بریالي خلک پر دې کارونو وخت نه ضایع کوي

ساخت وبلاگ

لیکوال: سینتیا بازین
ژباړن: زمریالی اباسین

کله چې خلک سرګردانه، خواشیني او په چارو کې ځان پاتې احساسوي، د یوه سلاکار او لارښود په توګه ما ته مراجعه کوي. دوی ځانونه په سختیو کې را ایسار شوي بولي، لاره پرې ورکه وي او نه پوهیږي چې څه وکړي.

ځینې داسې شیان شته چې هسې وخت ضایعه کوي او ګټه یې نه وي؛ هغه څه چې د بریالیتوب پر وړاندې یې خنډ کیږي، د پرمختګ مخه یې ډپ کوي او د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې پاتې راځي.

زه فکر کوم، چې موږ ټول وخت نا وخته په ځينو داسې چارو لاس پورې کوو چې موږ خپلو سترو موخو ته نه شي رسولی او خوشالي نه شي راکولی. ما هم په لومړیو کې وخت ته چندان ارزښت نه ورکاوه، خو د وخت په تېرېدو په دې پوه شوم چې د هرې ورځې هره ثانیه څومره ارزښت لري. یو وخت په دې پوه شوم چې ځینې داسې فعالیتونه شته چې سړی نه یواژې په چارو کې بریالیتوب ته نشي رسولی، بلکې هسې د وخت ضایعه کول دي.

ټول غواړو په ژوند کې بریالي شو، خو ځينې وخت په داسې شیانو خپل وخت وژنو چې زموږ د پرمختګ او بریاليتوب پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه مو پرېږدي چې موخې ته ورسېږو. عجیبه خو دا ده چې تر هغې دغه شیان نشو تشخیصولی تر څو یې چې یو څوک را ونه ښيي.

مهمه دا چې ارزونه وکړو، ورځې مو څنګه او په څه تېروو؛ هر ساعت او هره دقیقه مو په کومو شیانو تېروو او څنګه کولی شو چې په پرله پسې ډول داسې لارې چارې پیدا کړو چې د وخت د ضایعه کېدو مخه ونیسي. د دې لپاره چې له وخت نه غوره استفاده کول پیل کړو، ښه به وي چې هغه اته شیان تشخیص کړو چې بریالي او حاصل لرونکي انسانان یې هېڅکله نه کوي (او تاسو یې هم باید ونکړئ):

۱. بریالي او حاصل لرونکي خلک هېڅکله ځان په ټولنیزو رسنیو کې ډېر نه نښلوي
په ټولنیزو رسنیو کې اوسېدل – د فیسبک سټیټس چک کول، په انسټاګرام کې د عکسونو اړول راړول، په ټویټر کې د چټکو اپډېټونو لوستل او که بل هر څه وي ــ دا د هرې ورځې ژوند یوه برخه ده. خو که په هغې د بوختیا له امله خپل وخت په پام کې ونه نیسئ، ساعتونه به مو عبث تېر کړي وي او خپلو چارو ته د رسېدو لپاره به مو هېڅ هم نه وي کړي.

نو له همدې امله ده چې یا باید یو ځانګړی وخت ورته محدود کړئ ــ ساعت مو کوک کړئ چې څه وخت ترې ګوښه کېږئ، ویې تړئ، یو بل کار وکړئ ــ یا یې هغه وخت وکاروئ چې خپل شخصي کارونه او اړوندې چارې مو بشپړې کړې وي. له ټولنیزو رسنیو د جایزې په توګه کار واخلئ.

۲. تولید لرونکي او بریالي کسان له پلان پرته ورځ نه تېروي

بریالي خلک هدف لري، یو څرګند او روښانه پلان لري چې له مخې یې د یوې ورځې لپاره په لاسته راوړنو تمرکز کوي. اړینه ده چې هر څه یاددښت او ولیکئ، خو هېره دې نه وي چې دا لیکنه باید ډېره اوږده نه وي، بلکې د یوې ورځې دوه یا دری لومړیتوبه مو ځانته مشخص کړي وي.

خپل مهم لومړیتوبه په لنډ او معقول ډول ولیکئ. په دې توګه به تاسو په ځان کې د دغو کارونو د ترسره کولو لیوالتیا وګورئ او درته روښانه به شي.

۳. تولید لرونکي او بریالي خلک د احساساتو ډک او عاطفي فعالیتونه نه ترسره کوي

که غواړئ په واقعي ډول یو بریالی ژوند ولرئ، پر هغو شیانو تمرکز وکړئ چې ژوند مو مثبت لوري ته رهبري کوي. تولید لرونکي خلک په هغو شیانو وخت نه ضایعه کوي چې په عاطفي لحاظ یې زړه تشوي او په احساساتو کې ډوبوي.
کله چې د پلان له مخې خپل فعالیتونو پیلوئ، ځان ډاډه کړئ چې په ژوند کې مثبت پرمختګ راوستلی او کټور تمامېدلی شي. که تاسو فکر کړئ چې نه کوم مثبت بدلون راوستلی شي او نه هم ګټور دي، مه یې کوئ. کله کله بیا ځينې داسې موارد وي چې سړی په ښو او بدو نه پوهېږي؛ که له دغو ډول شیانو سره مخ کېږئ، نو ښه به وي چې په بېلابېلو اړخونو تر پوهېدو یې وځنډوئ او ترسره یې نکړئ.

۴. تولید لرونکي او بریالي خلک د هغو شیانو په اړه اندېښنه نه کوي چې نه یې شي کنټرولولی

بریالي کسان په دې پوهېږي چې تشویش او اندېښنه په ژوند کې هېڅ ګټه نلري، په ځانګړې توګه کله چې دوی په یوه وضعیت کې هېڅ نشي کولی او په وس یې نه وي پوره.

نو له همدې امله ده چې باید د عملي کېدو وړ او ستاسو په توان پوره فعالیتونو ته مخه کړئ. په هغو شیانو تمرکز وکړئ چې کولی یئ شئ.

۵. تولید لرونکي او بریالي کسان له منفي خلکو سره ناسته ولاړه نه کوي
ویل کیږي چې هر انسان د هغو پنځو کسانو مجموعي حاصل دی چې خپل ډېر وخت ورسره تېروي. نو که غواړئ چې له وخته پوره ګټه واخلئ او له ځانه یو څه جوړ کړئ، ښه به وي چې د مثبتو خلکو په منځ کې واوسئ.

ډاډه اوسئ چې منفي او زهر شیندونکې انرژي ځان ته نږدې مه پرېږدئ. که غواړئ چې په ژوند کې لوړوپوړیو ته ورسېږئ، باید له ځانه هغه درانه شیان لرې کړئ چې تاسو لاندې خواته کشوي.

۶. تولید لرونکي او بریالي کسان په تېرو تېروتنو پسې نه ګرځي.

لکه د بل هر چا په څېر بریالي کسان هم تېروتنې کوي. په ژوند کې د بریالیتوب ترلاسه کولو اصلي کیلي د تېرو اشتباهاتو نه تکرارول او له هغو څخه زده کړه کول او وده کول دي. په ژوند کې باید له تېرو تېروتنو یوازې د ځان د ښه کولو لپاره کار واخیستل شي.

نو کله چې تاسو کومه تېروتنه کوئ، خپل ذهنیت مو باید داسې جوړ کړی چې تېروتنه وشوه او اوس تاسو نشئ کولی چې تېر ته وروګرځئ او بېرته یې اصلاح کړئ. په هغه څه تمرکز کړئ چې له دې تېروتنو مو زده کړل او په راتلونکي د هغه کار د ترسره کولو لپاره داسې پلان او سټراټیژي جوړه کړئ چې له تاسو سره د تېروتنې په مخنیوي او مخکې تګ کې مرسته کولی شي.

۷. تولید لرونکي او بریالي کسان د نورو خلکو د کارونو په کیسه کې نه وي

ښه خبره ده چې د بریالیو او سترو انسانان له کارونو الهام واخلو، خو که په دوامدار ډول ځان له نورو سره مقایسه کوئ او پاتې راځئ، دا هغه وخت دی چې باید خپل ذهنیت ته بدلون ورکړئ.

له نورو الهام واخلئ، خو خپل ذهنیت یوازې له هغه کس سره سیالۍ ته چمتو کړئ چې تر ټولو مهم دی: تاسو خپله.

۸. تولید لرونکي او بریالي کسان په لومړیتوبونو کې ځان له لاسه نه ورکوي

موږ ټول کله کله له داسې حالاتو سره مخ کېږو چې هم خوب رانه پاتې وي هم سپورټ ځکه چې اړینه وي په ځينو سترو کارونو او پروژو کار وکړو. خو د اوږدمهال بریالیتوب او خوشالۍ لپاره باید ځان ته د لومړیتوبو یو لسټ برابر کړئ.

خپله ورځ په داسې شیانو پیل کړئ چې تاسو ورسره مینه لرئ او درته ګټور ثابتېږي. سپورټ، ورځپاڼه، ژورنال لیکنه او د خپلې خوښې وړ کتاب لوستل هغه لارې چارې دي چې کولی شئ د ورځې په پیل کې ترې ګټه واخلئ. ځکه کله چې تاسو د خپلې خوښې وړ کار سره ورځ پیلوئ او پوهېږئ چې ګټور دی، تاسو ځان خوشاله، متمرکز او پياوړی احساسوئ او د ورځې تر پایه مو انګېزه پياوړې وي.
د دغو اتو مواردو په منځ کې داسې شیان چې ستاسو وخت ضایعه کوي، که هو، نو ښه به وي چې ډډه ترې وکړئ ترڅو بریالی او غوره ژوند ولرئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 283 تاريخ : سه شنبه 24 بهمن 1396 ساعت: 17:57