

ومې پوښتل، ویل یې دې ته جر وهل وايي او دا د دې لپاره وهي چې ټيلر چیک شي چې ګوندې مهمات، وسلې او یا نور کوم خطرناک مواد پکې بار نه وي!

ما ویل نو دې ټیلر کې خو په سلګونو بوجۍ بار دي او دوی یوازې منځ وکوت؛ که څنډو کې یې ورته ځای پر ځای کړي وي؟ که نورې بوجۍ یې ترې ډکې کړي وي؟ هغه موسک شو او بیا ویل، دا خو یې څه ناڅه وکوت؛ ځینې دومره هم نه کتل کیږي.

دا د ننګرهار د ګمرک کیسه ده. چیرته چې هره ورځ له پاکستانه په لسګونو بار ټیلر او لارۍ راځئ.

عجیبه ده؛ له هغه هیواده چې زموږ حکومت یې د خپلو مخالفو وسلوالو ډلو په مالي او تجهیزاتي ملاتړ تورنوي او د افغانستان د بربادیو لومړی درجه مسوول یې ګڼي، له هماغه هیواده راتلونکيو موټرو سره په کتنه کې دغه شان سطحي او سرسري چلند کیږي.

زه نه وایم چې خامخا به وسلې او نور ممنوعه شیان په همدې لاریوو او ټیلرو کې راځي؛ خو زه دا ضرور وایم چې که چیرې د دې لپاره لټول کیږي چې همدغه شک لري کړي، نو دا د سادګۍ وروستی پوړ دی.

څنګه ممکنه ده چې له سلګونو بوجیو څخه بار موټر کې دې یوازې د منځ بوجۍ لرې شي او یوازې د منځ ساحه دې ور وکتل شي او نور دې ډاډ حاصل شي؟

ایا همدغه موټروانان، که وغواړي ممنوعه شیان افغانستان ته را انتقال کړي، هغوی به د تالاشي له دې معمولي تخنیکه استفاده ونکړي، د ممنوعه شیانو د ځای پر ځای کولو لپاره به د موټر بل ځای انتخاب نکړي.

زه د امنیتي او کشفي چارو ماهر نه یم؛ خو دومره خامخا پوهیږم چې دغه شان تالاشي کول یوازې ځان او خلکو ته دوکه ورکول دي او دا ستر حماقت دی.

په کار خو دا وه چې په دې ۲۱مه پیړۍ کې موږ داسې کشفي وسایل درلودای چې مشکوک شیان پرې دقیق پلټل کیدای.

په کار خو دا وه چې د شک په صورت کې د موټر هره برخه په دقیقه توګه کتل کیدای او بیا ورته د تګ اجازه ورکول کیدای.

دا هم د حل لاره ده چې د هر ټیلر او لارۍ د تخلیې په مهال د اړوندې حوزې او ناحیې کشفي ارګانونو منسوبین حضور ولري او د ممنوعه توکیو د کشف په صورت کې موټروان هملته نغد زولانه کړي.
او…
د امنیت په څير له یوه مهم مسوولیت سره په دې حساسو شرایطو کې دغه شان سر سري چلند ته منطق له خندا شین دی.

محمد نعمان دوست
د ثور ۱، ۱۳۹۷

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 200 تاريخ : شنبه 1 ارديبهشت 1397 ساعت: 17:57