سلمان خان په خپل فلم (بهارت) کې پریانکا چوپړا ته په طنزیه ډول ښه راغلاست ویلی

ساخت وبلاگ

پریانکا چوپړا سلمان خان سره د نوموړي په راتلوونکي نوي فلم ( بهارت) کې د مرکزي رول لپاره انتخاب شوې.

د بالیوډ ستوري سلمان خان په خپل دغه فلم کې پریانکا چوپړا ته د ګډون له په طنزیه انداز ښه راغلاست ویلی.

پریانکا چوپړا د هندوستان ښځینو ستورو له جملې یې هغه ده چې د د ډېرو مینوالو په زړونو کې ځای لري.

چوپړا تر اوسه په ډېرو کامیابو هندې فلمونو کې کار کړی او د دې تر څنګ یې په یوه شمېر هالیوډ فلمونو او سریالونو کې هم کار کړی دی.

نه یوازې دا چې پریانکا د فلم ستورې ده، بلکي نوموړې د فلم پروډیوسره هم ده چې په لارښوونه یې ډېر کامیاب فلمونه هم جوړ شوي دي.

هغه له تیرو دریو کلونو راهیسې په هالیوډ سینما کې په فلمونو جوړولو بوخته ده او هلته یې هم خپل استعداد څرګند کړی.

چوپړا اوس هم د هالیوډ لپاره په شوټینګ بوخته ده چې له ډلې یو د کوانټيکو ټلویزیونې پروګرام دی، خو د دې بوخت مهال وېش سره سره به پریانکا چوپړا د علي عباس په دغه فلم (بهارت) کې د سلمان خان سره یوځای کار وکړي.

د هندۍ رسنیو د رپوټ له مخې، د هندي سینما دبنګ خان په خپل فلم کې د پریانکا چوپړا سره په کار کولو خوښ دی او په یوه ټویټ کې یې هغه ته ښه راغلاست ویلی.

سلمان خان په دغه ټویټ کې په طنز ډول سره لیکلي، ښه راغلاست او ژر ده چې سره به وګورو، خو زمونږ فلم هندی دی.

سلمان خان ځکه دا خبره کړي چې چوپړا په وروستیو کې د هالیوډ فلمونو ته ډېره مخه کړي او ډېر کم وخت په هندي سینما کې راښکار کیږي او یا کارکردګې په بالیوډ کې په نشت حساب ده.

بل پلو:
د (بهارت) فلم لارښود علی عباس ظفر په یوه ټویټ کې د ده په فلم کې د پریانکا چوپړا په کار کولو خوښې ښودلي او ښه راغلاست یې ورته ویلی، د دې تر څنګ یې د نوموړي تصویر هم پورته کړی او ورته یې لیکلي چې د بهارت هوا ستا په انتظار ده.

د یادونې ده چې څور ورځې وړاندې سلمان خان د خپل فلم بهارت لپاره پریانکا چوپړا انتخاب کړه.

ټاکل شوې دغه فلم د را روان ۲۰۱۹ کال د اختر په شپو ورځو کې نندارې ته وړاندې شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 211 تاريخ : پنجشنبه 30 فروردين 1397 ساعت: 21:48