افغان انجونو د مخدره توکو سره مبارزې په موخه لومړی ویډیو ګیم جوړ کړ

ساخت وبلاگ

په افغانستان کې د کمپیوټر د کوډ کاروونکو ځوانو میرمنو په توګه، دا ځل په هرات ولایت کې افغان پیغلو په لومړي ځل د ټولنې ځینې ناسم دودونه مات کړي او د کمپیوټر د کوډونو کارولو د زده کړې ترڅنګ یې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه یو ویډیو ګیم پنځولی دی.
دغه پیغلې د هرات ولایت په مرکز کې د CTI (Code To Inspire) په نوم د کمپیوټر پروګرامینګ په هغه ښوونځي کې زده کړې کوي، چې یوازې ښځينه طبقې ته ځانګړی شوی دی.

دغه ویډیو ګیم له هغو سیمو څخه د مخدره توکو د له منځه وړلو په برخه کې د افغان دولت له هڅو ملاتړ کوي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او په پراخه کچه پکې نشه یې توکي کرل کیږي.
د دغو نوښتګرو نجونو له ډلې خاطره محمدي اسوشیټید پریس ته په مرکه کې ویلي، چې (د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه) له یوه ګیم څخه زیات ارزښت لري او دغه ګیم یې د خپل هغه ورور د تجربې پر بنسټ جوړ کړی، چې په هلمند ولایت کې له امریکايي ځواکونو سره ژباړن دی. نوموړې زیاتوي: ” هر ځل چې ورور مې کور ته راځي، نو موږ ته د هغه ځای د کوکنارو او نشه یي توکو د ځمکو، د ماین چاودنو او د مخدره توکو له قاچاق کوونکو سره د جګړو په اړه کیسې کوي.”

په همدې اساس، په دغه روزنیز مرکز کې خاطره محمدي او نورې ټولګیوالې یې په دې فکر کې شوې چې لږ تر لږه د کمپیوټر یو ګیم کولی شي چې د خلکو پام ځان ته واړوي، په ځانګړي توګه د ځوانانو او وروسته بیا د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د همکارۍ په موخه دغه ګیم جوړ کړی دی.
د دغه ویډیو ګیم کیسه داسې ده، چې د نیشه یي توکو د کروندو له منځه وړلو په موخه افغان سرتیري هلمند ولایت ته ځي او هلته بیا له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ کیږي لکه، په شنو کروندو کې د دښمن پټیدل، ځمکني ماینونه، د مخدره توکو قاچاق وړونکي او د هیروینو او نورو مخدره توکو پټ لابراتوارونه.

د مخدره توکو پر سر جګړه
د کوکنارو په تولید کې افغانستان د نړۍ لومړۍ درجه هیواد دی، چې هر کال په زیاته کچه کوکنار تولیدوي او نورو هیوادونو ته یې صادروي. له کوکنارو څخه بیا تریاک او هیروین جوړیږي. همداراز، د ملګرو ملتونو اټکل ښيي چې افغانستان تر نورو ښکیلو هیوادونو زیات تریاک تولیدوي او د کوکنارو او نورو نشه یي توکو ډیرې ځمکې د هلمند او کندهار ولایتونو کې دي.
د مخدره توکو د قاچاق لپاره د هرات ولایت هم یوه مهمه لاره ده، چې قاچاق وړونکي یې ایران او نورو هیوادونو ته د ترانسپورټي لارې په توګه کاروي.
د کوکنارو په کښت کې زیات لاس طالبان لري، چې له (۲۰۰۱) عیسوي کال څخه را په دیخوا افغان دولت تل طالبان ځپلي او د هغوی کروندې یې له منځه وړلې دي.
په دې وروستیو کې د کوکنارو کښت د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

اغلې محمدي او همکارانو یې د دغه ګیم د جوړولو چارې په یوه میاشت کې بشپړې کړې او ویلې یې، وړاندې له دې چې دغه ګیم بل چا ته وښيي، لومړی یې خپل ورور ته ښودلی دی. نوموړې د ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره رسنیو ته د خپل د ورور نوم وانخیست.


خاطرې محمدي زیاته کړه، هیله یې دا ده چې زعفران د کوکنارو د کښت ځای ونیسي.
نوموړې دا هم وویل، چې په دغه ویډیو ګیم کې سرتیري د نشه یي توکو سیمه ییز کروندګر د زعفرانو کرلو ته تشویقوي.
هغې وویل: “د زعفرانو قیمت زیات دی او د هیواد لپاره غوره هم دي.”
په هرات ولایت کې د دغه (Code to Inspire) مرکز بنسټ ایښودونکې فرشته فروغ نومیږي، چې د افغان مهاجرې په توګه په ګاونډي هیواد ایران کې زیږیدلې ده. د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته په کال (۲۰۰۱) کې نوموړې بیرته خپل هیواد افغانستان (هرات) ته راستنه شوې ده.

د هرات پوهنتون دغه پخوانۍ پروفیسوره اوسمهال په متحده ایالاتو کې ژوند کوي او له نجونو سره د کمپیوټر د کوډونو په زده کولو کې مرسته کوي، ترڅو نجونې وکولی شي له دې لارې د خپل د ژوند بڼه بدله کړي.

دغه مرکز شاوخوا (۸۰) زده کوونکې په خپل غیږ کې روزي، چې زده کوونکې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو په کچه دي.
دوی په دغه مرکز کې د ویب پاڼو، اپلکیشنونو، ګیمونو او د ویب نورو پراختیايي پروژو جوړول زده کوي.
د دغه مرکز مدیر حسیب رسا وايي: “په افغانستان کې یوې نجلۍ ته دا اسانه نه دي، چې ځان ته دنده پیدا کړي او بیا د کار کولو لپاره د باندې لاړه شي، خو اوس یوازې له یوه لپ ټاپ کمپیوټر سره ان له کوره هم انلاین کار کولی شي، پیسې موندلی شي او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کولی شي. زموږ په پلان کې ده، چې دغه لړۍ پراخه کړو او په ټول افغانستان کې دا ډول ښوونځي جوړ کړو.”

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 348 تاريخ : سه شنبه 24 بهمن 1396 ساعت: 17:57