" سترې اقتصادي او پراختيايي پروژې د سميه ييزې همپالنې لامل ګرځي"

ساخت وبلاگ

کابل (پژواک، ۳ کب ۹۶): افغان حکومت وايي چې د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګاز لېږد پروژه (ټاپي) او نورې سترې اقتصادي او پراختيايي پروژې د سيمه ييزې همپالنې لامل ګرځي.

ټاکل شوې ده سبا د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هندوستان ولسمشرانو له خوا په هرات کې د ټاپي او د نوري فايبر، د هرات- تور غونډۍ ريل پټلۍ او د ټاپ پروژې په شمول چې د افغانستان له لارې د ترکمستان برېښنا پاکستان ته لېږدوي پرانيستل شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل: "سبا د ټاپي پروژې په پرانيستنې سره د ريل پټلۍ، نوري فايبر، برېښنا انرژۍ لېږد، سيمه ييزو سړکونو او ريل پټليو په شمول په بېلابېلو برخو کې ډېرې مهمې موکې رامنځته کېږي چې دا خپله په سيمه کې يو ډېر مهم بدلون دی."

نوموړي د افغانستان جغرافيايي موقعيت د دغه هېواد د خلکو لپاره يوه پانګه وبلله او ويې ويل چې مرکزي اسيا په نړۍ  او سوېلي اسيا کې د انرژۍ د توليد د ثقل مرکز دی  چې انرژۍ ته ډېره اړتيا لري، نو ځکه افغانستان کولای شي ترانيزيټي بستر چمتو کړي او له مرکزي اسيا سوېلي اسيا ته د انرژۍ په لېږد کې مهم رول ولوبوي.

مرتضوي په ډاګه کړه: "ټاپي د افغانستان او سيمې لپاره يوه ډېره مهمه او حياتي پروژه ده او افغان حکومت د نورو سيمه ييزو او کورنيو مهمو پروژو لپاره جدي اراده لري او هيله لرو چې د بېخ بنسټه کارونو سره د جګړې پر فضا هم واکمن شو."

مرتضوي له ټاپي پروژې د خلکو د ملاتړ د اعلان ستاينه وکړه او ويې ويل چې خلک د خپلو امنيتي ځواکونو په څنګ کې ولاړ دي څو د ټاپي پروژه په يوه ارامه فضا کې پرانيستل شي او خلک د ګاز، برېښنا او ريل پټلۍ له ګټو برخمن شي او دا په هېواد کې يو ډېر ستر بدلون دی.

نوموړي وويل چې ولسمشر نن مازديګر هرات ته تللی او د هرات ښار د سبا لپاره د ټاپي پروژې پرانيستلو ته چمتو دی او دغه مراسم د ترکمنستان د سليم چشمه او په هرات کې د مولانا په تالار کې ترسره کېږي. په دغو مراسمو کې افغان ولسمشر اشرف غني، د ترکستان ولسمشر، د پاکستان لومړی وزير او د هند يو لوړ پوړی چارواکی ګډون کوي.

له بلې خوا د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر فرامرز تمنا نن په يوه غونډه کې چې له ټاپي پروژې د ملاتړ او هرکلي په موخه د" اسيا زړه ملتونو د همپالنې بهير" نومي بنسټ له خوا جوړه شوې وه، وويل چې ټاپي په هېواد کې يوه ستره اقتصادي پروژه ده.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې د ټاپي پروژې له طرحې کابو ۲۳ کاله تېرېږي، د ټاپي پروژې د کار ځنډېدو لامل يې په هېواد کې نا امنۍ وبللې او ويې ويل چې دغه پروژه يو وخت د افغانستان د خلکو لپاره يو خوب و، خو د خوښۍ ځای دی چې اوس د دې پروژې د پرانيستلو په اړه خبرې کېږي.

د اسيا ملتونو د همپالنې بهير مسوول محب الله نوزي په دې ناسته کې وويل چې ټاپي په هېواد کې يوه ستره پروژه ده او په سوله او امنيت کې مهم رول لري.

نوموړي د دې په بيانولو سره چې دا پروژه په سيمه کې پر يوې مهمې موضوع بدله شوې او زياته يې کړه چې د يادې پروژې په عملي کېدو سره افغانستان ته له ۴۰۰ ميليون ډالرو ډېر عوايد لاسته ورځي.

له بلې خوا د سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور او صنايعو مرستيال فيروز مسجدي د ټاپي پروژه د افغانستان لپاره يوه ښه عايداتي سرچينه وبلله او ويې ويل چې دغه پروژه د افغانستان د صنعت، سوداګرۍ او اقتصاد په وده کې مهم رول لوبوي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند عبدالقادر مطفی هم وويل: "په هېواد کې د ټاپي او يو شمېر نورو سترو پروژو په عملي کېدو سره به خلکو ته په مستقيم او غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي."

د ټاپي د ګازو د لېږد نيل ليکه چې د ترکمنستان له دولت اباد سيمې پيل شوې، د دغه هېواد په خاوره کې د ۱۴۷کيلومتره تېرېدو وروسته د افغانستان په خاوره کې د ۷۳۵ کيلومتره اوږدوالي سره د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې پاکستان ته غځېږي.

ټاکل شوې ده دغه پروژه د پاکستان په خاوره کې له ۸۰۰ کيلومتره غځېدو وروسته کوېټې له لارې د دغه هېواد پنجاب ايالت او ورپسې د هندوستان فاضيلکای سيمه کې پای ته رسېږي.

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 178 تاريخ : پنجشنبه 3 اسفند 1396 ساعت: 22:17