څنګه خپلو هیلو ته رسیدای شو؟! ۴ لارې

ساخت وبلاگ

لیکنه: ویکي هاو
ژباړه: غازي عابد

که له چا وپوښتې؛ ایا په ورځنۍ کچه کله د خپلو هیلو ترلاسه کولو لپاره له ځینو ستړیاوو او سختیو سره مخ شوي یاست؟ ایا غواړئ چې له بدو عادتونو ځان خلاص کړئ، خو لارې چارې یې نه وي درمعلومې؟ ځواب یې هو دی، ځکه دا ممکن دي!
کیدای شي د هوپ یا هیلې لغات درته ډیر مهم ښکاره نه شي، خو په اصل کې خورا مهم او اړین دی چې باید پرې وپوهیږئ، ځکه هیله درلودل او د هغوی پالل او بیا یې پایله ترلاسه کول لویه بریا او ستر کار دی.

دا چې څرنګه ورځ تر بلې بریالي شئ، هیلو ته مو ورسیږئ او د ژوند په ورځینو چارو کې مو خپلې هیلې پوره کړئ، دا څو لارښوونې عملي کړئ:

۱- لومړی معلوم کړئ چې څرنګه ژوند غواړئ.
اکثره خلک په دې هیله خواري کوی چې سبا ته ښه ژوند جوړ کړي، خو په دې ځان نه پوه کوي چې څرنګه ښه ژوند. نو مخکې له دې چې هیله وکړئ، اول په کار ده چې په دې ځان پوه کړئ او دا درسره تصور کړئ چې څرنګه ژوند غواړئ او د څه ډول ژوند اړتیا ده. په دې باید پوه شئ چې کوم ډول شیان دې باید ژوند ته شامل وي.
مثلاً؛ ځان سره فکر وکړئ چې راتلونکې کې باید څرنګه ملګري ولرم؟ څه ډول کارونه باید وکړم؟ څرنګه کور باید ولرم؟ څرنګه باید اوسم؟ همداسې په نورو خواوو او ورته رسیدو لارو چارو هم باید فکر وکړو، څو خپلې هیلې مشخصې او ور ورسو.

۲- هغه تصور شوی خیال مو له اوسني ژوند او شرایطو سره مقایسه کړئ.
کله مو چې ځان ته ایډیال یا خیالي ډول سره ژوند متصور کړ، نو بیا مو همدغه تصور شوی ژوند د اوسني یا روان ژوند له شرایطو سره مقایسه او پرتله کړئ. په دې ډول سره به پوه شئ چې کومې برخې مو د هغه خیالي یا تصور ژوند سره تیار برابر او اړخ لګوي. مثلاً که ته اوس فکر کوې چې زه غواړم راتلونکې کې ډاکټر شم، ایا اوس په کوم حال کې یې؟ څه باید وکړې چې دې هیلې ته ورسې؟ او څرنګه مو ځان هغه حالت ته وربرابر باید وربرابر کړئ؟

۳- معلوم کړئ چې هیله مو واقعي، ممکنه او پر ځای ده او کنه!
دا مهم دي چې داسې هیلې او خیالات ولرۍ چې رښتیني وي او ممکنه وي. که چیرته مو هیله او د خیال نړۍ ناممکنه وي، نو بیا به له سختۍ ناهیلۍ او مایوسۍ سره مخ شئ. همداراز که چیرته مو هیله ناممکنه وي بیا کتنه پرې وکړئ، برابرښت په کې راولئ، ځینې برخې وزیاتې او کمې کړئ چې د لاسته راوړلو وړ شي.
مثلاً که ته غواړې میلونر شي، باید دا معلوم کړې چې په کوم، کار، مسلک او دنده کې ډیرې پیسې لاسته راوړلی شې؟ یا باید هغه وړې لارې تعقیب کړئ چې ملیونر کیدو شرایط مو پوره کوي.

۴- کوچني اهداف مو وټاکئ.
ددې لپاره چې خپلې هیلې ته ورسیږئ، یوه ښه لار یې دا ده چې کوچني اهداف مو منظم او ځای پر ځای کړئ. هغه کوچني اهداف مو یو یو ولیکئ او بیا یې جدا جدا ترلاسه کړئ. باید په دې هم ځان پوه کړئ چې ستاسې ځای په ځای شوي یا منظم شوي اهداف هم ښه او ممکنه دي.

– مشخص او معلوم هدف د نامعلوم او ناڅرګند هدف نه ښه دی، که هر ډول وي.
– هدفونه مو باید داسې وي چې په کار او زیار سره د کنټرول وړ وي.
– هدفونه مو رښتیني او ممکنه او سرچینې یې هم درته معلومې وي چې ترلاسه یې کړئ.
– د هدفونو ترلاسه کولو لپاره مو باید سرې کرښې کښلي وي چې دومره وخت کې به یې ترلاسه کوئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

Pasto: HP lead articles...
ما را در سایت Pasto: HP lead articles دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : کاوه محمدزادگان afghaniha بازدید : 273 تاريخ : سه شنبه 24 بهمن 1396 ساعت: 17:57

خبرنامه