اسټرالیاوي شین واټسن د کریس ګیل لار غوره کړه

ساخت وبلاگ

د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پخواني پیلز توپ وهونکي شین واټسن د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه سیالیو یولسم پړاو کې سلیزه جوړه کړه.

 د (آي پي ایل) سیالیو یولسم پړاو ۱۷ مه لوبه کې نوموړي د چینایي سوپر کینګز لوبډلې په ګټه په اوپنینګ یا پیل توپ وهنه کې د راجستان رایلز لوبډلې خلاف په ۵۷ بالونو چټکې ۱۰۶ منډې جوړې کړې، چې په توپ وهنه کې ۹ څلوریزې او ۶ شپږیزې شاملې وې.

په سیالۍ کې د چینايي سوپر کینګز لوبډلې د شین واټسن د ۱۰۶ او سریش راینا د چټکو ۴۶ منډو جوړلو پرمټ په ټاکلو ۲۰ اورنو کې ۲۰۴ منډې جوړې کړې، خو په ځوابي لوبه کې د راجستان لوبډله بریا ته په رسیدو کې له ستونزو سره مخ شوه او ټوله لوبډله یې په ۱۴۰ منډو سره وسوځیده.

 نوموړی د هندوستان غوره لیګ (آي پي ایل) ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د راجستان رایلز لوبډلې وروسته د لمړي ځل لپاره د چینایي سوپر کینګز لوبډلې په ګټه د یولسم پړاو سیالیو کې لوبیږي، چې په خپل شتون سره یې دغه لوبډله تر لمړي مقامه رسولې ده.

اسټرالوي شین واټسن د بیګا شپې په سیالۍ کې د ویسټ انډیزي کریس د تیرې ورځې د سلیزې جوړولو وروسته په روان یولسم پړاو کې خپله لمړۍ او د روان لیګ دویمه سلیزه جوړه کړه، چې د خپلې لوبډلې په بریا کې ستر رول ولوبوو.

په روان یولسم پړاو سیالیو کې ویسټ انډیزي کریس ګیل لمړۍ سلیزه جوړه کړه، چې د خپلو سلیزو شمیر یې ۶ ته ورسوو، خو ورپسې سم دلاسه اسټرالوي الراونډر شین واټسن د اي پي ایل ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لړ کې خپله دریمه سلیزه جوړه کړه.

نوموړي د همدې راجستان رایلز لوبډلې په ګټه په ۲۰۱۳ م کال کې د اوسنۍ لوبیدونکې چینايي سوپر کینګز لوبډلې خلاف هم سلیزه جوړه کړې وه.

 د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ سیالۍ، چې د روانې اپریل میاشتې د ۷ مې نیټې څخه پیل شوې دي، پکې به د نن ورځ په لمړۍ سیالۍ کې کینګز ایلیون پنجاب لوبډله د کلکتې او په دویمه سیالۍ کې رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډله د ډهلي ډرید ویلز لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي.

 

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 290 تاريخ : شنبه 1 ارديبهشت 1397 ساعت: 17:57