که مصنوعي زکاوت لرونکي ټیکنالوژي د هایکرانو لاس ته ولویږي، نړۍ بربادوي

ساخت وبلاگ

د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د مصنوعي زکاوت یا Artificial Intelligence چټک پرمختګ د څیړونکو داسې اندیښې ټوکولي، چې ګنې شاید انټرنیټي غله، هایکران او سایبر مجرمین له دې پرمختګ څخه ناوړه ګټه پورته کړي او نړۍ له ګواښ سره مخ کړي.

د ټیکنالوژۍ په نړۍ کې د مصنوعي زکاوت په مټ اوس له موټر چلوونکي پرته موټرې چلیږي، ډرون الوتکې په هوا ګرځي، اتومات وسلې فعالې دي او روباټونه کارونه کوي.
دا څیړنه، چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، د اکسفورډ، کمبریج او یلي پوهنتونونو د ۲۵ څیړونکو په مرسته ترسره شوې وه، چې پکې مخفي پلټونکو او نظامي چارواکو هم برخه اخیستې وه.

څیړنه خبرداری ورکوي، چې شاید مصنوعي زکاوت د انټرنیټي غلو او حمله کوونکو لاس ته پریوځي او د هغوې له لورې په ناسم ډول وکارول شي.
څیړونکي ویره لري، چې که مصنوعي زکاوت د هایکرانو لاس ته پریوځي، ډیجټلي، فزیکي او سیاسي ثبات له ګواښ سره مخ کوي.

یادې څیړنې په تیرو پینځو کلونو کې د مصنوعي زکاوت چټک پرمختګ څیړلی دی.

د برونډیج په نوم د اکسفورډ پوهنتون یو څیړونکي ویلي، چې مصنوعي زکاوت په ګڼو ځایونو کې په سم او ګټور ډول کاریږي؛ خو د ناسمې کاروونې په اړه يې هم بدشګون وجود لري.

مصنوعي زکاوت یا AI د کمپیوټر په مټ کاریدونکي ټیکنالوژي ده، چې د خپل کارونه په عادي ډول ترسره کوي، خو انساني زکاوت ته ورته ځرکتیا ته اړتیا لري. مصنوعي زکاوت لرونکي ټیکنالوژي د پریکړې کولو، په متن د پوهیدلو او د غږ او تصویر د تشخیصولو وړتیا لري
.
دا د ټکنالوژۍ په برخه کې تر ټولو مهم پرمختګونه بلل کیږي، خو داسې اندیښنې هم موجودې دي، چې ددې ډول اټوماټیک الو جوړل به په نړۍ کې د بې روزګارۍ ګراف نور هم لوړ کړي.

د څیړنې راپور په دوه کم سل پاڼو کې خپور شوی او لیکلي يې دي، چې مصنوعي زکاوت لرونکي ټیکنالوژۍ د دومره لویو حملو او بریدونو توان لري، چې انسانان ترې عاجز دي.

څیړونکي په حکومت غږ کوي، چې د ای آی خطر پیښوونکي اړخ ته متوجه اوسي او مخکې له دې چې نړۍ ته ګواښ پیښ کړي، باید خنثا شي.

رپوټ سپارښتنه کوي، چې د مصنوعي زکاوت لرونکي ټیکنالوژي دې تر پوځي څار لاندې ونیول شي. دوی ټینګار کوي، چې حکومت دې په سوداګریزه برخه کې په یواځې سر ددې ټیکنالوژۍ کارونې ته اجازه نه ورکوي، بلکې هم مهاله دې تر پوځي څار لاندې هم ونیسي.

ای آۍ او لوڅ فلمونه:
څیړونکي باور لري، چې مصنوعي زکاوت لرونکي ټیکنالوژۍ د پروپاګند او شرمولو لویه وسیله هم ده. دا ټیکنالوژي ددې تواني لري، چې د یوې ښځینه لوڅې ویډوګانې په دومره مهارت جوړ کړي، چې د شک کولو ځای پکې پاتې نشي.

د ډیپ فېک deepfake په نوم جعلي لوڅ فلمونه د همدې ټیکنالوژۍ د سافټ ویرونو په مرسته جوړ شوي، چې پکې د هالیووډ نوموتې څیرې او یو شمیر مشهور کسان هدف شوي ول.

ای آی دا توانايي لري، چې په ډیر مهارت په بربنډو فلمونو کې د انسان د مخ شکل ته بدلون ورکړي او څوک يې چې خوښه وي، څيره يې کاپي کړي او په لوڅو فلمونو کې ولږوي.

د ډیپ فېک په نوم دا ویډوګانې په دومره مهارت جوړې شوي، چې ان د باډې لنګویچ يې هم سره ورته والی لري او که ډیر ځیرک انسان نه وي، له اصلي ویډوګانو سره يې فرق نه شي کولای.

ټویټر او ځینيو نورو انټرنیټي شبکو د ډیپ فېک ویډوګانې بندې کړې.

روباټونه د مصنوعي ذکاوت تر ټولو پرمختللي الې دي. سوفیا بیا د نړۍ تر ټولو پرمختللی روباټ دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 369 تاريخ : پنجشنبه 3 اسفند 1396 ساعت: 22:17