د ښې سوداګرۍ لپاره دا ۵ ټکي مرسته کولی شي

ساخت وبلاگ

لیکنه: براین ټراسي
ژباړه: غازي عابد

لس هغه مهم او په ضمن کې جدي نقاط چې په پراخه کچه به ستاسې د کاروبار او سوداګرۍ بریالیتوب او ناکامي په ګوته کړي. په دغو ټولو برخو کې تر ټولو مهم فکټور د پریکړې کولو دی، که ښه پریکړه وکړې نو ښه پایله به ترلاسه کړی شې. راځئ چې لنډه لیدنه ترې وکړو:

۱- مهم هدف – د مشتریانو پيدا کول.
ستاسې د سوداګرۍ اصلي موخه څه شی دی؟ اکثره خلک فکر کوي چې د سوداګرۍ یا نورو بیزنسونو اصلي هدف ګټه ترلاسه کول دي، خو دا غلط فکر دی. د بیزنس لومړی اصلي هدف د مشتریانو پيداکول او راخپلول دي. همداراز ستاسې ۵۰ سلنه وخت، هڅې او لګښت باید په مشتریانو خپلولو مترکز وي چې څرنګه کولی شئ ډیر مشتریان خپل کړئ.

۲- د مشتریانو رضایت.
د بیزنس یو بل هدف د پيریدونکي د رضایت بشپړ حاصلول دي. په داسې ډول باید د مشتریانو لپاره هر څه برابر کړې چې که هغوی له بل چا څه شی اخلي، هغه پریږدي او تاته راشي. بیا بیا یې له تاسې واخلي او خپل ملګري او نور خلک هم تر تاسې راتګ ته تشویق کړي. دا د بیزنس د ګټې او پرمختګ لپاره مهم نقاط دي.

۳- په پیریدونکو تمرکز.
په بیزنس کې دا ډیر مهم دی چې په پیریدونکو یا مشتریانو تمرکز وکړئ. تمرکز باید تل اوسي. ځکه هر ډول پیریدونکو سره مخ کیدای شئ، لکه بې ثباته، بې وفا، بدلیدونکي، بې حوصله او او بیلابیلو تقاضاوو لرونکي.
په ټوله کې باید پیریدونکي ستا تر ټولو مرکزي نقطه اوسي.

۴- مرستندویه.
په ټول ژوند او بیا په خاص ډول په کار او سوداګرۍ کې باید تر ډیره له نورو سره مرستندویه اوسې. ځکه هغه مشران او ادارې چې له خپلو کارکوونکو، پیریدونکو او ټولنې سره ښه مرسته او همکاري کوي، هغوی په ټولنه کې ښه ځای لري، چې په همدې اساس خلک ورته په ارزښت قایل وي.

۵- ((څنګه؟))
تر ټولو مهمه پوښتنه چې د یوې ستونزې د حل په موخه کیږي، په موانعو بریاليتوب ترلاسه کیږي او یا یو سوداګریز هدف پرې ښه ترلاسه کیږي، هغه د (څنګه) پوښتنه ده. پوه او پیاوړي خلک هر وخت د (څنګه) پوښتنه کوي او بیا ورته حل لارې لټوي، چې له حل لارو وروسته پرې عمل کوي او موخه ترلاسه کوي.
سوداګر هم باید له ځانه وپوښتي چې کاروبار کې یې ستونزه څنګه رامنځته شوې او حل لاره څنګه پیدا کیږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 247 تاريخ : پنجشنبه 3 اسفند 1396 ساعت: 22:17